مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-05-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دنړۍ په اړه ځيني په زړه پوري معلومات

عصمت الله عزام

دنړۍ ترټولوغټ اومشهورپوهنتون (ايم،وي لومونوسوف)دی،چي دماسکوپه ښارکي موقعيت لري داودانۍ (32)پوړه(منزله)ده اوڅلوېښت زره کوټې اوتالارونه لري .
دنړۍ ترټولولوی کتابتون دامريکادکانګريس دی چي په هغه کي 98ميليونه مختلف النوع کتابونه اېښودل شوي دي.
           ترټولولوړه مناره په مراکش کي دحسن ثاني دجامع جومات ده چي څوکاله دمخه جوړشوی او176متره لوړوالی لري .
په نړۍ کي لوی موزيم دنيويارک موزيم دی چي په هغه کي 35ميليونه مختلف قديمي اولرغوني آثارځای په ځای شوي دي .
           په نړۍ کي ترټولودزياتوخاموتېلوتوليدوونکی هيوادروسيه ده،بياسعودي عربستان دی خوترټولوډېرمصرفوونکی هيوادامريکاده چي په ورځ کي تقريباًڅوارلس نيم ميليونه بېلره تېل مصرفوي
ترټولولوی پارلمان دچين پارلمان دی چي دغړوشمېرئې:2978تنوته رسيږي
دکاغذترټولولوی توليدوونکی هيوادامريکاده چي کلنۍ اندازه ئې :68ميليونه ټنه ده چاپان په دوهم نمبراوکاناډاپه دريم نمبرکي ځای لري.
دنړۍ ترټولولويه ټاپووزمه دسعودي عربستان،يمن اوخليج ټاپووزمه ده چي 3250000کيلومتره مربع مساحت لري
دابادۍ په لحاظ دترټولولوی ښاردهنددبمبئ ښاردی چي:(12383100)ابادي لري.
            ترټولولوړه دغره څوکه په نېپال کي د:ماونټ ايورسټ څوکه ده،چي (8850)متره لوړوالی لري .
ترټولولوي سياره (ستوری)مشتري دی خوپه رڼاکي ترټولوزيات زهری دی اوپه  چټکوالي کي عطاردترټولودمخه دی .
ترټولولوی هوايې ډګردسعودي عربستان دپلازميني رياض دشاه خالدنړۍ وال ميدان دی چي تقريباً86کيلومتره مربع دی،خوترټولوزيات مصروف دامريکادشيکاګودی .
ترسمندرلاندي ترټولولوی سورنګ په جاپان کي دی چي درې پنځوس نيم کيلومتره اوږدوالی لري اودرېل ګاډي پټلۍ پکي غزېدلې  ده .
دنړۍ ترټولواوږدسړک امريکن های وي دی چي 24140کيلومتره دی دالاسکاڅخه پيليږي اودچلي دسانتياګوڅخه تېريږي اودارجنټاين پايتخت ته  رسيږي .
ترټولولوی اسلامي هيوادسوډان دی چي (2503890)کيلومتره مربع دی اوورپسې الجزائزاوسعودي عربستان دی البته دنفوسوله امله
اينډونيزياترټولواسلامي هيوادونودمخه دی اودکال:1999دسرشمېرني په اساس ئې نفوس:184063000تنه دی بنګله دېش اوپاکستان په دوهمه اودريمه درجه کي دي .
دامعلومات په يوه مجله کي ووچي په کال:1383هجري لمريزکال کي چاپ شوې ده ديادوني وړده چي کېديشي ځيني شيانواوس تغييرکړی وي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery