مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-05-22   مخپرونکئ : ۸۵ بېنوا - هرات

په يوه جابه کي دڅو دانو ايښوولو...- اکسیل (لسم مطلب)

په يوه جابه کي دڅو دانو ايښوولو محاسبه

مخکي له دې چي وخپلي محاسبې ته تم سو، اړینه ده چي یوه بېلګه وړاندي کړو او بیا دهغې پر بنسټ محاسبه ترسره سي. فکر وکړئ  په یو کارټن کي لس جابې او په هره جابه کي درې سوه (۳۰۰) دانې ځای نیسي .

 

پېرېدونکی (مشتري)  غواړي چي ۵۰۰ دانې ځان ته واخلي ، څو دانې باید په یوه جابه کي ځای پر ځای سي  چي دجابو شمېر یې هم درته  مشخص کړی وي ؟

 

ددې لپاره  لاندي محاسبې ته ستاسو پام رااړوم .

۱:- د A2 حجره انتخاب او پکښي د ۱۰ عدد ټایپ کړئ .

۲:- د B2 حجره انتخاب او د 50 عدد پكښي  ورکړئ .

۳:- د D2 حجرې په ټاکلو سره دغه فورموله (   =B2*A2) ټایپ کړئ .

۴:-  د A4 څخه بيا تر A7 حجرې پوري د ۲ او ۹ پوري اعداد ټایپ کړئ .

۵:-  د B4 حجرې څخه نیولې تر B7 حجرې پوري دغه لاندي فورموله وکاروئ .

=$B$2*($A$2/A4)

۶: د کنټرول تڼۍ ونیسئ او په یوه وخت د Enter تڼۍ وسره کښېکاږئ .

 

یادونه :  د A ستون کېدای سي چي خپل دمخ ستون ته چي (B) ده  ، داسي پایله ورکړي چي اعشارې اعداد پکښي راسي ، ددې لپاره چي تاسو وکولای سئ  خپل د پېردونکي لپا ه په صحیح توګه  ټاکل سویو جابو کي ۵۰۰  توکي ځای پر ځای کړئ ،  نو باید خپل له ځانه یوه بله محاسبه ورباندي ترسره کړئ .

 

ب ېښنالیک پته : techafghan@hotmail.com

یوسفزی - هرات

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery