مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-05-21   مخپرونکئ : ۸۵ بېنوا - هرات

دګټي ارزيابي - اکسیل (درېیم مطلب )

یوسفزی - هرات

 

تاسو د خرڅلاو لپاره بېلابېل توکي لر ئ او غواړئ په دې ځان پوه کړئ  چي کوم یو یې نسبت و بل ته ډېره ګټه کوي؟ د دې پوښتني دځواب لپاره له (Conditional Formatting) بولۍ (کمانډ) څخه کارواخلئ .

۱:-  په یوه نوې کارپاڼه (WorkSheet) کي د A په ستون کي  توکي ، دهغه په مقابل ستون (B) کي دهغوی قیمتونه او دقیمتونو په مقابل ستون (C) کي دخرڅلاو قیمتونه (هغه قیمتونه چي له مخي ئې تاسو غواړئ  خپل توکي د خرڅولو لپاره بازار ته وړاندي کړئ ) .

۲:-  لاندي بېلګي ته په کتو سره له D2 حجرې څخه نیولې بیا تر D6 حجرې  انتخاب او دغه فورموله ( =1-(B2/C2))  ټایپ کړئ .

۳:- په یوه وخت د Ctrlتڼۍ په نیو لو سره د Enter تڼۍ کښېکاږئ .

۴:- له فورمټ غورنۍ (Format Menu) څخه د Conditional Formatting بولۍ (کمانډ) انتخاب کړئ .

۵:- دکړکۍ په څرګندېدو سره د Condition 1 لاندي خوښ مېنو (Drop Menu) څخه Formula Is انتخاب  او په مقابل کي یې دغه فورموله (=D2=MAX ($D$2:$D$6))  ټایپ کړئ .

۶:- پر فورمټ (Format) باندي ټک او د Patterns Tab په ټاکلو سره یو رنګ له Color برخي څخه خوښ او د ok پر تڼۍ کلیک وکړئ .

بېلګه :

 

پښتو اکسیل - تېمورشاه یوسفزی

یادونه : دمحاسبې ته وروسته  د Product 3 توکی نسبت و  نوروتوکو  ته ډېرګټور تمامیږي ، څرنګه چي وینئ د Conditional Formatting په مټ ئې رنګ هم توپير لري.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery