مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-08-21   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

و مكروسافټ اكسس ۲۰۰۲ ته لنډه كتنه.

داود بانوري ، کندهار

په مكروسافټ اكسس كي كولاي سوچي ډاټابيسونه او پروګرامونه جوړكړو او خپل معلومات په كښي په منظم توګه زخيره كړو.

(RDBMS= Relational Data Base Management System) اكسس يو ار ډي بي ايم ايس ډاټابيس دي.
ارتباط د نورو معلوماتي زخيرو سره. Relational
معلومات. Data
د معلوماتو زخيره.  Base
منظمول.  Management
دا لوړ څلورو كار ته يو سيسټم ويلاي سو. System

ډاټابيس څه شي دي؟
يوه شريك معلومات چي د يوي كمپني كاركوونكي ور باندي كار كوي، يا د څو جدولو (ټيبلونه) يو ځاي والي ته ډاټابيس وايو.
په اكسس كي يو ډاټابيس په دوه لارو جوړيږي.
 ۱ جوړول د ډاټابيس د ويزاډ د لاري يا د كمپيوټرپه خوښه.
 ۲ په خپله جوړول.

مخكي تر جوړولو د ډاټابيس بايد لاندي نقطي په پام كي و نيسو.
۱. د ډاټابيس جوړول مقصد او ضرورت معلوم كړي.
۲. په ډاټابيس كي بايد څركم جدولونه (ټيبلان) موجود وي.
۳. هر جدول بايد څه ركم ستون (كالم) ولري او هر ستون څه ركم حقايق او سوابق و لري لكه نوم، قيمت، اندازه، او داسې نور چې مونږ يې د امر په توګه پکار وړو.
۴. دا معلوم كړي چي يو او بل ټيبل يا جدول بايد څه ركم سره ارتباط و لري.
۵. جدولونه جوړ كړي ، يو له بل سره ارتباط وركي او معلومات په كښي زخيره كړي.
۶. په آخير كي د دي جدولونو څخه كويراني، فورمونه ، راپورونه او داسي نور جوړ كړي تر څوچي ستاسي ډاټابيس تكميل سي.

مادي يا مضمونونه په اكسس كښي.
په اكسس كي اوه (۷) مادي لرو.
أ‌. جدول (ټيبل)              
ب‌. كويري                      
ت‌. فورمه (فورم)             
ث‌. راپور                       
ج‌. د معلوماتو صفه          
ح‌. مكروز                     
خ‌. د كوډ صفه (مډيولز)    

دا لوړ ۷ مضمونو ته نويګاشن بار ويلاي سو.
مخكي تر جوړولو د يو ډاټابيس بايد او جدولونه يا ټيبلان جوړ كړو.

جدول يا ټيبل څه شي دي؟
ټيبل د يو ډاټابيس اصلي ساختمان ته ويل كيږي په كوم كي چي معلومات په شكل د يو جدول پروت وي. ( ټيبل د ډاټابيس د جوړښت يو اصلي زخيره ده).


Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery