مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-02-13   مخپرونکئ : ۸۵ بېنوا - هرات

د کمپیوټر مدیریت له لاري دیوزر جوړول

تېمورشاه یوسفزی

 

ایکس پي وینډوز کي دبېلابیلو لارو په استفادې کولای سئ یوزرونه جوړاو تري کار واخلئ .

دکمپیوټر مدیریت (Computer Management) له پروګرام څخه د لږې تجربې په درلودو  سره یوزر او همداډول یوزر ګروپ جوړ کړئ  .

کنټرول پانل کي کله چي تاسو یو یوزر جوړوئ ، کولای سئ چي دیوزر ترڅنګ دهغه انځور او همداډول دننتولو (Log in) یوه طریقه ورته انتخاب کړئ .

خو په دې پروګرام کي ددې  دوو کارونو پرته نور ډېر څه دیوه یوزر لپاره انتخابولی سئ .

دیوزر جوړولو لپاره یوه ترټولو چابکه او دډېرو توانمندیو لاره همدا ده چي تاسو ئې دکمپیوټر د مدیریت له پروګرام ترسره کولای سئ .

دکمپیوټر مدیریتي پروګرام دکنټرول پانل له Administrative Tools پوښۍ څخه خلاصولی سئ .

 

ددې پروګرام د کارولو لپاره :

 

۱:- لومړی کنټرول پانل ته ولاړسئ  .

۲:-  د Administrative Management پوښۍ راخلاصه کړئ .

۳:- د Computer Management پروګرام کلیک کړئ ترڅو نوموړی پروګرام راخلاص سي .

۴:- کله چي پروګرام  راخلاص سو، د System Tools لاندي د Local Users and Groups کمانډ انتخاب کړئ .

۵:- اوس به تاسو جوړ سوي ټول یوزرونه ووینئ ، چي دکړکۍ په کیڼ اړخ کي درته ښودل سوي دي .

 د Administrator  او Guest  یوزرونو نه پرته ښکاره یوزرونه د Internet Information Server لخوا کار ول کیږي ، البته که مخکي نوموړی پروګرام (IIS) انسټال سوی وي .

اوس دلاندي ګامونو په اخیستو سره کولای سئ ځآن ته یو یوزر جوړکړئ !

۱:- لاندي ځای ته ځان ورسوئ .

Computer ManagementàSystem Tools à Local Users and Computers

 ۲:- اوس دښي لاس کلیک وکړئ او بیا دمېنو څخه پر New User ټک وکړئ.

۳:- د نوي یوزر لپاره یوه کړکۍ راپرانیستل کیږي ،  ددې کړکۍ متنځایونه ډک  کړئ ، اوکه غواړئ خپل یوزر ته پسورډ ورکړئ ، د Password  مخي ته په متنځای کي ورته پسورډ ټایپ کړئ .

 

د User Must Change Password at Next Logon  خوښ بکس :

که داټاکنه انتخاب کړئ ، دیوزر لپاره به ورکړل سوی پسورډ دلومړي ځل لپاره دکاروني وړوي ، په دې مانا کله چي دلومړي ځل لپاره کمپيوټر ته په خپل یوزر ننوت ، باید پسورډ  ئې نوی کړي ، چي دهغې نه وروسته  به دخپل نوي پسورډ په ذریعه ننوزي .

 

د User Cannot Change Password خوښ بکس :

ددې ټاکني څخه هغه وخت استفاده وکړئ ، کله چي نه غواړئ یوزر دي ددې اجازه ولري، ترڅو خپل یوزر ته بیا ځلي پسورډ ورکړي ، بلکې هغه ستاسو ورکړل سوی پسورډ به ورته کافي وي .

 د Password Never Expires   خوښ بکس:

که تاسو د Group Policy کانفیکور (Configure) کړې وي ، ددې ټاکني په ټاکلو سره به دیوه  مشخص وخت نه وروسته پسورډ ونه ختمیږي .

دبېلګي په توګه که تاسو په ګروپ پالیسي کي ورته یوه میاشت انتخاب کړې وي ، ددې ټاکني په ټاکلو سره به دیوزر پسورډ دیوې میاشتي لپاره  داعتبار وړ وي .

 

د Account is Disabled   خوښ بکس :

ددې ټاکني په ټاکلو سره به دغه نوی یوزر جوړ سي ، خو غیره فعاله به وي ، او ترڅو چي غیرفعاله وي ، یادسوی یوزر به ددې توانایي ونه لري  چي سیستم (وینډوز ) ته ننوزي ، ترهغه وخته چي فعاله سوی نه وي .

اوس د Create تڼۍ په وهلو سره نوی یوزر جوړ کړئ .

تېمورشاه یوسفزی - هرات

نېټه

۲۰۱۰/۰۲/۱۲

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery