مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-05-22   مخپرونکئ : ۸۵ بېنوا - هرات

له لېټر څخه و بېرل ، ګېلن ، کوارټر اکسیل (اووم مطلب)

 

له لېټر څخه و بېرل   ، ګېلن ،  کوارټر ( دګېلن څلورمه برخه) او پینټ ته تبدیلول

 

په لاندي کارپاڼه (Worksheet) کي دلېټر لپاره شمېره ټایپ سوې ده. غواړو چي نوموړې اندازه لېټر و بېلابیلو معیارونو ته واړوو. ددې کار لپاره  لاندي لارښود ته ستاسو پام ا اړوم .

 

۱:- د B1 حجره انتخاب او د ۱۵۰ عدد پکښي ټایپ کړئ .

۲:-  د B3 حجره انتخاب او ددې  فورمولې (=$B$1/158.98722)  په ذریعه ئې د لېټر څخه و بېرل ته تبدیل کړئ .

۳:-  د B4 حجره انتخاب او ددې فورمولې ( = $B$1/3.78541 ) په ذریعه ئې دلېټر څخه و ګېلن ته تبدیل کړئ .

۴:- د B5 حجره انتخاب او ددې فورمولې ( = $B$1/1.101241) په ذریعه ئې دلېټر څخه و کوارټر ته تبدیل کړئ .

۵:-  د B6 حجره انتخاب او ددې فورمولې ( =$B$1/0.5506)  په ذریعه ئې دلېټر څخه و پينټونو ته تبدیل کړئ .

 

یادونه

Quart: هغه پیمانه چي دوه پینټه (دګېلن څلورمه برخه) پکښي ځاییږي.

Pint: - یوه پیمانه چي تر نیم لېټر لږ او دګېلن تقریباً اتمه برخه کېږي.

 

برېښنالیک پته : techafghan@hotmail.com

یوسفزی - ه ات

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery