مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-09-15   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

د انټرنېټ له لارې يو میلیون کسان عربي ژبه زده کوي

مینه هوسۍ
مها یعقوب یوه فلسطین الاصله عربي پېغله ده، چې د ايټالیا په شمال لوېديځ لیفورنو ښار کې اوسېږي، او د بیزا پوهنتون په ژبو کې يې ديپلوم لري، چې له یوه ايټالوي ځوان سره يې واده کړی. د انټرنېټ له لارې په ايټالیا کې د عربي ژبې زده کړه یوه نوې پديده ده، چې د مها یعقوب په وسیله يې پراختیا موندلې ده. د ايټالیا رسنیو مها یعقوب یوه تکړه او په ژوند کې بریالۍ پېغله بللې ده، چې میلیونونه کسان یې د انټرنېټ له لارې د عربي ژبې د زده کړې لپاره هڅولي دي. لومړی هغه د خاصو درسونو په ورکولو سره عربي ژده تدریسوي، وروسته د یوټيوب له لارې مینه والو ته عربي ژبه ورښيي. مها له "وېب کام" او هغو کوچینو لوحو څخه هم ګټه اخلي چې شاوخوا یوه میلیون کسانو ته د نړۍ په هر ګوټ کې د عربي ژبې وړیا زده کړه ورسوي. هغه د عربي ژبې په تدریس کې په ايټالوي او انګلیسي دواړو ژبو غږېږي، خو د عربي ژبې د زده کړې ټولګي ته په ننوتلو بیا سوچه عربي خبرې کيږي. "له مها سره د عربي ژبې زده کړه - (Learn Arabic with Maha)." دغه ځوانه ښوونکې وايي د عربي ژبې د زده کړې د مینه والو د زیاتېدو لامل په دې کې دی، چې په خبره یې په دغه ژبه کې ډېر کارونه موندل کيږي، یا خو ځينې غواړي چې له اسلامي دین او عربي کولتور څخه ځانونه خبر کړي. د درس په جریان کې د زده کوونکو لخوا وړاندې کېدونکې پوښتنې تر ډېره پر دې راټولې وي، چې ګني زده کوونکي د عربي نړۍ او یا دې ته ورته ډېر مالومات نلري. عربي د ټولو لپاره هغه کسان چې به آتوماتيکي توګه د عربي ژبې د زده کړې له دې لړۍ سره ثبت شوي، تر شاوخوا ۱۱ زرو کسانو پورې رسېږي، خو هغه کسان چې وخت ناوخت یې ګوري تر یو میلیون اوړي، چې دا شمېره د يوټيوب د پاڼې پر کوزنۍ برخه ښودل کيږي. د انټرنېټ له لارې د عربي ژبې د زده کړې په دې لړۍ کې عمر مهم نه دی، له کوچنیو زده کوونکو نیولې ان ۷۳ کلنو زده کوونکو هم پکې شته. دې ته ورته د جنیستونو او دینونو توپير هم پکې ليدل کيږي، هغه داسې چې دغه زده کوونکي پر عربو سربېره عجم هم دي، مسلمانان، عیسویان او یهود هم پکې شرکت کوي. د عربي ژبې دغه ښوونکې وايي غواړي په دې کار سره هغه مخکني ناسم احکام نابود کاندي، چې د عربي او اسلامي نړۍ په اړه يې ناسم مالومات او مفکوره وړاندې کړې ده. دا وايي چې د عربي ژبې د تدريس پرمهال کله ناکله له خندا او ساده ژبې هم ګټه اخلي، داسې لکه کوچنیو ماشومانو ته چې سبق ورښيي. دا وايي ځينې وخت له ديني مناسبتونو څخه په ګټې اخیستو سره ځينې اسلامي مناسبات هم خلکو ته ورښيي، د مثال په ډول د روژې مبارکې په میاشت کې یې د روژې مفهوم، احکام، په اړه يې عکسونه، او فضیلت ورښودلی دي. مها وايي چې خپل اصلي ټاټوبي فلسطین ته په ستنېدو یې د پيداګوژۍ طریقه هم زده کړې ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery