مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-06-10   مخپرونکئ : 086 - دبېنواخبریال- هرات

فایل سیستم(File System)

 

فایل سیستم(File System)

فایل سیستم داسې یو جوړښت دی دکوم په مټ چې دیوفایل نومول ،خوندې کول اوفایل ته لاس رسی ترسره کیږي .ویندوز ایکس پي په هارډیسکونو کې دری ډوله فایل سیستم کارولی ي :

۱-FAT (File Allocation Table)

۲- FAT 32

۳- NTFS (New Technology File System)

ددې لپاره چې دخپل کاراوسوادګرۍ لپاره مو ښه فایل سیستم غوره کړی اړینه ده  وپوهیږي چې فایل سیستم څنګه کارکوي همدارزا باید وپوهیږي چې څنګه  خپل فایلونه اوفولډرونه سنبال کړی ترڅو ځانګړي اواعتباري خبرتوکې م وله امنیتې پلوه خوندي وي .

کله چې تاسو فایل سیستم غوره کوی نو باید په پام کې ونیسی چې دغه فایل سیستم دکومو کارونو دسرته رسولو جوګه دی یا په دې مانا چې په دغه فایل سیستم کې تاسو خپل په زړه پورې کارونه اوچارې سرته رسولی شی اوکه نه؟ همداراز تاسو باید دهر فایل سیستم اړې (limitations) هم وپیژنۍ دنمونې په توګه :دهارډیسک میچ،دکلسټر میچ،دفایل میچ،اودنورو عاملو سیستمونو سره دکارکولو جوګه توب اوداسې نور.دویندوزایکس پې لپاره ترټولو غوره فایل سیستم NTFSدی .تاسوکولای شی ډیر په اسانۍ سره دFAT اوFAT 32 فایل سیستمونه په NTFS واړوی مګر کله چې تاسو فایل سیستم له FAT اوFAT32 څخه په NTFSواړوو بیا نه شی کولای دNTFS فایل سیستم څخه یې بیرته FATیاFAT32 ته واړوی ترڅو موخپل هارډیسک فارمټ نه کړی .

دFAT فایل سیستم دمایکروسافت ډاس س ه ډیر کاریدودFAT32 فایل سیستم بیاله ویندوز ۹۵ اونورسره منځ ته راغی مګر ویندوز ایکس پي دواړه یادشوي فایل سیستمونه کارولی شي .دFAT اوFAT32فایل سیستمونه ترمنځ په دریو غټو برخو کې توپیر لیدل کیږي :

۱- دهارډیسک میچ (Volume size)

۲- دکلسټر میچ (Cluster size)

۳- داچې له کومو عاملو سیستمونو سره کار کولی شي .

دیادونې وړده چې FAT کولای شي تر دوه ګیګابایټوپورې دهارډیسک میچ وکارولی شي له دې پورته نه شي کولای مګر FAT32 کولای شی د۳۲ګیګا بایټوپه میچ هارډیسک هم وکارولی شي .

اړینه ده چې که دهارډیسک میچ مو زیات وي نو په وړوبرخو یې وویشی چې دVolume په نامه یادیږي په FAT فایل سیستم کې تاسو کولای شی یوازې ددوه ګیګابایټوپه میچ والیوم جوړکړی له دې زیات نه شی کولای .مګر FAT32 تاسو ته تردې هم ډیر اسانتیا درکوي په دې مانا چې تاسو کولای شی له دوه ګیګابایټو څخه غټ میچي والیومونه جوړ مګر له ۳۲ګیګابایټو څ خه یې باید میچ غټ نه شي .

دFAT فایل سیستم د۶۴کیلو بایټو په میچ کلسټ ونه جوړوي مګر FAT32 د۱۶کیلو بایټوڅخه غټو کلسټرونو ته اجازه نه ورکوي دیادونې وړه دهر هغه فایل سیستم چې دهارډیسک دکلسټرونو میچ یې هرڅومره کوچنی وي ګټور دي ځکه چې خبر توکې په کلسټرونو کې خوندې کیږي اوکه چیرې کلسټر خراب شی نودهغه کلسټر ځای نشي کارول کیدای نو له همدې امله که کلسټر کوچنی وي اوخراب هم شي نو څه باک نشته اوکه فایل سیستم غټ میچې کلسټرونه جوړوي اوبیا زمونږ کلسټرخراب شي نو دخپل هارډیسک ډیر خبرتوکي اوډیر ځای له لاسه ورکوو نوځکه هرهغه فایل سیستم چې واړه کلسټرونه جوړوي غوره بلل کیږي .

بله مهمه خب ه داده چې دواړه FATاو FAT32 دوه عامل سیستمونه په یوه هارډیسک کې چلولی شي چې دDual boot ورته ویل کیږي .

دادواړه فایل سیسټمونه له عاملونو سیستمونه سره په لاندې توګه کار کولی شي :

وینډوز ایکس پي له FAT,FAT32 اوNTFS دریو واړو سره کار کولی شي .

وینډوز ۲۰۰۰ پروفیشنل هم له دریو واړو پورتینو فایل سیستمونو سره کار کولی شي .

 Windows NT Workstation 4.0 له NTFSاوFAT سره کارکولی شي مګر لهFAT32 سره کارنه شي کولی.

Windows 95, Windows 98 اوWindows Millennium یوازې له FAT اوFAT32 سره کارکولی شي دغه وینډوګانې له NTFS سره کار نه شي کولی.مایکروسافټ ډاس بیایوازې له FAT سره کارکولی شي له نورودوویانې FAT32 او NTFSسره کار نه شي کولای .

دیادونې وړده که تاسو غواړی دوه عامل سیستمونه یا دوه وینډوز ګانې په خپل کمپیوټر کې وکاروی نو باید دفایل سیستم اوعامل سیستم دواړو په غوره کولو کې مو پام وي .که چیرې تاسو دوینډوز ایکس پي پروفیشنل عامل سیستم کاروی اوغواړی بل عامل سیستم هم ولری نو اړیاست چې دFATاویا FAT32 فایل سیستم غوره کړی .

دفایل سیستم غوره کول

کله چې فایل سیستم غوره کوی باید لاندې ټکي په پام کې ونیسی :

۱- کمپیوټر څ نګه کاروی ؟
۲- کمپیوټر کې څوهارډیسکونه شتون لري

۳- دامنیت له پلوه ،دفایلونواوفولډرونو امنیت په پام کې نیسی که نه ؟

کله هم چې تاسو یو هارډیسک فارمټ کوی کولای شی له څو فایل سیستمونو څخه کارواخلی په دې شرط چې ستاسو هارډیسک به په څو والیومونو ویشل شوی وي اوهر والیوم کولی  شی دیوه ځانګړي فایل سیستم په مټ فارمټ کړی .

کله چې یو فایل سیستم غوره کوی لاندې توکې باید په پام کې ونیسۍ:

ایا کمپیوټر یو عامل سیستم کاروي اوکه ډیر یا په بل عبار ت ایا کمپیوټر به یوه وینډوز ولري اوکه څو ؟

ځکه هغه کمپیوټرونه چې ډیر عامل سیستمونه کاروي باید وڅیړل شي چې کوم فایل سیستم کارولی شي لکه م خکې چې یاد شول ځانګړي فایل سیستمونه له ځانګړیو عاملو سیستمونو سره کارکولی شي .

بله داچې دهغو هار یسکونو میچ چې په کمپیوټر کې دي باید معلوم شي ځکه هر فایل سیستم په ټاکلي میچ هارډیسکونو سره کارکوي لکه مخکې مو چې وویل FAT له دوه ګیګابایټو غټ والیوم نه شي کارولی .

بله داچې دفایل اوفولډرونو امنیت باید په پام کې ونیول شي که تاسو غواړی چې ستاسو فایلونه اوفولډرونه دې خوندي وي نوNTFSدفایلونواوفولډرونو خوندیتوب  دEncryption په مټ ترسره کوي اوهمداراز هرفولډر ته د اس رسي اجازي (Permission )هم سنبالوي .دیادونې وړده چې FAT اوFAT32 فایل سیستم ونه دغه اسانتیاوي نه لري .

 

 په سپیڅلې کلیواله مینه

ډاکټر ثواب الدین م خکښ

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery