مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-07-10   مخپرونکئ : ۸۵ بېنوا - هرات

ویب سایټ (Website)

انجینر زهیر شینواری
                                           ویب سایټ
پوهان وايي: ١٨ پيړۍ د ميخانيکی سيستم، پيړۍ وه چې ستره لاس ته راوړنه يې په نړۍ کۍ صنعتی انقلاب و ، ١٩ پيړۍ د بخار د ماشين پيړی وه او ٢٠ پيړۍ د اوسنۍ واکمنی ټکنالوژی ، او هغی ټکنالوژۍ پيړی ده چې په ښه توګه يوځل معلومات را ټولوی او بيرته يې په نورو ويشی چې دا ټکنالوژی دمعلوماتی يا انفارميشن ټکنالوژی په نامه هم يادو ی شو.
د يويشتمی پيړۍ په درشل کې ټول علوم او د انسانی ژوند بيلا بيلی ساحې د انټرنيټ سره په حيرت انګيزه توګه وتړل شوې . لکه څنګه چې د(  چا پ )  صنعت اختراع د انسانی ژوند په ډګر کې په زړه پوری او سترې اغيزې وښندلې، دا ځل انټرنيټ په خپلو جادويې لاښوونو د انسانی ژوند تګ لوری ټاکي. 
د (هارلی هان) له قوله: تر نن پورې، د بشريت تر ټولو ستره لاس ته راوړنه اينټرنيټ دی.
د انټرنيټ ګټه هم اسانه هم مثبته ، هم سخته او هم خطر ناکه ده.  د بي ګې په توګه لکه يو سمندرداسې دی . سمندر که له يوی خوا خپله ښکلا، جلال ، رڼې او  پاکی اوبه  لری نو د بلی خوا وبونکی او غرق کونکی هم دی .دا په استفادې پورې اړه لري چې څوک ورنه څنګه ګټه اخلي .
انټرنيټ چې نړيوال جال هم ورته ويلی شو د ميليونونو کمپيوټرونو د نيټ ورکنګ محصول دی. د دی ميليونونو کمپيوټرونو تر شاه ميلونونه  انسانان ناست دي چې د ستر ګو په رپ کې يو بل سره تماس او اړيکي نيولی شی، يو بل سره خبری کولیشي ، يو بل ليدل شی او يو بل ته معلومات ورکولی شی. فکر کوم د انټر نيټ راتګ به دهغی پښتنی پيغلی دعا خدای قبوله کړی چې ويل به يې:
نن د جانان ديدن ته ځمه، تورې نرې وريځی، خدايه را لنډ کړی، دا د ځمکې تنابونه، توری نری وريخی!
هو، نن د انټ نيټ په مرسته دځمکی تنابونه را لنډ شوی او دځمکی ټوله خاورينه کره د شمال نه تر جنوب او دلويدز نه تر ختيځ پورې ، په يوه (  نړيوال  کلی ) بدل شوی ده. چې په نورو ژبوکې دا اصطلاح د (ګلوبل ويلج) په نامه ياديږي .
په مسنجر دې پيغام راغی – زما د زړه په ويب سايټ اور ولګيدنه.
نن ورځ د انټرنيټ په نړۍ کې په ميلونونه ويب سايټونه او ويب پاڼی شته چې هر ويب سايټ په خپل بطن کې بيلا بيل معلومات د اډيويا غږ ، ويډيو يا تصوير  او ليکلی بڼه او يدونکو، ليدونکو اولو ستونکو ته ډالۍ کوي. پوښتنه داده چې ويب سايټ څه شی دی
(Website) ويب سايټ له دوو کلمو جوړ دی.
١. (Web) خو په لغت کې د غڼو جال ته وايي خو د لته بيا ويب د (World Wide Web) لنډيز دی چې عموماً هدف ورنه د (www) محيط يا چاپيريال دی . هره هغه پاڼه چې د انټرنيټ پر مخ ګوری هغی ته ( ويب پيج يا ويب پاڼه )  وايي.
٢. سايټ Site: د انټر نيټ پرمخ هغه فضاء ده چې کيدای شی د يو سازمان،موسسی، شرکت او يا هم  د يوه شخص وي. سايټ عوماً د غږ، تصوير او م تن په بڼه وی چې په بيلا بيلو شکلونو طرح او ډيزان کيږی. نو په ټوليزه توګه  ويلی شو چی هر(  ويب سايټ ) څو (ويپجه   يا ويب پاڼی)  لری.
دلته ستاسو پاملرنه يوی نقطی ته راګرځوم او هغه داده چې ځنی کسان ويب  سايټ ته هم  ويب پاڼه وايی. لکه په ځنو ليکنو کې راځی د (ټول افغان) ويب پاڼه، خو  په اصل کې دا ويب پاڼه يا ويبيچ نه دی ، بلکی ويب سايټ دی چې په خپل بطن کی نوری زياتې ويب پاڼی هم لري..
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery