مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-10-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د اوسمهالې پښتو موسيقۍ څو خواوې

طيب افغان، كندهار

 پدې وروستــــيو كلونــــو كـــي داســـــي پښـــتو ســـندري مو تـــر غـــوږو رســــي او د ټلويــــزيونــــونو د پردو پـــر مخ وينــــــــو چـــــي د ځيــــنو كيســـــټ جـــوړونــكــــو او پــلورونـــــكو لخـــــوا پدې ګومــــان يا فكــــر چې ګــــــويا نوښـــت يې كړى وي ، پښــــتو سندرو ســـره يې د هنــــدي فلمــــونو صحــنې يوځاى كــــړي دي ، دا نامتــــجانــــــسه خلـــــط يــــا Mixing نه يــــوازې زمـــــوږ له اصـــلي پښتني كلتــــــــوره ســره جفا او پـــــه بل ډول د صــــحـنو تمثيلول دي بلـــــــــكې د پښـــتـــــنو او د نــــــورو ټــولنــــو د وګـــــړو هغــــــه ښـــــــكاره بېــــلــونكـــي توپيــــــرونـــه لـــه منــــځـه وړي چــــې دوۍ يې يو لــــــه بلــــــه سره لــــري، چـــــې پـه راتـــلونــــكې كې به د پښـتــــني ټولـــنـــې او نــورو ټولـــنو كلتـوري پېـــــښليـــك( تاريخ ) له شكــونو ډك او د توپيرونو سپيــــناوى به يې نه كيــــــږي .
 د بېـــــلګــــې پـــه ډول بــــه د دې لانـــــــدې د سنــــــدرو لنـــــــــډ جــــاج واخــلـــــو :
 دښـــــــاغلــــي استــــــاد خيـــــال محــــمد دا سندره (( مونــــــږ يو د خــــيــــبــــر زلـــمي پښــــتو زمونږه شان دى – مونـــــږه پښـــــــــتانه يـــو په وطن مو ځـــان قربــان دى )) يــــې د هنـــــدي فلمـــــــونو د داســـــې صحـــــنو سره يــوځاى كـــــړې ده چــــې د پــښــــــتـــــنولۍ او د خـــــيــــبـــــــــــر د اوسېــــــدونــــكــــو اصلي څېـــره اصـــلا نـــــه لـــــري، يـــو څو هنـــــدي ډمـــې چې په تنـــــدو يــــــې ســــره خالـــونه سـرېښ دي ( د هنـــــدوو ځانـــګــــــړې نـــــښه) او پــــه هنـــدي جامـو (لــــــــبـــاس) كـــــي پـــــه هنــــــدي نــــــڅــا اوړي را اوړي؛ د سنـــــــدري شـــــــــا مځـــــــكــــــي يــــــا Background تــــه وراچــــــول شـــــــــوي دي .
 كه مــــــوږ داسې غلـــــــط سنـــــدونه لـــــــه ځــــانه پرېــــــږدو، فكر كـــــــوم چې يو دوه پــېـــــړۍ وروســـــته بــه ليدونـــــكــــى په دې ونـــــه پوهيـــــږي چې هنــــدوانو دغسې پښـــــــــتو ســــــندره ويلـــــې ده او كــــه پــــه دې وخــــت كې د پښتـــــــــنــو اصـــــلي كلتـــــــوري څېــــــره داســـــې وه لـــكه د سنــــــدرې په جـــــريان كـــــې چې يـــــې وينــي . په صـــــحـنه كې داســــي بـــې پرتــــــوګه ښــــځـــې او لــــــنګ اغوســـتي نارينــــــه ښكــــته پورتــــه كيـــــږي چـــې د پښــــتــو ســـندرې ســــره به يې اورېـــــــدل او ليــــــدل د پښتــــنو لــــپاره د ډېر شــــرم خبره وي او دښمــــــنــان به يې دا ســــــند وړانــــــدې كوي چـــې دا ستــــــاسې د كلــتــــــوري تاريـــــخ بېــلګه ده . همـــــدا ډول كه بيــــــا هم د ښاغـــــــلي استــــاد خيال محـمد دا سنــــــدره چــــې وايـــــي (( مســــتې منـــګى بـــر وړى دى، زړه مــــــې دلــــبــــــر وړى دى – عالــــــمــــه لار نيــــسئ....)) څـــــــوك وګـــــوري نو وبــــه وينــــــي چــــې دې بــــــــازاري معامـــــــلـــه ګــــرو او كلتــــــور پــــلــــورو ســـــوداګــرو د دې پرځـــــــاى چـــي د ګـــودر او پښتــــــنو د ريښتــــيـــني ژوند انځــــورونكــــې صحــــنــې د سنــــدري ســــره يوځــاى كړي، د هنـــــــــدي ډمـــــانــــو پـــه اوبــــو كې ترپــــكـــي يې لــه كوم فلـــــم څـــــخه راغلا كـــــړي دي، ورســـره يې يــــوځــاى كړي دي او په خلـــــكو يې پلـــــوري چي وه يــــــې وينـي . د هارون پاچــــا سندره چــــــي وايـــي (( پـــخـــوا بـــه كلــــه كــله غم و- اوس مـــــې ....)) داســي د هندي فلمونو د صحنو سره يوځاي شوې ده چي په هغې كي نارينه وو د ښځو په څېر څڼې پرې ايښي دي او ښځي پكې د موټر ډرايوري كوي ، په داسي حال كي چي اوسمـــــهال پښتـــــــــني پښت د غوړېدنـــــګ ( تكــــامل) دغه پېـــــر ته نه دى رسېــدلى چي ښـــځي دي د موټـــــر خاونــــداني او ډرېــــــورانـــــي وي . راتلـــــــونكو سل دوه سوه كاله وروستــــه به ايا دا پوښتــــنه پرته نـــه وي چي زموږ د دغه مــهال پلرونه نيكونه د مـــدني تكامــــل دغې مرحلې ته رسېــــدلي وو كه څـــنــګه داســـې سندونـــه يې راپرې ايښي دي ؟ ايا دا ښاغلي نوښتګران !؟ به تــــر قيامــــــته ژوندي وي چې پــه خپــلو ناوړو كــړو بيا شاهدي وركړي چــــې : ( نــه دا سنـــدري او صحــني موږ جــــعل كـــــړي وي .)
 په دې اړه له هغو نه چي دا ډول يوځاى كول كوي ، هيله كيږي چي خپل پښتني كلتور ته هاغه شان چي ښايي خدمت وكړي او كه نه نو لږ تر لږه له خيانته دي لاس واخلي ( از خيرت تير شر مرسان ! ) .
 همدا رنګه د افغاني او پاكستاني دولتونو د اطلاعاتو او كلتور وزارتونو او نورو واكمنو ادارو او همدا رنګه پخپله د ژوندو پښتني احساس لرونكو سندرغاړو دنده بولو چې د يوه ژوندي او مهذبه ولس كلتوري مسلې تر خپلي څارني لاندي ونيسي او پرې نه ږدي چي هر څوك د هر څه كولو اختيار ځانته وركړي .
 ۲- زموږ سندرغاړو له يوې مخي د ټيت ذوق په سندرو ويلو پـــــــيل كـــــړى دى او دايو تريـــخ واقعيت ګرځيــــدلى دى . كه دوۍ دا دلـــــــيل راوړي چـــــي ( زمــوږ د سندرو اورېـــــدونكي او كـــيـسټ رانيونــــكي دغه ډول سنـــــــدري او هنــــــــر خوښوي ، نو ځكه مـــوږ د اورېدونكو له ذوق ســـــــره سم سنـــــدري وايو) ، نو دوۍ ته د يـــادوني وړ ده چي لــــــــوړ ذوق كوم ځانــګــــړى اسمــاني كاڼـــى نه دى چي لاس تــــر زني لاندي ورته كښېــــــنو او رالــــوېـدو ته يې ستـــــرګې په لاره شو؛ بلـــــكــه همدا تاســـي ښاغلي هنــــرمندان او سنــــدرغاړي ياســــت چي په خــــپلو سنــدرو او هـــــــنر مو د ولـــس روح ته غــــذا وركوئ ، څه كـــــيږي چي هنر ته مو ښكلا وركړى ، په دې سره به مو د لوړ ذوق څښتنان هم خپل كړي وي او عام ټيټ ذوق به مو هم د بې فكرۍ ، بې مانا توب او بې هنرۍ له ژوري كندي څخه راپورته كړى وي . وګورئ چې :
 (( شين اسمان ذرې ذرې ــــ د سرو زرو تنــــابونه
 سپوږمــۍ د بام په سر ــــ په يار وايه سلامونه ))
 د پاړسو له (( واى درد دندان دارم و دندان به دندان ميزنم ــ طاقت انبور ندارم ،سربه سندان ميزنم )) سندري څخه په بې مانا توب ، بې هنرۍ او د اغېز په نه ښندلو كي كمه نه ده .
 ۳- زمــــــوږ د اوسنۍ موسيـــــقۍ د بهـــير يو بل كمزورى ټكـــى دا دى چي زموږ ځيـــــني سندرغـــــاړي د بـــــل چا د ويــلو شوو ســــندرو د بيا ويلو بــې ځايـــه كوښـــــــښ كـوي. زه نـــه پوهېـــږم چي پــه دې خواركيــانو ولي دا ستـــره دنــيا دومـــره لنــــډه تنــــګه شــوې ده چي د يو بل ايـــجاد، نوښت او خوځښـــــــت زحمـــت ځان ته نــــه وركوي او د بل د خـولې په ژوولـــــې شـــوړې بيــــــا شخــــــونـــد وهــــي . د دې پـــر ځاى چي پخپـــــــله د يو هنري شخـــــــصيت خاونــــد شي او ځانــتــه هنري لاره ولــــري ، د بل سنــــدرغاړي په غــــږ به منـــظمه او ښايـســــــتوكې سنـــدره راواخـــلــي وبه يې وايي او هـــــغــه هـــــم كاشــــكــې چــــې د لــومــــــړي سنــــدرغاړي څــــخه يې ښــــه ويـــلاى؛د دوۍ په كــــړنو د اورېـــــدونـــكي زړه د مــــوســـيــــقۍ او په تېــــــره بيـــــا د نومـــوړي سنـدري څــــــــــــخه تــــــــوريــــــږي .
 بېلـــــــګــــي يـــــې پـــه زرګــــــونو شتــــــــه ، ټـــــول اورېدونــــــكــــي پــــرې پوهــيـــــږي ، يــــوازې د يوې بېلګې پـــــــــــه راوړو بــــســــــنه كوو . د مــــاستــــــــــر عـــلــى حـــيدر پـــــه نامـــــه سنـــــــدرغــــاړي د ښاغــــــلــــي ناشنـــــــــاس دا سنــــــــــدره بيــــا ويلــــې ده : (( زه د جـــانـــــان ديــــدن تــــــه ځمــــه ، تـــورې نرې وريځـــــــې – خدايــــه تـــه لنـــــډ كـــړې داد مځــــــــكي تنــــابـــونـــه ... )) .
 ۴- د ځيـــــــنو سنــــــدرغــــاړو دې لــــوى څـــښـــــتـــن (ج) مــــل شــــي سنـــــــــدري وايي ، ښـــــې يــــــې وايــــي خو دا پــــام يــــــــې ورتـــه نـــــــــه وي اوښــــــتى چــــې كــــه نــارينــــه وي بـــــايـــــد داســــي سنـــدري ووايــــي چــــــې مــــحــــتوى يــــې د نـــارينــــه سنــــدرغــــاړي لـــپاره ښايــــي چــــــــــي وه يــــــې وايـــــي ، او كـــــه ښـــــــځيـــــنه سنــــدرغـــــــــاړې وي نــــو داســــــــــې سنـــــــــدري بـــــــايـــــــــد ووايــــــي چــــــې د ښــځـــــو ســـــره وښــايــــــي او طبـــــــيــــعي ښـــكــــاره شـــي . دا ســـــــم انـــــتـــخاب نه دى ، غلـــــط انـــتـــــخــــاب دى او ســــــنــدرغــــــاړي ورتـــــه بـــــــــايـــــــد پامــلـــــرنه وكـــــــــړي. د بېـــــلــګې په تـــوګه :
 - زمــــــــوږ ډېر ښاغلي تكــــــړه سندرغــــــاړي سـردار علي ټكــــــر، د اغلـــــې سندرغــــاړې ګلنار بېــــــګم دا سنــــدره ويــلـــې ده چې وايــــــــي : (( لاړ شــه پېښور تــه كمــيس تور ماتــــه راوړه - تازه تــــازه ګلــونه درې څلور مـاته راوړه )) او يـــا د ده په غږ د اغــــلي سندرغـــــاړي كشـــورسلطـان دا سندره بيا هـــم ويــل شـــوې ده چــــې وايــــي : (( چې په ما مينېدې ځه اوس ګرځه ليونى - چې په ځان نه پوهېدې ځه اوس ګرځه ليونى )) .
 - دا ســـندره د اغـــــلې سندرغـــاړي شكيــــــلا نــاز په غږ: (( د يــــــــارانو پـــــه نـــظـــــــر چــــــې مــــوږ بـــــــــې لار يــــــو ـ دا پــــــه دا چـــــــــې ســـــــــتا د زلــــــفـــو پـــــرســـــــتـــار يـو)) او يــــا هــــم : (( ستــــــرګــــــــو د جــــــانـــــــان كـــــي زمـــــــا ښكـــــلـــي جـــهـــانونــــــه دي ــ وادي خــــــــلــــه دنـــيـــــــا زه وږى ســــتا د دنــيــــــا نـــــــه يــــــــم))
 ( د غنــــي خان شـــعر دى چې په اصــــل كې هـــــم وږې نــه بلــكې وږى راغـــــلــى دى .)
 - د ښــــــــــــاغـــلــــــي سنــــدغـــــــــــاړي هــــــــارون پــــــــاچــــا پـــــــــــــــــه غـــــــــــــــــــږ دا لانــــــــــدې لــــنــــــــــــډۍ چــــې د ده لـــــــه خــــــــــوا پــــه بېــــــــــــلابــېـــــلو سنــــــــــــدرو كــــــــــــې ويلــــــــــي شـــــــــــــــوي دي :
 ارمان ارمان د دادا كوره
 د ډكه شكوره به چاپېره تاوېـــــدمه
 ايمان دي ښه راته معلوم دى
 په رواجي برېتو دې مه وهه لاسونه
 - ځـــــوان تكــــړه سنـــدرغاړي بريــــالــــي ولـــي دا لانــــدې لنـــډۍ په سنـــدرو كي ويلــــې دي :
 ياري كوم منكره نه يم
 كه شينكى خال مي د چړو په څوكو ځينه
 د جنازې بازو مي نيسه
 چېرته به ما په راستۍ خوله دركړې وينه
 د زلفو تار په اشرفۍ دى
 ما د جانان په لاس کودې وركړي ديـــــنه
 نور به نرى كميس و نه كړم
 پرون باران و جانان ټوله وليـــــــــدمه
 دا ډول ســــــــــــنـــدري نــــــه يــــوازي په اورېدونكو ښــــــــــه اغــــېـــز نه شي ښنــــــــــدلاى بلــــــــكې پــــخـــــپـــله د سنــــــــدرغــــــــاړي يا هنــــرمــــند د درك ، پـــــوهــــي او ذوق سطـــــــــحه هم ټيـــــــــــټه څـــــرګنـــــــــدوي 
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery