مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-11-08   مخپرونکئ : 083 - دبېنوالیکوال- انګلستان

Grid څه ته وايي؟

Grid څه ته وايي؟

د هر څه د مخه بايد ووايم چې په دې مضمون پوهيدل لږ څه فکر او پام  ته اړتیا لري نو که په لومړي ځل مو پرې سر سم خلاص نه شو هيله ده چې دا درته هسې عبس او ډير سخت ښکاره نه شي.

Grid Computing په حقيقت کې د کمپيوټر له هغه استعمال څخه عبارت دی چېرې چې د  ډيروکمپيوټرونو Resource سره راټوليږي او د يوې ستونزې د حل کولو يا د يوه څیز د جوړولو لپاره استعمال شي. دا ستونزې او يا امکانات، کیدای شي ساينسي  او يا تخنيکې وي ولې د دوی د حل او يا جوړولو لپاره د څو کمپيوټرونو ډيرو توښو  Resource  او يا ډيرې  Data   ته اړتیا ده. د Grid computing يو ښه مثال د   SETI (Search for Extra Terrestrial Intelligence) پروژ ه ده کومه چې نن هم روانه ده په کومې کې چې په زرګونو کسان او کمپيو ټرونه دانټرنيټ په ذريعه همکاري کوي . دوی د خپلو کمپيوټرونو له هغو اضافي توښو  Resources څخه کار اخلي کوم چې د استعمال وړ نه دي تر څوپه Rational  نښو پسې په فضا کې وګرځي.

 

څو لويې پروژې :

 

د Grid computing اصلي هدف دا دی چې وکولای شي يو پروګرام په څو برخو داسې وويشي چې بيرته يې سره نښلول اسانه وي، او هغه ويشل شوې برخې بيا په خپل وار سره نورو  زرګونو کمپيوټرونو ته وليږدوي. Grid computing ته  سړي کولای شی د يو ويشونکي او لوی Cluster Computing ، او يا هغه شی چې په جال کې ويشل کوي د parallel processing په طريقه تر شا ولاړ عمل کوونکی ووايو. کېدای شي دا ديو اورګانيزيشن په جال کې نښتي کمپيوټرونه وي او يا له ډيرو کمپيوټرونو څخه عبارت ده چې په م ختلفو ځايونو کې وي او يو له بل سره په يوه يا بله طريقه  همکاري کوي.

 

ډيرو اورګانيزيشنونو ، Professional groups ، پوهنتونونو او نورو ا ګانونو له دې نظريې څخه کار اخستل پيل کړي او يا يې په عيارولو بوخت دي چې یو داسې  نظام platform او پروګرامونه جوړکړي چې ترڅو دوی ته دا امکان   برابر کړي چې دوي grid computing  پروژې و چلوﻻی  او کنټرول کړای شي.

 

اروپايي ټو نه يو شمير ورته پروژې تمویلوي .په ا مريکا کې The national technology grid  د grid په    زیربنا  کار کوي چې یوه  داسې  Prototype   (اصلي بڼه او یا لمړنۍ بڼه) جوړه کړي چې د دې Grid  څخه   بيا عادي خلک هم کار واخيستی شي.

 

Oracle corporation دا ادعاکوي چې د Oracle 10g په معرفي کولو سره به دوی وکوﻻی شي داسې پروګرام ونه او Administration tools جوړکړي چې Grid Computing له خيالي او نظري دنيا څ خه حقيقي او عملي دنيا ته راوړي او خلک ترې په عملي ډول کار واخلي. يو شميرنور شرکتونه هم دا وايي چې دوی هم کوﻻی شي Grid computing  خلکو ته وړاندې کړي چې د دوی له جملې څ خهSun Microsystem  دی چې Engine software  يې جوړ کړی دی.

                          

خيال که حقيقت:

 

که  دکمپيوټر ټيکنا لوژي جوړونکو ځينو وتلو اولويو شرکتونو لکه IBM ، HP ، Sun Microsystems  يا Oracle corporation ته غوږکېښودل شي نو دوی ټول د Grid Computing  په اړه ليکنې کوي او پرې غږيږ ي.

امکان لري دوی خپلو جوړ شوو توکو ته بیلا بیل نومونه لکه Utility computing ، Power on demand ، Autonym data management  نوم ورکړی وي ، ولې په حقيقت کې د دوی ټولو اصلي هدف دا دی چې دکمپيو ټر هغه شته (موجوده) ليکن اوده (له کومې چې کار نه اخستل کېږي) توښه Resources په کا ر راولي يعنې دا چې د موجودو توښو څخه په لوړې کچې کار واخ ي.

اوس موږ ته پکار ده دې پایلې ته و رسيږو   چې د Grid Computing  دا بیلا بیل نومونه په  حقيقت کې د يو لوی او پر مختللې موخې په لور روان دي نو بايد وويل شي چې پدې صورت کې به data ساتلې وي او له هره ځايه به استعماليدای شي او Network complicity  به د پردې تر شا يعنې پټه وي.

 

د اعتبا ر وړ ټيکنا لوژي:

 

دا ټيکنالوژي اوسمهال د ﻻندې درو ټکو له مخې ډيره اعتبا ري بريښي:

١: دا ټيکنالوژي به په کم لګښت ډير څه وکوﻻی شي.

٢:  دا به هغه Methods وي چې دکمپيوټر اړونده  هغه ستونزې حل کړي کومې چې دومره غټې او ستونزمنې دي چې د هغه د حل لپا ره د ومره قوي کمپيوټر پيدا کول ډير  ستونزمن کا ر دی.

٣: داټيکنالوژي کوﻻی شي د ډيرو ، او ډیری مهال بیلا بیل کمپيوټرونه يو له بل سره په همکا رۍ د هغوی د توښو په استعمالولو سره د يوه همکار کمپيو ټر په څير خپل هدف ته ځان رسوي او کا ر تر سره کوي.

 

د Data Resources څخه په ښه تو ګه ګټه اخيستل:

 

لکه څنګه مو چې وليدل په حقيقت کې د Grid Computing مفکوره  ساده او اسانه ده . پدې کې مختلف کمپيو ټرونه ، مختلف پروګرامونه او بیلا بیلې ټيکنا لوژۍ چې يو بل څخه لرې  او يا نږدې دي سره يو ځای کار وکړي او هغه توښې چې دوی يې نه استعمالوي  له هغو څخه ګټه اخيستل کېږي . دا کمپيوټرونه او توښې امکان لري په  يوه اورګان کې دننه وي او دا هم شونې ده چې دا استعمالونکي او د دوی کمپيوټرونه د مختلفو اورګانونو وي ليکن د يو معلوم هدف د تر ﻻسه کولو لپا ره يې خپلې توښې يو ځای کړي او کار ترې اخلي . Grid computing د يرو په اند هغه نوې ټيکنالوژي ده چې په راتلونکې کې به په کا ر وړل کېږي نو کېدای شي ډيرو ته دا د حيرانۍ وړ خبره دا وي چې  که و وايو چې همدا نن هم يو شمير اورګا نونه او شرکتونه د دې ټيکنالوژۍ له م فکورې څخه ګټه واخلي او ځينو خو عملي جنبه هم وراغوستې ده. اکثره دا اور ګانونه او شرکتونه په زرګونو کمپيوټ ونه لري او د دوی ټول Servers  يانې خدماتي کمپيوټرونه ډيره overcapacity ري چې دلته ترې د دې نوې  ټيکنالوژۍ Concept په سمې طريقې کار اخيستی ي.

 

دوه ډوله Grid :

فکر خو داسې کېدای شي چې ټول هغه لوړ ظرفیت چې موجود  دی  د هغې څخه کار واخيستل شي ، ليکن دا کا ر يو شمير ستونزې لري . د ټولو څخه غټ او لوی مشکل دا دی چې تر اوسه پورې داسې کوم پروګ ام نشته چې هغه د Operating system په توګه په ټول Network  يعنې شبکه کې کار وکړي تر څو ټولې هغه توښې  چې ترې کار نه اخيستل کیږي اویا  په بلې وينا ویده دي، هغه پيدا کړي او کار ته يې چمتو کړي .

دوهمه غټه ستونزه بيا داده چې تراوسه پورې دومره ډیر Applications جوړ شوي چې داسې ويشلې توښې سره را ټولې کړي او بيا ترې په سمه توګه ګټه واخلي. په حقيقت کې دوه ډوله Grid شته دي .

لومړی:

 Data Grid :عبا رت له هغه Grid څخه دي چې د معلوماتو د ويشلو لپاره پکاريږي. دا Grid موږ د هغو معلوماتو سره چې مو ږ يې ګورو ،  ويشو او تر لاسه کوو (له انټرنيټ څخه) هم پرتله کوﻻی شو ، ولې پدې ځای کې زموږ Focus د ﻻزياتې دقيقې   منځپانګې ، او ډير زور مو د کم پيوټر په توښې اچوو . IBM او د Pennsylvania پوهنتون په پام کې ري چې پدې وختونو کې د  پوهنتونونو کتنځي (کلينکونه) سره داسې ونښلوي چې دوی پخپلو کې م علومات او Analytic tools  د ماموګرافي  Mammography  تداويو او ټسټونو سره تبا دله کړي.  

  

دانجنير  رياض احمد عابد (raabed@yahoo.no)  ژباړه  - اسلو . نا وی

  

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery