مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-10-23   مخپرونکئ : 083 - دبېنوالیکوال- انګلستان

بې مزيه خبرې اترې

ژباړه: انجنــير رياض احمد عابد

بې مزيه خبرې اترې

 Wireless Communication

 

raabed@yahoo.no

 

د بلوټوت Bluetooth تر څنګ اوس يو بل معيار هم جوړ شوی  کوم چې د 802.15.3 په نامه ياديږي او تقريبا تر  Mbps ۵۵  پورې په سرعت باندی ليږدول راليږدول تر سره کولای شي ، کوم چی د بلوټوت په نسبت ډير زيات چټک دي په داسې حال کې چې د بلوټوټ اعظمي چټکتیا تر 1 Mbps څخه ډیره نه  ده.

802.15.3 عبارت له هغه نوی IEEE سټينډرډ څخه دی کوم چې به د WPAN يانې Wireless Personal Area Network لپاره په پکار وړل کیږي.

دا سټينډرډ د بلوټوت په څير د لږ واټن لپاره جوړ شويدی د بیلګې په توګه د ګرځنده کمپيوټر او کوچنی لاسي کمپيوټر تر مينځ د ډيټا data ليږدول راليږدول.

٢٤٥ مختلف بې مزیه وسایل کولای شي  چې له دې ټيکنالوجۍ څخه د استعمال په نتيجه کی يو له بل سره په يوه وخت کې خب ې communication وکړي ، ليکن سرعت به ئې يو تر بله توپير ولري. اعظمي سرعت ئې د پيځوسو مټرو پورې ٥٥ Mbps دی ، نو څومره چی یوه وسیله لرې کيږي او د اعظمي (١٠٠ مټره) مصافې ته نږدې کيږي نو د ليږدولو راليږدولو سرعت ئې کميږي. دا سټينډرډ په ٥٥ ، ٤٤ ، ٣٣ ، ٢٢ ، او ١١ Mbps چټکتیا سره کولای شي چې ليږدول راليږدول وکړي.

د 802.15.3  سټيندرډ د يوې داسې ټيکنالوجۍ څخه کار اخلي کومې ته چی UWB يانې Ultra Wideband وائي ، اوله همدې امله  په 802.15.3 کی د اعظمي سرعت ته د رسيدو لپاره پکار وړل کيږي.

د 802.15.3 سټينډ ډ په ٢،٤ ګيګاهارټس فريکوينس ځايونو کی 802.11b او بلوټوت باندې يو ډول کار ورکوي ، او داسې جوړ شوي چې د نورو پرزو او وسایلو سره conflict پيدا نکړي. دا په هغه صورت کې چې هغه نورې پرزې او وسایل هم په هم دې يو وخت کې له همدې فريکوينسۍ څخه کار واخلی.

802.15.3 د غږ ، انځور او ويډيو د ليږدولو راليږدولو لپاره په کور کی هم کارولای شئ. UMB به په راتلونکي کې لدې څخه هم د ډير سرعت ليږدول راليږدول و کولای شي. په 802.15.3 سټينډرډ باندی ګيا دی کار کيږي تر څو سرعت ٤٨٠ Mbps ته ورسوي ، دا په هغه صورت کې چې واټن د يو مټر په اندازه وی ، او ١١٠ Mbps په هغه صورت کې چې واټن تر  ١٠ مټره پورې وي.

لکه څرنګه چی پوه شوی موږ دلته د بې مزیه خبرو اترو  څخه خبرې کوو کوم چی د USB 2.0 او Firewire سره په لنډو واټنونو کې په سیالۍ competation کې دي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery