مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-11-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د نړۍ تر ټولو ستره تفريحي کښتۍ جوړه شوه

نوراحمد( عايل)

په دې ورستيو کې د فنلنډ هېواد د ټورکو په ښار کې د نړۍ تر ګردو ستره کښتۍ جوړه شوه.
 
ددې سترې تفريحي کښتې د جوړولو چارې د ٢٠٠٦ زېږدي کال د فبروري په شپږمه پيل شوې وې ،چې د ٢٠٠٩ زېږدي کال د اکتوبر په  ٢٩ مه نېټه پاى ته ورسېدې. دکښتۍ د جوړولو فرمايش Royal Caribbean  International له خوا ورکړل شوى و او د ټورکو ښار د کښتۍ جوړولو يوه شرکت Turun Telakka جوړه کړه.
 
رويل کارابين نړيوال شرکت په امريکا کې د کښتۍ جوړولو ستره کمپنۍ ده، چې په ١٩٦٨ زېږدي کال يې بنسټ اېښودل شوى دى ، تر اوسه پورې يې Turun Telakkaشرکت ته د ١١ کښتيو د جوړولو فرمايش ورکړى دى ؛ دا کښتۍ سياحتي او چکري کښتۍ ده چې د کارابين په درياب کې به ګرځي راگرځي.
 
نوموړې کښتۍ چې Oasis of the Seas نومېږي د نړۍ د تر ټولو سترې کښتۍ ريکارډ  تينگ کړى دى .  بيه يې تر ٩٠٠ ميليون يورو لوړه ده ، چې تر اوس مهاله  د فنلنډ هېواد تر ټولو لوړ بيه صادراتي توکى هم دى .
 

ددې کښتۍ ځينې ځانګړنې په دې ډول دي
٢٢٠٠٠٠متره مربع د کښتۍ غولى
٣٦٠ متر ه اوږدوالى
٦٥ متره پلنوالى
٧٢ متره د اوبو له سطحې لوړوالى
او شاوخوا د ٦٢٠٠مسافرو او د٢١٥٠کښتۍ دچوپړوالو د وړلو وړتيا لري

د انځورونو لپآره دلته کلیک وکړی

http://www.oasisoftheseas.com/

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery