مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-07-07   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

د تکړه سندرغاړي نازيه اقبال سره مرکه ( کندهار)

احمد لودين

په کندهار کي د بينوا دفتر ( احمد لودين )

د مستي او شهکاري سندرغاړي  نازيه اقبال سره مرکه .


د بينوا ويب پاڼي  درنو لوستونکو !  په دي وروستيو کي  ځوان ژورنالست جاويد احمد تنوير د بري پښتونخوا د صوات دسيمي د وتلي او پيژندل سوي سندرغاړي نازيه  اقبال سره مرکه کړي ده . نازيه اقبال څه موده مخکي د خپل خاوند جاويد فضاء  سره کندهار ته راغلې وه  چي په کندهار کي د بينوا د دفتر  همکار  جاويد تنوير د هغې پر ژوند او مست هنر ور سره ږغيدلى دي . دا دى تاسو يي هم ددي مرکي بشپړ متن يوازي له بينوا  څخه ولولى
  .

د   ځواني او پښتنې سندرغاړي

  دنازيه اقبال سره د بينوا ځانګړي مرکه

نازيه اقبال د جاويد تنوير سره د مرکي پر مهال

مرکچي : جاويد احمد تنوير

ميلمنه : نــازيـــه اقـبــــال

سوال: لومړۍ داچي تاسو زموږ سره مرکي ته حاضريږي ډيره مننه کوواو ښه راغلاست درته وايو.
جواب : مننه ډيره مننه جاويد جانه !
سوال: داچي ستا د نامه سره ټول اشنادي نو د نوم د پوښتولو څخه تيريږو رابه سم ستا د هنر په اړه به درڅخه و پوښتنم چي لومړي مو دي هنر ته څنګه مخه کړه ؟
جواب: ټولو نه مخکي ګرانو لوستونکو ته زما له طرفه د ميني او اخلاص ډير ډيرسلامونه او زه د شپږو کالو وم چي زما پلار وو خداي دي وبخښي چي هغه به نور انجونوته تمرين ورکول په صوات کي نو زه به د خپل پلار سره تلم نو د هغه راهيسي زما شوق پيداسوي وو چي زه د شپږو کالو وم چي داهنر ته مي مخه کړي ده .
سوال: لکه څنکه چي تا مخکي په خپلو خبرو کي وويل چي زما پلام په صوات کي انجونوته د هنر تمرين ورکاوه که دا راته ووايي چي اصلي د کوم ځاي اوسيدونکي يي ؟
جواب: هو زه اصلي د صوات يم او زما اصلي ټاټوبي هم صوات دي .

نازيه اقبال د نعت شريف د ويلو پر مهال


سوال: لومړي مو په مکتب کي تراني ويلي دي د هم هغه وخته راهسي دي سندري پيل کړي  که يا د بلي لاري دې هنر ته راغلې يي ؟
جواب: نه لومړي په صوات کي دودي حال ورته وايي هلته مي لومړي سندره ويلي ده بيا د هغه نه وروسته پيښور ته راغلم  هلته بيا تشتر حال کي څه ځانګړي شو  وه هلته مي سندري وويلي اوهلته مي خپله اواز پورته کړه چي په دغه شوو کي ماجوبينه هم وه فرزانه هم وه هغه وخت کي زه ډيره وړه وم په دغه پروګرام کي يي نمبري هم ورکولي نو ماته يي ترټولو زياتي نمبري راکړلي د عمر په لحاظ باندي او د فن په لحاظ باندي .
سوال: کله چي دي سندره لومړي په هم هغه ځاي کي وويل او په ټولو کي تا ډيري نمري يووړلي څه احساس دي کوي؟
جواب: په دغه پروګرام کي چي ماډيري نمبري يوړي زه ډيره خوشحاله وم زما دغه خواهش وو چي زما نوم وي او ما خلګ وپيژني چي دا نازيه اقبال ده لکه څنګه چي دانوري سندرغاړي وي نوموړي ګلنار بيګم او کشورپا زه دوي نه زياته متاسيره وم او ډير زيات مي ددوى اواز خوښ وو نو ما ويل چي زه هم ددوي غوندي جوړه سم بس د الله فضل کرم دي اوس مي دادي داځاي ته ځان رارسولي دي چي دا پښتانه او دا افغانان مي ډير قدر کوي او دوي زيات زما اواز خوښوي زه ددوي ټولو څخه زيات تشکر کوم .
سوال: داچي اوس دي تر دي ځايه ځان رارسولي دي کله دي هم دافکر کړي چي زه به دومره ورسيږم او دومره مينه وال به پيداکړم؟
جواب: زما يقين هم نه وو خو زه به دا ووايم چي د الله په در کي د هيڅ کمي نسته د الله څخه چي بنده هر شي وغواړي الله يي ورته ورکوي .
سوال: هو موسيقي مو د کوم ځاي څخه راپيل کړه د ساري ګامه پا څخه مو پيل کړه که يا لومړي  دي اواز پورته کړه؟
جواب: يا لومړي مو د ساري ګامه پا څخه شروع کړي ده ددي فن شروع هم د همدي څخه کيږي که يو سندري غاړي ځان جوړول غواړي نو هغه به اول د کلاسيکل څخه شروع کوي ولي بهر خو خلګ دا نه اوري خو اواز په دي جوړيږي .
سوال: کله چي مو لومړي سندرو ويلو ته مخه کړه لومړي استاد مو پدي برخه څوک وو ؟
جواب: زما سره پدي برخه زما پلار ډير کوښښ کړي دي او زما لومړبي استاد هم زما پلار وو د ماشومتوبه څخه به هغه شپيلۍ ږغول ما ته يي هم زده کړه او زه يي د هغه سره تياره کړم .

 

نازيه اقبال جاويد فضا  او جاويد تنوير


سوال: ددي څخه دا معلوميږي چي په دي برخه ستاسو پلار ستاسره ډير کومک کړي دي نو طبعي خبره ده چي د کورني لخوا به سندرو ويلو ته هم تشويق سوي يي؟
جواب: هو بلکل زه چي نن هر څه يم اول د الله او بيا د خپل پلار له وجهي يم .
سوال: د سندرو ويلو پر مهال کوم راګ ډير زور درته غواړي ؟
جواب: نن سبا دا پوک سندري دي زموږ دا پښتو خبره ده چي وايي هر کاڼي چي پورته کوي لاندي تر سندرغاړي پروت وي ها ها ها... داسي مثال وي او سخت کار خو دادي چي کلاسيکل څوک وايي او غزليات څوک وايي دا ډير سخت دي پوک سندري خو اسانه دي او هرڅوک يي وايي .
سوال: په افغانستان  کي مو د کوم سندرغاړي و سندرو ته په خپل زړه کي ځاي ورکړي دي ؟
جواب: په افغاستان کي هغه سندرغاړي هغه ګانه چي يي ويلي ده چي وايي (اي زما ياره ) فرهاد دريا اواز مي اوريدلي دى خو ښه راباندي لګيږي نور مي د افغانستان سندرغاړي نه دي اوريدلي خو شايد نور هم ښه ښه سندرغاړي پکښي وي خوما نه دي اوريدلي .
سوال: هلته په صوات او يا هم  په خپله سيمه کي مو د چا اواز او  د چا سندري ډيري خوښيږي؟
جواب: په ښځو کي ما مخکي هم درته وويل چي کشوررپا او ګلنار بيګم اوازونه مي ډير خوښيږي.
سوال: په نارينه وو کي مو د چا سندري ډير خوښيږي؟
جواب:  په نارينه وو کي مي د  ماسټر صاحب موسيقي او اواز مي خوښ دي او اماس خان هم ښه موسيقي کوي په ما باندي ددوي موسيقي ډيره ښه لګيږي نن سبا ګلالي سندري غاړي چي زه د هغه په موسيقي کي لګيا يم شوروات يي هم له مانه کړي دي او موسيقي ته هم ما را مخ ته کړي دي ولي هغه رباب ږغونکي دي ما ورته ويلي دي چي ته موسيقي وکړه ماته يي خور ويلي دي او زما په دين او دنيا ورور دي د هغه موسيقي مي هم خوښيږي.

نازيه اقبال  سوال ته د ويلو پر مهال


سوال: داچي تاسو ډيره مشهوره ياست او په سلهاو سندري او په لس هاوو کسيټونه مو ټولني ته وړاندي کړي دي داسي يوه ورځ راغلي ده چي سندره موويلي ده او بير ته پر پيښمانه ياست چي کاش داسندره مي نه وايي ويلي ؟
جواب: هو زما په سندرو کي داسي سندري هم راغلي دي چي ما په فلم کي ويلي دي خو په فلم کي هغه کيسي مطابق سندره واچوي چي په هغو کي يوه ګانه مي داويلي ده چي ( په محبت کي مي جانان رانه کوکي غواړي ) په دي بيا زه وروسته ډيره خفه وم ځکه چي د اخلاقو نه بهر ټکي پکښي راغلي وه او ما ته د اخلاقونه بهر ټکي ښه نه ښکاري او په کسيټو کي به تاسو اوري چي داسي يو الفاظ به نوي چي په هغه کي داسي بحث سوي وي لکه څنګه چي ما مخکي په هغه ګانه کي درته وويل نو زه په خپله هغه پروډيو سر  ته وايم چي يا زه دا ګانه نه کوم او يا راته داټکي بدل که .
سوال: په دي ورستيو کي ستاسو نوي سندري هم راغلي دي مشهوره سندره مو کومه سندره ده درته  په ياديږي چي ډيره مينه وال لري؟
جواب: زما اوس يو کيسټ ثبت کړي دي په اوس وخت کي هغه ډير مشهوره دي چي زه کله افغانستان ته راسم نو ډير ماته خلګ د هغه فرمايش کوي او زما څخه يي د  نشر غوښتنه کوي چي ددي کسيټ نوم دي (موډ به نه خرابوي) او سندره هم همداده چي (موډ به نه خرابوي) .
سوال:دغه سندره چي تاسو وويل په پاکستان کي ډير مينه وال لري او که په افغانستان کي او افغانستان ته چي تاسو کله راځي څومره  خوشحاله ياست؟
جواب: په پاکستان کي هم ډيره مينه وال لري او په افغانستان هم ډير مينه وال لري ولي زه چي کله افغانستان ته راځم چي تقريبا څلور ، پنځه ځله راغلم نو کله چي زه خبره سوم چي د افغانستان پروګرام دي نو زه ډيره زياته په خوشحاله سوم او ډيره په خوشحالي راځم ولي چي د افغانستان خلګ زما ډير قدر کوي او زما د اواز سره ډيره مينه لري خو په پاکستان کي هم زما د اواز قدر کوي خو په افغانستان کي ماته ډير قدر راکوي که هغه په ننګرهار کي وي ، که هغه په کابل او يا کندهار کي وي ماته ډير عزت راکوي.
سوال: کندهار ته چي دا مهال راغلي يي دا دي لومړي ځل دي که بل ځل هم راغلي يي؟
جواب: بلي دامي لومړي ځل دي چي داښايسته ولايت ته راغلي يم .
سوال: ايا د کندهار په اړه به دي مخکي اوريدلي وه که يا ؟  څه احساس کي چي کندهار ته راغلي يي؟
جواب: ما خو د کندهار ډير صفت اوريدلي وو او واقيعآ ډير ښايسته ځاي دي دلته د باباولي صاحب د زيارت ډير صفت مي اوريدلي وو دلته موږ راغلي يو ډير عزت مو وسو او د ننګرهار والي ګل اغا شيرزي موږ ته ډير قدر راکړ خداي دي د کندهار اوسيدونکو ته قدر ورکړي .
سوال: موږ هم په دي هيله يو چي تاسو به د کندهار څخه ښي خاطري وړي ، که دا راته ووايه چي شوخي سندري يا مستي سندرو مو خوښيږي که ارامي ؟
جواب: زما خو ارامي سندري خوښيږي خو ليدونکو او اوريدونکو غوښتنه ده چي بايد مستي سندري ووايم خو بيا هم دا وايم چي د چا په شوخي سندري خوښيږي او د چابه ارامي سندري خوښيږي خو هغه څوک چي ارامي سندري اوري ارامي سندري وايم او چي شوخي سندري اوري هغو ته شوخي سندري وايم .
سوال: آغلي نازيه اقبال دا راته ووايه چي په څو ژبو مو سندري ويلي دي ؟
جواب: ما په بيلا بيلو ژبو سندري ويلي دي په پښتو مي هم ويلي دي تاسو ته معلومه ده چي پښتو زما خپله ژبه ده ، فارسي مي هم ډيري سندري ويلي دي ، افريدي ژبه ، اوردو ژبه او په انګليسي مي هم ځيني سندري ويلي دي .

سوال: دا راته ووايه چي په دغو ژبو چي تا سندري ويلي دي ايا خبري هم پري کولاي سي که څنګه ؟
جواب: پښتو خو مي خپله ژبه ده ، په فارسي اول نه پوهيدم خو کله چي مي ستاسو افغاني سره واده وسو نو اوس فارسي ويلاي سم او  په نورو ژبو خبري نه سم کولاي ولي سندري مي پر زده دي .
سوال: داچي تاسو په افغانستان کي د يوه افغان سره واده کړي دي د پښتو ژبي په اړه څه وايي ايا داژبه دي خوښه ده ددي ژبي لهجي دي خوښي که يا ؟
جواب: زه په افغانانو فخر کوم چي ما د يو افغاني سره واده کړي دي ولي چي زما دا هيله وه چي زه به واده کوم نو د يو افغاني سره به واده کوم ولي چي زما کورني زما سره موافقه نه وه ولي چي يوازي زما هيله وه ما به ويل چي اول به واده نه کوم بيا چي کوم يي د يوه افغاني سره کوم او بل د خپل زړه خبره مي تاسو ته دا کول چي تلويزيونه نه ګورم او زما شوق د ټي وي سره نسته خو کله چي ځيني ټلويزيونونه  ګورم نو بيا شمشاد تلويزيون او داسي نور تلويزيونه ګورم او افغانان پکښي پښتو وايي نو ما ته ډير ښه خوند راکوي او زه ستاسو د پښتو سره ډيره مينه کوم او هم هغه تلويزيونه خاص او خاص د همدي لپاره ګورم ولي زموږ او ستاسو  پښتو فرق کوي .
سوال: اغلي نازيه اقبال دا ستا زموږ د افغانانو سره او د زموږ د پښتو سره مينه ده او زموږ افغانان هم ستا د سندرو او اواز سره ډيره مينه لري ، کله چي ته په افغانستان کي کنسرټ ورکوي د افغانانو تشويق څه ډول بولي ؟
جواب: ما ډيره تشويقوي ډير خوشحال پروګرام وي څوک اتڼ کوي څوک په خپلو ځايونو کي ناست وي زمزمي کوي نو ډيره په خوشحالي سره ترسره کيږي او زما ډير عزت کوي په افغانستان کي هيڅ وخت داسي نه دي راغلي چي زه په پوه سوي يم چي دغه کس دي زما عزت نه وي کړي نو الله دي د افغانانو عزت وکړي .
سوال: کله څنګه چي تاسو وويل چي ما د يو افغان سره واده کړي دي راته ووايه چي څو اولادونه لري؟
جواب: ډير ښه ما واده هم د افغاني سره کړي دي او تاسو ورته کوچنيان واياست او موږ ورته ماشومان وايو زما شکر دري ماشومان مي دي چي دوي لوڼي او يو زوي دي .
سوال: پلان لري چي په خپلو اولادونه به هم د سندرو ويلو  لړي ته تشويق کړي که يا؟
جواب: نه زه نه غواړم چي خپل اولادونه سندرو ويلو ته تشويق کړم ولي چي نه زما دا هيله ده او نه زما د خاوند دا هيله ده ولي چي زه په خپلو بچو باندي اول حاديث د قران سبق پري زده کول غواړم او بيا تعليم پري کوم .
سوال: اغلي نازيه اقبال په دي ورستيو کي مو د رحيم شاه سره هم سندري ويلي دي په دي هکله ته څه وايي چي څو سندري مو ورسره ويلي دي مينه وال لري که يا ستا د خاوند موافقه وه او که څنګه؟
جواب: ماته اول معلومه نه وه کله چي زه سټيډيو ته راغلم ما سندره يوازي وويل او په هغه سټيډيو کي نور سندري غاړي هم سندري وايي نو چي کله هغه سندره چي تور اوربل راخور که نو چي کله زه کورته راغلم نو هغه زما سندره د رحيم شاه د سندري سره يوځاي کړي وه نو ورسته زه پوه سوم چي دغه رحيم شاه دي ولي مخکي ما رحيم شاه نه پيژندي ، نو اوس هم چي کله زما سندري راځي هغه به يوازي زما د خاوند سره وي او زه نه د بل چا سره جوړه سندري وايم او نه به يي ووايم .
سوال: يعني تاچي د رحيم شاه سره سندري ويلي دي دا ستا او ستا د کورني خوښه نه وه؟
جواب: نه بالکل نه ما ته معلومه نه وه چي دغه رحيم شاه دي او زما سندره د رحيم شاه سره يو ځاي کيږي  که داسي خبره وايي نو ګر سره به مي په هم هغه سټيډيو کي سندره نه ويلاي خو اوس به زه لومړي پوښتنه کوم چي زما سندره د چا سره ده که زما د خاوند سره وه نو وايم به يي او که نه وه نو نه به يي وايم .
سوال: کله چي مو د رحيم شاه سره هم هغه سندري په کور کي د خاوند سره يو ځاي وليدلي ستاسو په منځ کي خو به يي کوم جلا والي نه وي راوستلي؟
جواب: نه زما او زما د خاوند په منځ کي يي هيڅ جدايي نه ده راوستلي ولي زما خاوند سندري غاړي نه وو ما دي ته تشويق کړي چي بايد سندري ووايي ولي زما د واده وروسته ما د هيڅ يوه نارينه سره جوړه سندري نه دي ويلي نو که مي ويلي هغه به يي هم د خپل خاوند سره وايم  اوس چي هم ځيني سندري زما جوړه راوتلي دي هغه هم  کسيټو والا سره يوځاي کړي دي ګني ما ندي ويلي .
سوال: اغلي نازيه اقبال دومره سندري مو ويلي دي او دومره مينه وال لري ايا اسلام ته مو هم څه کړي دي که يا ؟
جواب: هو بالکل د اسلام جار او تر دين قربان له وړکتوبه مي د دين سره شوق او علاقه وه يوازي دانه چي زه سندري وايم ولي ددين سره مي هم ډير شوق دي زه اوه کلنه وم چي قرانکريم مي ختم کړاو زه هم په پنځلسوورځو کي په کور کي يو ځل قرانکريم ختموم او خپلو والادونو ته يو ځلي سهار او يوځلي ماپښين د قرانکريم درسونه ورته وايم او همدرانګه زيات حديثونه مي هم يادي دي او د حديثو سره مي زيات شوق دي او ډير کتابونه يي هم راته پراته دي .
سوال: اقبال په دي ورستيو کي مو نعتونه هم ويلي دي په دي هکله څه وايي؟
جواب: هو نعتونه مي دري کسيټه ويلي  دي او پر هغو مي يوه روپي هم نده اخيستي ولي چي په هغه کي د الله او محمد نومونه راغلي دي نو ځکه مي د نعتونو سره ډيره مينه ده او غواړم په راتلونکي کي هم ډير نعتونه ووايم .
سوال: د چا شعرونه مو ډير ويلي دي ؟
جواب: شعرونه مي د بيلا بيلو شاعرانو دا ويلي دي لکه د الفت صاحب ، لايق صاحب ، عثمان خيالي ، سراج الدين مخلص صاحب او د بابرزي صاحب شعرونه مي ډير ويلي دي .
سوال: ډير سندري غاړي سته چي سندري هم وايي او شعرونه هم ليکي خپل دي هم شعرونه ليکي که يا؟
جواب: خپله مي شعر نه دي ليکي يو څو مسرۍ مي ليکلي دي چي دا حادثي په ما تيري سوي هم دي او په هغه تړاو مي دا مسرۍ ليکلي دي چي د هغو له جملي څخه همدا يوه مسرۍ په دي ډول ده چي په کيسټو کي مي هم ويلي دي چي ( زما د خپلو نه زړه تور دي       ماته يي په هر ځاي کي اغزي کرلي دينه) .
سوال: داسي اوازي موږ واوريدلي چي اغلي نازيه اقبال په راتلونکي کال کي بيت الله شريفي ته ځي ايا دا ريشتيا ده او که ريشتيا ده د راتلو وروسته به يي بيا هم سندري ووايه که يا؟
جواب: زما خواهش هم دي او اراده مي هم ده الله دي وکي چي ولاړه سم او د راتلو وروسته به يي سندري ونه وايم .
سوال: په وروستيو کي مو د افغانستان وړونو او خوندو ته پيغام څه دي ؟
جواب: پيغام زما دادي اول چي خپل پنځه وخته لمونځ کوي وروسته د مور او پلار ډير قدر او عزت وکړي ولي چي هر څه پيداکيږي مور او پلار نه پيداکيږي او هغه ښځه چي واده سوي وي هغه دي د خپل خاوند ډير عزت او ډير قدر وکړي ولي چي د خاوند نوم د خداي دي خداي وايي که زما نه وروسته سجده کيدلاي نو  ښځو به خپلو خاوندانو ته کولاي نو هيله لرم چي زما مرکه به پر کندهاريانو نه وي غميدلي نور مو وخت نه نيسم بريالي واسي جاويد جانه تنوير جانه .

 

نازيه اقبال 

 

 ياداښت : ددي مرکي د نشرولو حق يوازي د بينوا سره خوندي دى . بل چاته اجازه نه ورکول کيږي  چي بيله د بينوا ويب پاڼي له نوم نشرولو دي يي نشر کړي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery