مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-01-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د بلګېټس د شتمنۍ په اړه څو په زړه پوري ټکي

عبدال حيم- ريشاء ،کراچي


د نړۍ د تر ټولو غټي سافټ وېر ادارې ( م ائېکروسوفټ) د مشر او بنسټ اېښونکي بلګېټس له نامه سره به څوک نه وي اشنا؟
د مشهوري تجارتي مجلې (فوربس) په ح واله د١٩٩٥ څخه بيا تر ٢٠٠٧ پوري نوموړی د دنیا تر ټولو لوی شتمن و ، لیکن د تېرکال په پای کي دغه مقام م کسیکويي (کارلوس سلم ) ځیني تر لاسه کړ ، خو څنګه چي دسوداګرۍ په نړۍ کي نن ورځ پورته وکښته په ډېره چټکۍ سره وانه ده، ځکه به نو عجيبه نه وي چي بلګېټس ډېر ژر دغه مقام بېرته وګتي.
د بلګېټس د شتمنۍ اندازه ٥٦ بلېن ډالره ده ؛ د دې سره سره د هري شېبې د تېرېدو سره دغه مبلغ نور هم زیاتیږي٠
لاندي د نوموړي د شتمنۍ په باره کي څو په زړه پوري خبري دي چي، ښايي ډېر وېونکي نه وي په خبر :
۱ـ په هره ثانیه کي د بلګېټس پر پانګه ٢٥٠ ډالره اضافه کیږي، ګویا دی هره ورځ ٢١،٦ میلیونه ډالره ګټي.
٢ـ که د ده له لاسه د زرو ډالرو نوټ ولویږي نو د هغه د پورته کولو اړتیا ځکه نه لري چي د نوټ په پورته کولو څلور ثانیې وخت لګېږي او دی په دومره دوران کي ۱۰۰۰ ډالره ګټلای سي.
٣ـ امریکا اوس تقریبا ٥،٦٢ټرلین ډالره پوروړې ده . که بل ګېټس په یوازي سر وغواړي چي د خپل هيواد پور ادا کړي ، دا به دده څخه تر لس کاله هم لږ وخت ونيسي .
٤ـ د نړۍ هر يوه اوسېدونکي ته تر ١٥ ډالرو ورکولو وروسته به ده ته ٥میلیونه ډالره لا ورپاته وي .
٥ ـ د امريکا وتلی ایتلاټیک ماېکل جورډن د کاله ٣٠ میلیونه ډالره ګټي، که دی یو ډالر هم خرڅ نکړي ، بیا به هم د بلګېټس په اندازه د شتمنۍ د ترلاسه کولو دپاره ٢٧٧ کاله انتظار کوي.
۶ـ که موږ نوموړی یو مملکت فرض کړو نو دی به د نړۍ د تر ټولو شتمنو هیوادنو په قطار کي په ٣٧ نمبرکي وي .
٧ـ که د بلګېټس ټوله پانګه موږ يو نوټ کړو، نو د یوځای څخه تر بل ځایه د وړلو د پاره به يې و ٧١٣ بوئنګ الوتوکو ته ض ورت وي او که دنوټو اوږدوالی په ترتیب سره ونښلو ، نو دهغه اږدوالی به دمځکي او سپوږمۍ تر مینځ له واټن څخه ١٤ واري زیات وي .
٨ ـ پر ٢٨ مه د اکتوبر ٢٠٠٧ د نوموړد ٥٢ کاله پوره سول ، که دی ۳۵ کاله نور ژوندی وي او په دغه زمانه کي دی وغواړي خپله ټوله سرمایه خرڅه کړي نو د و رځي به ٦،٦٨ میلیونه ډالره خرڅوي.
٩ـ که د مائېکروسافټ وینډوز استعمالونکي د کمپیوټر دهینګ (درېدلو) پر سر دی یو ډالر جریمه کړي نو د نړۍ دغه دوهم شتمن سړی به فقط په درېو کالو کي ډېوالي سي او په اصطلاح (پیاز په ګنډه، په ډوډۍ پسي به ګرځي).

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery