مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-12-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په ډېره اسانۍ سره خپل فولډر(لاک) کړی

عبدالغفارجُبیر

په ډېره اسنۍ سره کولای سی چی خپل فولډرچی هرځای وی وساتی اوکولپ ئې کړی، نن سباپه ماکیټوکی دفولډرګارډپه نامه سره ډېرمختلف سافټوېرونه شتون لری، چی ځینی ئې بې معنی اوځینی نورئې ډېرمشکل دی اوهرڅوک ورڅخه استفاده نشی کولای، چی دکمپیوټردمینوالولپاره ستونځی لری۔
زه اوس ډېره اسانه طریقه درښیم چی هرڅوک ئې پخپل کمپیوټرکی استعمالولای سی اوپه هروینډوزکی ورڅخه کاراخیستلای شی، ددې لپاره دلاندنیوټکوپه پام کی نیولوسره کارپیل کړی:
1 پرډیسک ټاپ باندی یوفولډرجوړکړی، اودخپلې خوښې سره سم څه انځورونه اونورتوکی ورواچوی۔
2 ودې فولډرته یونوم ورکی، دمثال په ډول سره Jubair
3 اوس ڼوټ پېډ پروګرام خلاص کی اوداپارمولاپکښې ولیکی:
Ren Jubair Jubair.{21ec2020-3aea-1069-a2dd-08002b30309d}
ددې فارمولې وضاحت داسی دی:
د Ren وروسته سپېس ووهی، د Jubair وروسته هم سپېس ووهی، اوددوهم Jubair وروسته ټکی ضروری دی۔
4 اوس دنوټ پېډداصفحه پر ډسک ټاپ باندی د Lock.bat په نامه سره محفوظه Save کړی، چی په نتیجه کی به هلته دامحفوظ سی ، اوپردغه نوی محفوظ شوی ایکن باندی ډبل کلک کړی چی ستاسوفولډرچی دجُبیرپه نامه مودرلودی درڅخه په بل شکل واوړی، چی دادکنترول پېنل دایکن بڼه ده چی څومره کوښښ وکی ستاسوهغه مخکنی فولډربیانه درته راځی، اووارخطانه شی، دافولډراوس بیرته خلاصوو، مطلب داچی دافولډراوس څوک نشی خلاصولای، اوکولپ شو۔
5 اوس که تاسی غواړی چی خپل په اصلی بڼه خپل فولډرخلاص کی اویایوڅه ورواچوی اویی هم وګوری نوددې لپاره دوې طریقې لرو:
1 نوټ پېډبیاخلاص کی اودافارمولاپکښې ولیکی، اوداځل داصفحه په Unlock.bat په نامه سره پرډسک ټاپ باندی Save کی چی ستاسومخکنی فولډربه پخپل شکل واوړی۔
2 دوهمه طریقه ئې داده چی هغه مخکنی نوم چی تاورکړی وو، هغه ددوهم ځل لپاره په Rename سره ورکی نوستاسوفولډربه پخپله بڼه واوړی اواصلی حالت ته به راسی۔
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery