مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-11-08   مخپرونکئ : کوچۍ

د فرهاد دریا لنډژوند لیک

د م . ګلالۍ ژباړه او لنډیز _ هالنډ

١٦ د لړم ١٣٨٤

 

وتلې سندرغاړې  او کمپوزر فرهاد دریا ته، د افغانستان دنولس سوه اتیا یمو کالونوپه موسیقی کې د یو نوي بدلون او  موسیقی ته د یو نوي رنګ ورکولو هنرمند ویل کیږی . ددریا دغه  ځانګړې سبک په موسیقی او نوي نسل کې خاص ځای پیدا کړ . فرهاد دریا د هیواد د هغو  نومیالیو هنرمندانوڅخه دی چه د هیواد په معاصره  موسیقی کې  یې انقلاب راوست .  ده د خپل خوږ غږ تر څنګه په موسیقۍ کی د ډول ډول سندرود کمپوزولواو لارښونې رولونه هم لوبولي .

 

دریا د خپل هنري ذوق له امله کورني او بهرني سازونه  په ډیره فني طریقه ګډ کړي او موسیقۍ ته ئی معاصر  رنګ ورکړی . هغه دخپل فن په وسیله د کلو او ښارونوتر منځ واټن دمنځه وړې . د هغه د هنر د نوښت له امله د افغانستان موسیقی نوره هم پیاوړې او غښتلې شوه.  د نولس سوه اتیایمو کالونو په وروستیو کې ئې دډیر ښه سندرغاړې او کمپوزر لقب تر لاسه کړ.  دده دهنرمندۍ انداز طبعی ؤ او همدغې خبرې هغه ته ځانګړیتوب وربښلې .

 

دریا په هیواد کې د بدو حالاتوله   امله دوطن په پریښودو مجبور شو او داوږدسفر په ترڅ کې  د هغه شهرت په مرکزي آسیا ، ایران ، پاکستان، هندوستان ،  جرمنی،ډنمارک،ایتالیا،استرالیا،کاناډا او انګلستان کې وځلید . په دی ډول ورو ورونړۍ د فرهاد د هنر نه خبره شوه . د ٢٠٠١ کال د می د میاشتې په ١١ نیټه د ایټالیا د روم په ښار کې په  یو داسې کنسرت کې  چې رائی چارلس او داسې نورو وتلو هنرمندانوګډون لاره ، دریاته هم بلنه ورکړل شوه چه خپل ځلانده هنر خلکو ته وځلوی  .

 

ده د موسیقۍ په هکله خپلې هڅې  پرینښودي او د خپل هیواد د متعصبو واکمنیو په موجودیت کې یې هم خپل هنر ته وده ورکوله .  په  ٢٠٠١ کال کې  د طالبانو د واکمنۍ دړنګیدو نه وروسته چه په هیواد کې سیاسی او ټولنیز بدلون راغی ، نو دنومبر په ١٣ نیټه  د افغانستان د راډیو نه دفرهاد دریاد کابل جان په نامه سندره خپره شوه . همدغې سندرې دی په هیواد  او نړۍ کې  نور هم مشهور کړ اود  غربي هیوادونوځینو خبري  رسنیو هغه ته د افغان قوم د غږ نوم  ورکړ.

 

د فرهاد دسندرو او موسیقۍ سبک په  سیمی کلاسیک،زوړ او نوي غزل ، فولکور، محلي سندرو ، پاپ او  تجربوی  برخو  ویشل شوي دي  ، همدې خبرې  دوړواو  زړوپه  منځ کې دده مینه وال او خواخوږی نور هم ډیر کړي دي .

دریا موسیقی یواځې  دسازاو  اواز دخوږوالی تر حده نه محدودوی ،بلکه هغه د شعر انتخابول د موسیقی اساسي برخه بولی  چې اوس تر پخوا ډیره مهمه ده . هغه په بیلو بیلو ژبو لکه  پښتو،دري، ازبکي،هزاره ګي او اردو  سندری ویلی او کمپوز کړي .

  

دې په  ١٩٦٢ کال کې  په کابل کې زیږیدلی . موسیقي دده دکورنۍ مسلک نه و. په   ١٩٨٠ کال کې د لومړي  ځل لپاره دسولې دټلوزیون په پرده  راښکاره شو او خپله لومړنۍ غبرګه سندره یې چه میخانه نومیږی ،د افغانستان د  وتلې سندرغاړې استاد مهوش  سره ویلی . دا د فرهاد ډیره کامیابه دوګانه وه چه دتلوزیون په ارشیف کې یې خاص ځای پیدا کړ. ددریا لومړنۍ یو کسیزی سندری  د( عالم ګنج،لیلا لښته ده او لیلا نوروز است) په نامه دي .  دی محلی سندرو ١٩ کلن دریا ته ډیر نوم  ورکړ .

 

ده په کابل پوهنتون کې د ادبیاتو دزدکړو په دوران کې د ګروه باران په نامه یو ګروپ جوړ کړ. دې ګروپ په         ١٩٨٢ کال کې د افغانستان موسیقی ته  نوی خوزښت ورکړ چې په اوسنی وخت کې د فولک پاپ په نامه یادیږي .  دباران ګروپ کامیابې سندري د( آئی من او آئی من،روز باران، دختر سردار،دختر،وطن دار ګلم او د باران ډی جی) په نامه وي  چې ډیر تود بازار یې لاره  .له بده مرغه دباران ګروپ ډیروخت  یو ځای پاتې نشو. د ګروپ غړی په مزارشریف کې د یو کنسرت نه وروسته په    ١٩٨٥ کال  کې بیل شول . د ګروه باران نه وروسته فرهاد بیرته یو کسیزی سندری پیل کړی او په کابل پوهنتون کې یې د کلاسیکی موسیقۍ د تیوري زدکړو ته دوام ورکړ.

 

د ١٩٩٠ کال په پیل کې فرهاد پراګ ته لاړ او دغه ځای یی خپل لومړنی استوګن ځای او د پراګ نه وروسته هامبورګ خپل دوهم استوګن ځای وباله . په پاریس کې  یې د سلطانې سره واده وکړ  او یو زوی هم لري چه په ١٩٩٦ کال  کې د هجرت په وخت زیږیدلی نو خکه یې هجران نومولی .

 

په   ١٩٩٥ کال کې فرهاد امریکا ته ولاړاو تر نن ورځې هلته اوسیږی .  هغه ددوستانو او مینه والو په غوښتنه چه د نړی  په ګو ټ ګوټ کې اوسیږي سفرونه کوی او خپل غږ تازه کوی . د ١٩٨٠ کال نه  تر ١٩٩٠ کال پوری  ددریا ١٥ البومونه ثبت شوي او  د   ١٩٩٠کال څخه  تر  ٢٠٠١کال یې ١٣ نور البومونه خپاره شوي . هغه په فرانسه،انګلستان ،هالنډ،سویدن،ډنمارک،سویس،استرالیا،امریکا،المان،کاناډا او نورو هیوادونو کې  کنسرتونه ورکړي دي چې هر یوه یې خپل سر لیک لاره . په دغو کنسرتونو کې هغه دافغانستان دموسیقۍ په ساتنه کې ځانګړې اغېز لاره او په خلکو کې یې  د آزاد او متحد افغانستان مینه  او ولولې بیداري کړي .

 

فرهاد اوس هم په هنري زدکړو بوخت دی او د هیوادد نامتو موسیقی پوهانو لکه استاد قاسم،استاد سراهنګ ، استاد اولمیر او نورو څخه الهام اخلي . هغه  څوڅو واری دکال د تر ټولو ښه  سندرغاړی لقب ترلاسه کړی .

 

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery