مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-05-22   مخپرونکئ : 086 - دبېنواخبریال- هرات

Networking Basics Part1

ډاکټر ثواب ا دین مخکښ

 

Networking Hardware:

دلته به تاسو ته دشبکې له ډیرو بنسټیزو توکیو څخه پیل وکړو اوکرار کرار به دیوې پرمختللې شبکې دجوړولو تر اخرو پړاوونو پورې ولاړشو. په سرکې به دشبکې اړین توکي دروپیژنو اوداچې داتوکې څه دنده پرمخ وړي په دې هکله به درته مالومات د کړو:

۱- نیټورک کارډ(Network Adapter) :

په شبکې کې لمړی توکی نیټ ورک کارډ دی چې په راز رازنوم ونو یادیږي لکه :Network Card, Network Adapter, Network Interface Card اوداسي نور.مګر داټول نومونه دهماغه یوتوکي لپاره کارول کیږي چې مونږ اوتاسو یې دنیټ ورک کارډ په نامه پیژنو. نیټ کارډ په فزیکي توګه یو کمپیوټر له شبکې سره نښلوي ددغه توکي بنسټیزه دنده همدغه ګڼل کیږي دهمدغه نیټ کارډ له لاري کولی شي کمپیوټر له یوه شبکي اوپه پایله کې له انټرنیټ سره ونښلي .

دنیټ ورک کارډ په اړه ترټولو اړینه خبره داده چې ته باید پوه شي چې ایا دانیټ ورک کارډ ستا دشبکې له مزیو یا Media (میډیا کیدای شي مزي وي اویا کیدای شي بي مزیو یا وایرلس وي )   سره سرخوري اوکه نه؟ ځکه که ستاله مزیو یا میډیا سره کا ونه شي کړای نو بیابه تاسو ددي جوګه نه یاست چې له شبکې سره ونښلی . بله خبره داده که چیرې تاسو UTP, STP, Coaxial یاهم Fiber Optic مزي کاروی نو ددې لپاره هرمزي لپاره بیل بیل نیټ ورک کارډونه کارول کیږي نو له همدي امله باید دنیټ ورک کارډ دپیرودلو په وخت کې باید مزي په پام کې ونیسی چې تاسو کوم ډول مزي کاروی

داپورته یو نیټ ورک کارډ دی.

اوس مهالي نیټ ورک کارډونه دUTP(Unshielded Twisted Pair) مزي کاروي  دغه مزي له خپل پلاستیکي پوښ لاندې اته نورنري مزي په ځان کې لري  دغه مزي په ځانګړي ترتیب سره سنبالیږي اوپه سرکې یې دRJ45 په نامه پوښ(connector) ورکول کیږي .  دغه پوښونه لکه دټیلیفون دمزیو دپوښونو په څیر دي په دلږ توپیر اوهغه داچې دټیلیفون دمزیو پوښونه لږ واړه دي.  دټیلیفون مزي دRJ11 په نامه پوښونه کاروي مګر کمپیوټر دRJ45 په نامه پوښونه کاروي لکه په دالاندې څیره کې:

Hub and Switch:

لکه څنګه چې تاسو ته وویل شو چې کمپیوټرونه دنیټ ورک کارډونو په وسیله یو له بل سره نښلي په دې مانا چې دوی دنیټ ورک کار ونو له لارې خبرتوکي (Data) لیږي اوترګوتو کوي اودغه خبرتوکي دمزیو په مټ له یوه نیټ ورک کارډ څخه بل ته لیږدول کیږي  پس ددوکمپیوټرونو نښلول دمزیو په مټ خو زمونږ ټولې اړتیاوې نشي پوره کولی نو باید چې ډیرکمپیوټرونه ، پرینټرونه اونور شیان دمزیو په مټ سره ونښلووترڅو یوه غوره شبکه ورته وویلی شو نو اوس که مونږ غواړو دوه کمپیوټرونه سره ونښلوو نوباید دCross په ډول ورته مزی جوړ کړو اودکراس مزي له لارې به یې سره ونښلوو مګر دیوه غټ دفتر اوادارې لپاره داکار ناشونی دی پس داسې یوه مرکزي ټکی باید وي چې ټول توکې یې له لارې له یوبل سره ونښلي دلته دی چې دهب یا سویچ اړتیا پیښیږي  که څه هم چې Hubاوس ډیر نه کاریږي مګر بیاهم لږ رڼا به پرې واچوو. هب مختلف ډولونه لري مګرپه ساده توګه ویلی شو چې هب دRJ45 مزو دپورټونو(Ports) یو بکس دی چې په شبکه کې مختلف توکي یوله بل سره نښلوي  .لکه په دالاندې څیره کې :

هب دوه مختلفي دندې لري ، لمړی دنده یې داده چې ټولو هغو توکیو ته چې له شبکې سره نښتي دي دنښلیدو دیوې مرکزي ټکي په څیر کارکوي په دې مانا چې ټول باید لمړی له هب سره ونښلي اوهب بیا دوی یوله بل سره نښلوي . دهب بله دنده چې هب په ځان کې شته پورټونه داسې سنبالوي چې که یو کمپیوټر خبرتوکي بل ته لیږي نو هماغه خبرتوکي داسې یوه پورټ ته برابروي ترڅو هغه  چاته چې لیږل شوي هغه یې ترګوتوکړي .تاسو به دادحیرانتیا خبره وي چې که چیرته ډیر کمپیوټرونه له هب سره نښتي وي نو هب څنګه مالومولی شي چې داخبرتوکي دچا دي اوچاته یاني کوم کمپیوټر ته یې ولیږم . دغه کار هب نه بلکه نیټ ورک کارډ کوي هرنیټ ورک کارډ چې جوړیږي دهمغي جوړونکي کمپنۍ لخوا پري یوه شمیر ه وهل کیږي چې دغه شمیره دهر نیټ کارډ جلا جلا وي هیڅ دوه نیټ ورک کارډونه به ونه لیدل شي چې دغه شمیري یې یو شان وي دغه شمیري دMedia Access Control(MAC) ادرس په نامه یادیږي .

کله چې یوکمپیوټر چې له ایترنیټ شبکې سره نښتی وي وغواړي چې خبرتوکي بل کمپیوټر ته ولیږي اودادواړه کمپیوټرونه له یوې مرکزي توکي (هب)سره نښتي وي نو په دغه صورت کې خب توکي ټولو هغو کمپیوټرونو ته چې له هب سره نښتي دي لیږل کیږي هرکمپیوټر دغه خبرتوکي ګوري که چيري دده د نیټ ورک کارډ ادرس پري وهل شوی وو ترګوتو کوي يې که نه نو پریږدي یې ترڅو هغه کمپیوټر چې دهغه دنیټ ورک کارډ شمیره پرې وهل شوي ده یې ترګوتو کړي .

کله چې یو کمپیوټر وغواړي خبرتوکي ولیږي نو لمړی دی ګوري چې بل کمپیوټر خوبه خبرتوکي نه لیږي یاپه بل عبارت مزی بوخت دی که نه ؟که په همدغه وخت کې چې همداکمپیوټر غواړي خبرتوکي ولیږي مزی بوخت نه وي نو دی خپل خبرتوکي لیږي اوکه هم دغه وخت کې مزی دخبرتوکیو په لیږلو بوخت وي اوهمدا کمپیوټر هم خبرتوکي ولیږي نوددواوړ خبرتوکیو پاکټونه (Packets) سره ټکر کوي اوستونزه رامنځ ته کیږي نوپه دغه صورت کې که ټکر منځ ته راغلو نوداوړه کمپیوټرونه دیوه ټاکلي مهال لپاره تم کیږي اوبیا وروسته خپل خبرتوکي بیالیږي . نوڅومره چې کمپیوټرونه په یوه داسې شبکه کې چې دهب په مټ سره نښتي وي زیاتیږي  نو ټکرونه هم زیاتیږي اودشبکې اغیزمنتوب کمیږي همدالامل دی چې دسویچ (Switch) کارولو ته اړتیاپیښیږي .ځکه چې هب نه شي کولای ددغسې ټکرونو مخنیوی وکړي .سویچ هم ټول هغه بنسټیز کارونه چې هب یې ترسره کوي کولای شي مګر توپیر یې دادی چې سویچ ددوه کمپیوټرونو ترمنځ اړیکه ټینګولای شي په د ي مانا که یوکمپیوټر وغواړي بل ته خبرتوکي ولیږي  نوددې اړتیا به نه وي چې لمړی به داټولو کمپیوټرونو ته لیږي اوبیا چې دهریوه دنیټ ورک کارډشمیره پرې وه نوهغه  به یې ترګوتو کوي بلکه له هماغه کمپیوټر ته یې نیغ په نیغه لیږي اونور کمپیوټرونو ته هیڅ راز مزاحمت نه جوړوي لکه په هب کې

سویچ شبکه ډیره اغیزمنه اوښه کوي لمړی داچې ټکرونه له منځه وړي .بل ښه والی یې داده چې په یوه وخت کولی څو کمپیوټرونه کولی شي یوبل ته خبرتوکي ولیږي نه لکه دهب غوندي  چې لمړی به یو کمپیوټر خبرتوکي لیږي بیاچې مزی تش شو نوبیابه يې بل لیږي .

 

په سپیڅلې کلیواله مینه

ډاکټر ثواب الدین مخکښ

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery