مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-05-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

قوالي دتصوف روحاني زمزمي

عبدالاحد پيغام – كابل

عبدالاحد پيغام _ كابل د ۱۳۸۴كال دغويي ۲۴

قوالي دشرقي موسيقي هغه ځانګړي ،له سوزاوشوره ډ ك صنف دي چي شرقي هنرمندان اودنظرخاوندان يي دروح دثيقل كولو دواګڼي ،په قوالي موسيقي كي هم دموسيقي له اړخه اوهم دشعرله پلوه دوي داسي له اغيزاوتاثير څخه ډكي قوي په مينه التجا اوخلوص سره يوځاي كيږي چي اوريدونكي له ځانه سره ديوه روحاني سپيڅلي كيفيت روښانه لورته وړي اوديوه نوراني اغيزغيږي ته يي بيا يي ، ددي موسيقي داغيز يوبل لامل داهم دي چي دقوالي سندرغاړي په ناپايه سپيڅلتيا د كايناتودپروردګارپه

وړاندي دخپلو عواطفو اواحساساتو په ژبه دموسيقي دډيرو باريكواوزړه پارونكو سرونوپه ږغولوسره دالتجا اوعذرلاسونه پورته كوي او دسازونو اواوازونودنغمو په اغيزناكوګردشونوكي دروحاني وصال زمزمي ږغوي .

دنظردخاوندانواودموسيقي دعالمانوله نظره قوالي دشرقي موسيقي يوازني اغيزلرونكي صنف دي چي نه يوازي په شرق كي بي حسابه مينه وال لري بلكي ددي موسيقي ډيرمينه وال په غربي نړي كي هم شته اوغربيان ددي موسيقي روحاني اغيزته حيران پاتي دي.

دقوالي موسيقي موجد اميرخسروبلخي ګڼل كيږي چي وروسته له بلخ څخه و هندوستان ته كوچيدلي اوهلته يي دموسيقي په برخه كي داسي اكتشافات اوايجادات كړي چي دشرقي موسيقي ستربنسټونه ګڼل كيږي ،هغه نه يوازي شاعرو،بلكي موسيقي پوه ،موسيقي ږغونكي اودموسيقي دآلاتومخترع اوايجادګرهم و، دستار  او طبلي اختراع دده په وسيله ترسره شوي ده .

دطبلي بولونه ( تن تن ،دن دن _ نادن دن نا ،ناتن تن نا _دادن دن نا ،داتن تن نا ....) داميرخسروپه وسيله ايجادشوي دي ، دموسيقي ځيني ځانګړي خيالونه  دمثال په توګه دپسرلي اوبهار،اودځينونوروځانګړومناسبتونوپه اړه اهنګونه اوخيالونه دده لخوا جوړشوي چي شعرونه اوتصنيفونه يي هم دده دي ،د موسيقي دځينوراګونوپه جوړښت كي هم دده لوي لاس دي چي هغه راګونه اوس په شرقي موسيقي كي منل شوي راګونه دي ،قوالي موسيقي داميرخسروله نامه سره دومره تړلي ده چي دهنداوپاكستان هرقوال چي و غواړي په كوم مجلس اويا مناسبت كي قوالي ووايي نوارومروبه خپل مجلس داميرخسروپه دي شعرپيلوي :

نمي دانم چي منزل بودوشب جايي كه من بودم

به هرسوٰرقص بسمل بود وشب جايي كه من بودم

خداخودميرمجلس بود اندرلامكان (خسرو)

محمٰد شمع محفل بودوشب جايي كه من بودم

دقوالي موزيكال جوړښت :قوالي دجوړښت له مخي داسي سندروته ورته والي لري چي په غبرګواويا ګڼواوازونوكي ويل كيږي اوياهغوسندروته ورته والي لري چي دكورس په شكل ويل كيږي ، خودموسيقي دصنف بندي له مخي قوالي داسي په زړه پوري صنف دي چي هم دكلاسيكي موسيقي دحركاتواوتان وهلوزمينه په كي شته ،هم دسرګم داجراكولولپاره ښه ميدان په كي ليدل كيږي اوهم دكلاسيكي موسيقي دغزل له صنف سره ورته والي لري ،په ديتوګه ګوروچي قوالي موسيقي دڅواړخيز خصوصيت درلودونكي ده ،اودموسيقي په داسي  پراخ ميدان كي ځاي لري چي دموسيقي دنوروصنفونوازموينه هم په كي اجراكيداي شي چي دادموسيقي دعالمانوله نظره ديوه ډير اوچت اومعتبرصنف خصوصيت اوځانګړتيا ده ،دشرقي موسيقي د عالمانودويش له مخي دختيځ موسيقي په لاندي توګه صنف بندي اودرجه بندي شوي ده :

پيچلي اومغلقه كلاسيكه موسيقي :په دي موسيقي كي شعرنه زمزمه كيږي يوازي ځيني كلاسيك  منظوم الفاظ اوكلمات داسي زمزمه كيږي چي هنرمنددهغه په وسيله هغه راګ معرفي كوي چي دي يي وايي ،په موسيقي كي دغولنډوجملو  اودمنطومو كلماتومجموعي ته د راګ يا خيال ( ټيكه ) وايي لكه يوڅوك چي ووايي : ددي كورجوړول مي په ټيكه يا اجاره اخيستي دي ،داهماغه ټيكه ده چي ديوه ځانګړي راګ اوخيال دپاره ټاكلي شوي ده او دهمدي ټيكي په وسيله دغه راګ پيژندل كيږي ،كه څه هم دراګ دپيژندګلوي اساسي ځانګړتيا وي خودهغه موزيكال جوړښت دهغه دسرونوتعداددهغه رفت اوامد(اروهي اوامروهي )  اودهغه وادي اوسم وادي سرونه دي خوبيا هم ټيكه يوداسي قرارداددي چي په كاسيكه موسيقي كي هرراګ ته ايښودل شوي دي ، په دغه شان موسيقي كي دطبلي ډير مغلق پيچلي اوبلندپت  تالونه لكه تين تال ،جب تال ، روپك تال اونور....كارول كيږي

نيمه كلاسيك :داموسيقي دلومړي ډول په پرتله زياته پيچلي اومغلقه نه ده  ،تان په كي وهل كيږي سرګم (سا،ري،ګا ،ما ،پا ،دها ،ني ،سا )په كښي استعماليږي دتالونورفتارهم دمغلقي كلاسيكي په تناسب يوڅه تيز اوګړندي وي

خيال :خيال  دموسيقي هغه صنف دي چي دكلاسيكي موسيقي نه وروسته كتګوري كي راځي داډول موسيقي دكلاسيكي موسيقي په نسبت يوڅه اسانه اوساده وي ،يا دراګونولفظي ټيكي په كي داروهي اوامروهي دګردشونوپه توګه ويل كيږي اوياديوه ښكلي شعريوه برخه انتخابيږي اوهنرمند دبيلابيلوموزيكالو ګردشونوپه كارولوسره ټاكل شوي راګ زمزمه كوي دساري په توګه دبهروي  دخيال يوه لفظي ټيكه چي داسي ده :(بازوبنده كهلوكهلوجا) په خيال كي دطبلي تال هم دكلاسيكي موسيقي په پرتله دومره مغلق اوسخت نه وي معمولآ ددوهم كلاس له تالونوڅخه كاراخيستل كيږي لكه دادره ، كهروا،ټاپيه ،ګيده   اوداسي نور.....خيال دمغولي شاهانوپه دربارونوكي ډيرمروج و،اوپه همهاغه وخت كي يي ډيره پراختيا موندلي وه.

كتك موسيقي : كتك موسيقي دختيځي  موسيقي ډيرپه زړه پوري صنف دي دكتك موسيقي معمولآ دكلاسيكونځاګانولپاره استعماليږي ،اوهمداراز دهندوانوپه مذهبي مراسمو اونورو مناسبتونوكي  هم خاص اوځانګړي ځاي  لري .

ترانه :ترانه د ختيځي موسيقي يوبل ډول دي چي دټيكي الفاظ يي دطبلي بولونه تشكيلوي سندرغاړي دټاكلي راګ پا خيال پرمهال دطبلي بولونه يعني لفظونه زمزمه كوي اوپه دي توګه دراګ يا خيال جوړښت د خپل اوازپه وسيله  انځوروي دمثال په توګه دخداي بخښلي استادرحيم بخش هغه ترانه چي په بهروي راګ كي ويل شوي ده

نادردرتم ،تانه ديم ،ته دري نا _ نادردرتم ،تانه ديم ،ته دري نا

  غزل : غزل دشرقي موسيقي ډير خوږ اوزړه پارونكي  صنف دي چي بي شميره مينه وال لري   خودهنرمندانوشميريي دګوتوپه شماردي ځكه چي داصنف ځانته ځانګړي سندرغاړي اوله سر اوسوزه ډك اغيزلرونكي اوازغواړي ،يوازي هغه څوك ښه غزل ويلي شي  چي د رسا ،ښكلي اوجادويي ږغ څښتن وي ،دا چي غزل دشرقي موسيقي ډير طناز، پارونكي اوخوږصنف دي ،په هندوستان اوپاكستان كي هرسندرغاړي دي ته نه حاضريږي چي دغزل سندرغاړي شي ،ځكه هغوي پوهيږي چي دموسيقي دامينه ناك  صنف دڅه رازسندرغاړي اواوازغوښتنه كوي  ، هغوي په دي باوردي چي  هرڅوك نشي كولاي دغزل سندرغاړي شي اوكه چيرته داكوښښ هم وكړي نوكه دغزل ويلو لازم صلاحيت ونه لري ډيرژر به ددي غښتلي لوبي له ميدانه خارج شي .

په هندوستان كي دغزل اوسني مشهوراوپياوړي هنرمندان جيګ جيت سنګ ،انوب جلوتا ،پنكهچ اودهاس دي ،په پاكستان كي دغزل پياوړي سندرغاړي مهدي حسن صاحب ،اوغلام علي دي ،زموږ په هيوادكي متاسفانه دغزل داسي نامداره سندرغاړي نشته چي دلته مي نوم اخيستي واي ،خوپه پخواكي ډيرښه غزل ويونكي موجودوو،لكه استادقاسم ،استادشيدا ،استادسراهنګ ،استاد اولمير ،استادنبي ګل، استادرحيم بخش استاديعقوب قاسمي ،استادموسي قاسمي .

 لايټ غزل :دا ډول غزل دكلاسيك غزل سره يولږ غوندي توپير لري اوتوپير يي په دي كي دي چي دكلاسيكي غزل په پرتله يي دطبلي تالونه لږګړندي اوتيزغوندي وي اوهم په كي ځيني غربي الات هم كارول كيږي ،دمثال په توګه دپاكستان ډيرمشهور قوال نصرت فتح علي خان چي اوس مړدي پخپلو غزلوكي له ساكسافون څخه چي يوه غربي آله ده اوپه جازموسيقي كي استعماليږي ګټه اخيستل ،اويا دپنكچ اودهاس اكثرغزل ،لايت غزلونه دي ،دغه رازدهند په سينمايي موسيقي كي هم له  لايت غزل نه ډيره استفاده كيږي اوتقريبآ اوس دغزل داطرز داوريدونكودډيري پاملرني وړګرځيدلي دي

قوالي :په دي هكله خومواصلي بحث پيل كړيدي ،ځكه خودقوالي دښي پيژندني په مقصدمجبورشوچي حداقل دشرقي موسيقي په نوروا ساسي تقسيماتواوبنسټونوباندي هم وږغيږو ،خو په لنډه توګه ويلي شوچي قوالي موسيقي دختيځي موسيقي هغه صنف دي چي په زياته توګه اوكه ووايوپه كامله توګه دتصوف اوروحانيت په بنيادونوراايجادسوي ده، نوخطا به مونه وي كړي ځكه ددي موسيقي ايجاددهغه بيسټيزتاريخ اوجوړښت ته كه نظرواچوو،داخبره بيخي څرګنده اوله ورايه ښكاري خوهغه څه چي دي خبري ته لاپيا وړتيا وربخښي هغه همدااوس دقوالي داستعمال اوږغولوطرزاوطريقه ده ، په هندوستان اوپاكستان كي ددي موسيقي ترسره كولوته كه وګوروداموسيقي تل دلويو پيرانوپه زيارتونواونورومقدسوځايونوكي ترسره كيږي ترڅودخداوندي جلال ډيرښه رياضت ترسره شي لكه لعل وشهبازقلندر،سيوڼ شريف  ،په هندوستان كي هم ددغه شان قلندرانوپه زيارتونو، ددوي دعرس په مراسمواويانوروخاصووختونوكي ږغول كيږي چي روحاني ځانګړي كيفيت اودوجد اوسماع نوراني ماحول رامنځته شي  كه څه هم چي قوالي يوازي دتصوف اوروحاني كيفيت له مخي ايجاد شوي خواوس له مذهبي اوصوفيانه حدودونه رابهرشوي هم ده دهندوستان د فلمونوپه اكثروعاشقانه صحنوكي ورته ځاي وركړ شوي دمثال په توګه دليلي اومجنون دفلم زياتي سندري قوالي سندري دي اويادي ته ورته موسيقي ده .

زموږ په هيوادكي متاسفانه قوالي موسيقي دومره شهرت نه دي موندلي اونه هم داسي پياوړي اودپاملرني وړكسان شته چي په دي برخه كي علمي زده كړي ولري اويا هم ددي موسيقي درواجولوپه كاركي ونډه واخلي ،هسي خوپه ظاهره دكابل په شوربازار اوزاړه ښاركي يوه يادوي خانقاوي شته چي دجمعي په شپه دچشتيه طريقي ځيني  پلويان ورته راځي دموسيقي محفل جوړوي او صوفيانه موسيقي ږغول كيږي اوكله ناكله ځيني سندرغاړي دنوروهيوادونودقوالانودسندروڅخه په پيروي اوتقليد دقوالي په نوم څه ناڅه زمزمه كوي خودادقوالي موسيقي له ماهيت اواصليت سره ډير توپيرلري  دايوازي نعتيه كلامونه دي چي دموسيقي سره يوځاي ويل كيږي خوهيڅكله ورباندي دقوالي اطلاق نشوكولي .

دپښتنوپه موسيقي كي هم دقوالي ځاي خالي دي اوداډول صوفيانه اوروح ته پياوړتيا وركوونكي موسيقي متاسفانه په پښتني ټولنه  كي لاتراوسه عموميت نه دي موندلي اونه هم دپښتوژبي سندرغاړولاتراوسه دارازنوښت ته لاره موندلي ده ،دپښتنوكليوالي موسيقي دپښتنودكلتوراوفرهنګ هغه لويه اوستره خزانه ده چي تل به دپښتنوپه كلتوري تاريخ كي دپام وړځاي ولري خوپه ډيره خواشيني سره بايد ووايوچه په پښتنوكي لاتراوسه داسي پياوړي سندرغاړي ندي راپيداشوي چي هم دموسييقي په اصولواوبنسټونوباندي ښه وپوهيږي اوهم داسي علمي صلاحيت ولري چي دپښتوموسيقي درواجولو،اومعرفي كولوپه كاركي دهيوادپه دننه اوله هيواده بهر نړيوالوته داموسيقي وروپيژني او ددي موسيقي په پيژندنه اومعرفي كي لويه ونډه واخلي

خوددي پرخلاف  اوس غيرپښتانه لګيا دي ترڅودپښتوموسيقي له لاري ځانونو ته شهرت وګټي اوداهڅي يي پيل كړي چي دپښتوكليوالي موسيقي ډيرواصيلوسندروته دوخت اوموډسره سم داسي رنګ اوروغن  وركړي ترڅو له دي لاري شهرت ته ورسيږي

خبره په قوالي موسيقي وه په پښتوموسيقي كي دقوالي موسيقي رواج ترډيره حده نه ليدل كيږي اوكه ووايوهيڅ نشته نوګومان كوم چي څوك به موددرغوپه ګناه تورن نه كړي

دپاكستان په پښتني معاشره په خاصه توګه دپيښورپه مركزاوشاوخواكي به  كله ناكله يو ه اونيم پښتون سندرغاړي داهڅه كوله ترڅو قوالي ووايي اوځيني وختونه به يي داردوژبي نه په تقليد اوپيروي قوالي سندري ويلي ،دمثال په توګه يووخت خيال محمد داردوله طرزنه يوه دقوالي سندره راكاپي كړي وه خوشعريي پښتووو چي  ډيره مشهوره شوه دهغي سندري شعرداسي و:

ولګوي دم دم _  ورك به موشي غم غم

علي علي دم  دم _ علي علي دم دم 

خومتاسفانه اوس هغوهڅوته هم دسندرغاړوله لوري دپاي ټكي ايښودل شوي دي

يوه خبره چي ويل يي ډيرضروري ښكاري هغه داده چي دپښتنوپه ښاري اوكليوالي ژوند دواړوكي دځينوعنعنوي تعصباتوله امله د موسيقي دږغولو، رواجولو،اوپياوړتيا په وړاندي ډيرخنډونه شته چي داخبره ډيره دانديښني وړده  اوددي ويره شته چي دپښتنو كليوالي موسيقي چي ددي قوم دكلتوري اوفرهنګي شناخت يوه ډيره ستره برخه ده بيخي له منځه لاړه نشي

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery