مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-25   مخپرونکئ : 086 - دبېنواخبریال- هرات

کمانډ پرامپټ څخه ایکس پيuninstall کړو

ډاکټر ثواب الدین مخکښ

Uninstalling Windows from Command Prompt

څنګه کولای شو وینډوز له کمانډ پرامپټ څخه  uninstall کړو.

که چیرې تاسو وینډوز ایکس پی له وینډوز ۹۸،۹۸SEیا وینډوز Me څخه upgrade  کړي وي نوپه دغه صورت کې وینډوزایکس پی داتوان په ځان کې لري چې دکمانډپرامپټ  له لارې uninstall شي .

هسي خودوینډوزایکس پي دلیرې کولو معیاري لاره داده چې کمپیوټر boot کړی شی اویا دadd remove programs له چارې کارواخستل شي . اوکه چیرې تاسو نه شی کولای په عادي توګه ایکس پي وچلوی یاlogin شی نوبیا له safe mode څخه کاراخستل کیږي  اوبیا له مخکنیو یادو شو لارو کارواخلی ترڅو وینډوز ایکس پي له کمپیوټره لیرې کړی . که چیرې تاسو نه شی دsafe mode له لارې هم وینډوز لیرې کړی نوبیا باید تاسو دکمانډپرامپټ له لارې وینډوز له کمپیوټره لیرې کړی .

۱- خپل کمپیوټر safe mode ته بوځی (دکمپیوټر دچالانیدو په وخت کې دF8 تڼۍ کیمنډی) بیا دsafe mode له پاڼې څخه دsafe mode with Command Prompt غوراوی غوره کړی .

۲- په کمانډ پرامپټ کې cd\, ولیکی اودEnter تڼۍ کیمنډی .

۳- اوس دcd\windows\system32 کمانډ ولیکی اودEnter تڼۍ کیمنډی

۴- اوس دosuninst.exe ولیکی اودEnter تڼۍ کیمنډی .

ورپسې راتلونکې لارښوونې  تعقیب کړی ترڅو خپلې پخوانۍ وینډوز ته وروګرځی دیادونې وړده چې داکار یواځې دکمپیوټر Administrator په مټ کیدای شي .

په سپیڅلې کلیواله مینه

ډاکټر ثواب الدین مخکښ

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery