مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-02-13   مخپرونکئ : ۸۵ بېنوا - هرات

نوی سافټ وېر دي نه هایلایټیږي .

 

 

هرکله چي تاسو یو نوی سافټ وېرد مایکروسافټ وینډوز  په سیستم کي انسټالوئ ، په اتومات ډول نوم ئې دسټارټ مېنو پرمخ   په ژر رنګ هایلایټ (High Light ) کیږي ،  ددې کار اصلي موخه داده ، چي دنوي انسټال سویو پروګرامونو په پيداکېدو کي ستاسو سره مرسته وکړي .

که ستاسولپاره  دغه هایلایټینګ (Hight Lighting) یوډول زړه بوږنونکې ښکاري  ، کولای سئ چي په ډېري اسانۍ سره ئې غیرفعاله کړئ .

 

ددې کار لپاره :

۱:- سټارټ مېنو کلیک کړئ .

۲:- کنټرول پانل کلیک  کړئ ترڅو راخلاص سي .

۳:-  کله چي کنټرول پانل راخلاص سي ، د Taskbar and Start Menu آیکن کلیک کړئ .

۴:- دڅرګندي سوي کړکۍ څخه د Start Menu ټوپ  کلیک کړئ .

۵:- د Customize  تڼۍ کښېکاږئ .

۶:- یوه بله کړکۍ پرانیستل کیږي ، ددې کړکۍ څخه د Advance  ټوپ کلیک کړئ .

۷:-د Start Menu Settings تر عنوان لاندي دوهم خوښ بکس چي عبارت له Highlight Newly Installed Programs دئ ،د ټیکمارک علامه ئې لیري کړئ .

۸:- د Ok تڼۍ کښېکاږئ .

۹:- مخکنۍ کړکۍ ته به ستون سئ ،  د Apply  او بیا د Ok تڼۍکلیک کړئ .

 

تېمورشاه یوسفزی

نېټه

۲۰۱۰/۰۲/۱۴

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery