مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-11-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ايا دنړي بدبخترينه انسانان پيژني ؟ !

ژباړه : احمدشاکرعزيزي

 

توتوما ياماگاتچي (Tsutomo Yamaguchi):دغه جاپاني سړي چي اوس 93 کاله عمرلري، دتاريخ دبدخترينه انسانانوڅخه يوتن دي. په دوهم نړيوال جنگ کي دتاريخ لومړني اتومي بمونه پرهيروشيميا اوناکازاکي ښارونه وغورځول سوه او ياماگاتچي ددواړوبمباريوپه وخت کي په يادوسوښارونو کي شتون درلود.
د ١٩٤٥ کال داگسټ پر٦ ياماگاتچي دنظامي ماموريت ترسره کولولپاره دهيروشيميا ښارته داخل سو، اوکله چي يي وغوښتل دقطارڅخه پلي سي په همدي ښارکي دتاريخ لومړني اتومي بم دده څخه ٢ کيلومتره لري وغورځول سواوسترناورين يي رامنځ ته کړ.ددي چاودني له امله دياماگاتچي دغوږونوپردي پرى سوي اودلنډي مودې لپاره يي سترگوهم کارپرى ښود.هغه په هوايي نظامي اډه کي تريوي شپي تيرولووروسته تصميم ونوي چي وظيفه پريږدي اوخپل پلرني ښارته ستون سي.

لدي پيښي ٣ ورځي وروسته ياماگاتچي دناکازکي ښارته دخپل ريس دفترته ولاړي ترڅودتيري پيښي په اړه له هغه سره خبري وکړي اوناببره دتاريخ دوهم اتومي بم پرهمدي ښارددوي څخه ٢ کيلومتره لري وغورځول سو چي ټوله ښاريي وران ويجاړکړ.
ياماگاتچي ددي دواړوچاودنوڅخه ژوندي پاته او داتومي بمونودسرسختو مخالفينوڅخه سو. نومړي زيات شميرکتابونه دخپل تجربوپربنسټ ليکلي ترڅوعامه زهنونه داتوم بم دتخريب اوزيان څخه خبرسي.

روي ساليوان (Roy Sullivan): دى هم دنړي يوله بدبخترينه انسانانوڅخه دي. پرده ٧ ځله تالنده رالويدلي ده. دتالندي درالويدلواحتمال ١ په ٣٠٠٠ کي دي، ددي احتمال پربنسټ داچي داسړي ٧  ځله دتالندي دپيښي سره مخ سوي نو١ په ٢٢٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ دي. نوموړى دتالندي دټولو پيښوڅخه روغ پاته سو خود٧١ کلني په عمرکي يي دمرمي پوسيله خپل ژوند دلاسه ورکړ.

وايلت جسوپ (Vielet Jessop): دي هم دپورته کسانوڅخه ځانگړي توپيرنه لري. داځکه هغه پيښه چي موږ يوه هم تراوسه نده ليدلي نوموړي ٣ ځله تجربه کړيده.دوايلت کيسه هغه وخت پيل کيږي کله چي نوموړي په کال ١٨٩١کي د (المپيکا) په ستري بيړي کي دميلمه پال دنده پيل کړه.دهمدي کال د سپتمبر پر٢٠ نيټه دابيړى ناببره دبرتانيايي سمندري ځواکونو سره ټکرکوي اوډوبيږي. ددي بيړي ټوله کارکونکي اومسافرين ژوندي ژغورل کيږي چي وايلټ هم په همدي ډله کي وو. تردي پيښي وروسته وايلت وغوښتل چي خپل بخت ددوهم ځل لپاره وازمويي نويي په هغه ستره بيړي کي چي جوړونکويي گمان کاوه هيڅ ډول ځواک نسي کولاي دا بيړي (ټيټانيک) ډوبه کړي، دميلمه پال په توگه دنده پيل کړه. چي ټيټانيک کښتي په خپل لومړني سفرکي د کنگل دغره (يخي) سره ټکروکړاو ډوبه سوه.کله چي بيړي په شمالي اطلس سمندرکي دډوبيدوپه حال کي وه وايلټ وتوانيدي ترڅوخپل ځان وژغورونکي کوچني کښتي ته ورسوي اوپدي ډول دوهم ځل دستري تاريخي مرګوني پيښي څخه ژوندي پاته سوخوغميزه همدلته پاي ته نه رسيږي.
څوکاله وروسته هغه په بله بيړي (آبريتانيکاآ) کي د مخابره چي په توگه دنده پيل کړه.دابيړي هم په يوه سفرکي دسمندري بم سره مخ کيږي اوډوبيږي. داځل ژغورونکي کوچني کښتي موجودي نه وي، وايلټ مجبوره کيږي ترڅودځان دژغورلولپاره اوبوته ځان وغورځوي. کله چي ئي ځان وغورځاوه سريي دبيړي ديوي ټوټي سره مښلي اوبي هوښه کيږي، کله چي پرهوښ راځي گوري چي جوړتيار وچي مځکي ته رسيدلي دي.
وايلټ په ١٩٧١ کي دزړه دحملي له امله خپل ژوند دلاسه ورکړاودهغه جسدهم اوبوته سپارل کيږي.

وروستي بدبخته انسان هم ، جيسن و جني لارنس (Jason and Jenny Lawrence): دغه انگريزى ميرمن دخپل ژوند په اوږدوکي ٣ ځله دنړي دستروترورستي حملوشاهده ده.د سپتمبرد١١ پيښه به مو حتما پياد وي چي دامريکا دتاريخ بدترينه ترورستي حمله وه،دي ښځي پخپلوسترگووليدل.
څلورکاله وروسته دجنوري پر٧ په کال ٢٠٠٥ کي داښځه په لندن کي دانگلستان دتاريخ بدترينه  ترورستي حملي شاهده سوه. دلندن په متروکي په څوچاودنوکي شاوخوا  ٥٢ تنه ووژل سوه.
٣ کاله وروسته دي ميرمني دخپل ميړه سره دهندوستان دممبئي ښارته سفروکړ. هلته بياهم دابدبخته ښځه دهنددتاريخ دستري اوبدي ترورستي حملې شاهده سوه. دچاودنواوډزوپه لړکي ترسلوزيات وگړي مړه سوه.
که څه هم موږ په سرکي وويل چي پورته کسان بدبخترينه انسانان دي خو له بله اړخه دوي نيک بخته ځکه دي چي دوي له يادوسوو پيښووروسته ژوندي پاته سوي او په داسي پيښوکي ژوندي پاته کيدل ډيرلږامکان لري.

 (کابل)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery