مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 0000-00-00   مخپرونکئ : ۸۵ بېنوا - هرات

معجزه : دیوې هندۍ پېغلي له سترګر دژړا ...

تېمورشاه یوسفزی

معجزه : دیوې هندۍ پېغلي له سترګر دژړا په وخت وینه بهیږي.

 

 

داپېغله چي رشیده خاتون نومیږي دهند په شمال ختیځه برخه کي ژوند کوي ، نوموړې کله چي ژاړي نو دسترګو څخه  ئې داوبو  پرځای وینه بهیږي .

 

نوموړې کله چي عبادتځای ته ځي ، نو عبادت کوونکي په ډېر ي حیرانۍ سره ددې ومخ ته ګوري ، او ګوتي په غاښ پاته سي .

 

دهند په شم ال ختیځه سیمه ، پټنا کي چیرته چي نوموړې ژوند کوي ، یوه ډاکټر ویلي ، چي ددې مرض لپاره یې کومه دوا نه ده موندلې او نه هم په دې هکله مالومات ورکولای سي .

دغه مطلب چي په بې ابیلو ویب پاڼو او ورځپاڼو کي خپور سوی، خلکو ته هم دډېري حیرانۍ خبره برېښي .

سیمه ایز هندو روحاني نوموړې یوه معجزه ګڼي ، درشېدې خواخوږي ونوموړي او دهغې کورنۍ  ته بخښني وړاندي کوي .

 

رشیده په خپله په دې هکله وايي :

کله چي زه ژاړم ، د کوم درد احساس نه کوم، خو داوبو پرځای  دویني په لیدو سره یو څه  راته لړزونکې وي ..

 

تردې دمه کومي طبي پلټني  چي ترسره سوي  دي ، ددې پېښي کره علت یې نه دئ څرګند کړی .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery