مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-04-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

استارلین : ایتلاف داسترلیایانو دوتلو سره مخالف دی

میوندعلیزی

نیټه:  ۲۰۱۲ د اپریل ۱۷مه
ویبپاڼه:  www.theaustralian.com.au
ژباړه:   میوند علیزی

)دي استرلاین ډاټ کام) ویبپاڼې دا تبصره نن مخکې تر دې چې د دغه هیواد صدراعظمه جولیا کیلارد له افغانستانه د استرالیايي ځواکونو د یو کال مخکې ایستلو په اړه اعلان وکړي، خپره کړې ده.

د اسټرالیا ایتلاف ګوند وایی چی دا ډيره د شرم خبره ده یی چی د اسټرالیایانو وتل د نظامی ملحوظاتو نه بلکی سیاسی ملحوظاتو په اساس کیږی.

جولیا ګیلارډ، به نن د افغانستان څخه د اسټرالیا د فوځونو د وتلو لپاره خپل پلان اعلان کړی، د کوم له مخی چی توقع کیږی ډیرۍ آسترالیایی فوځیان به د راتلونکی کال په اګست کی د فدرالی انتخاباتو مخکی خپل کورته راسی.

جورج برانډیس، د دفاع سرپرست ویاند، وویل چی ایتلاف به ډير په غور سره هغه دلایلو ته غوږ کښیږدی چی په علت یی دوی د افغانستان څخه وزی، او ددی پلان د نورو جزیاتو غوښتنه یی وکړل.

لیکن ده وویل، ( چی دا به ډیره د شرم خبره وی چی د اسټرالیا د فوځونو تعهد تر خپل ټاکلی وخت را لنډ سی او هغه هم د کارګر ګوند د سیاسی ملحوظاتو په نظر کی نیولو سره، نه په سیمه کی نظامی اړتیا ته په کتو سره )

هغه وویل چی (موږ غواړو مطمین سو چی دا کار د نظامی سلا مشورو په اساس تر سره کیږی چی د افغانستان اوسنی امنیتی شرایط یی په نظر کی نیولی دی)

موږ ته اوس ویل سویدی چی د وتلو تقریبی نیټه ۲۰۱۴ ده، اوس که چیری دغه نیټه تر خپل ټاکلی وخت را مخته کیږی، خارجه وزیره باید موږ پوه کړی چی کوم نظامی دلایل موجود دی چی ددی تغیراتو باعث کیږی.

مخکی په پلان کی وه چی استرالیا خپل فوځونه د ۲۰۱۴ کال په پای کی وباسی، لیکن اغلی ګیلارډ، د اسټرالیا خارجه وزیری، خبری داسی دی چی باید د ۲۰۱۳ کال تر نیمایی پوری، یعنی یونیم کال مخکی ووځی.

د مخالف ګوند مشر، ټونی اباټ، وایی پداسی حال کی چی استرالیایان خپل پوځونه چی څونه ژر امکان لری بیرته په خپل کور کی غواړی، لیکن دا هم مهمه ده چی زموږ ماموریت باید هلته کامیاب وی. هغه وویل (موږ دوی غواړو چی د کامیابی سره راسی، نه د ناکامی سره)

(موږ د افغانستان سره ډيره مرسته کړیده، ۳۲ استرالیایی کورنی د هغوی د نازولو کسانو په له منځه تللو باندی بدبخته سویدی. موږ باید اوس دا اطمینانی کړو چی دا قربانی په دی ارزیدلی چی ورکول سولی. دا په هغه صورت کی امکان لری چی زموږ فوځ ډير ژر بیرته خپل کورته راسی او دوی خپل ماموریت هم په کامیابه ډول تر سره کړی وی.)

تقاوت سوی ستر جنرال، جیم مولن هم د افغانستان څخه د فوځ د را ایستلو د ستراتیژی په اړه نور جزیات وغوښتل او اخطار یی ورکړ که چیری ددوی فوځیان داسی ژر د هغه ځایه څخه راووځی، دا به ډير ژر د افغان مسلح ځواکونو و ټوټه ټوټه کیدلو ته لاره هواره کړی. 

ده وویل چی استرالیایی فوځونه باید تر ۲۰۱۴ پوری هلته پاته سی او د فوځ په مقدار کی تدرجی کموالی به د راوتلو لپاره یوه کامیابه لاره وی.

هغه راډیو ته په خبرو کی وویل چی ( تر ټولو ښه لاره داده چی په دغه کال کی دوی د ټوله ولایت (ارزګان) څخه ووځی او کنترل و افغان ځایی فوځونو ته په لاس ورکړی، لیکن استرالیایی فوځونه باید د حمایوی ټیم په توګه تر هغه پوری پاته سی تر څو افغان ځواکونه پر پښو ودریږی. که چیری افغان ځواکونه په کومه ساحه کی تر شا راځی نو دوی به یی حمایه کوی، نه داسی چی هغوی د مشکل سره مخامخ یی او موږ بیا دلته یو، او هغه ټوله له منځه ولاړ سی. )
جنرال مولن بیره څرګنده کړل چی د ټوله فوځ ایستل به په دی کال کی او د واک لیږد و افغان ځایی فوځونو ته به، طالبانو ته لاره هواره کړی تر څو سیمه بیا خپل په تصرف کی واخلی.
 
هر هغه څه ته چی موږ اشاره کوو هغه دادی چی د افغان فوځ یو څه برخه ښه ظرفیت لری او بله یی بیا نه لری، چی زه فکر نه کوم چی دوی تر اوسه د داسی سختی ازموینی سره مخامخ سوی یی. نو بیره داده چی دوی به ډير ژر په ځایی ډلو او ګروپونو باندی وویشل سی.

د کارګر ګوند مخکنی دفاع وزیر وویل چی دی د راوتلو د پروسی حمایت کوی، لیکن وړاندوینه کوی چی استرالیایی فوځونه باید د احتیاطی ګروپ په توګه تر یو وخته پوری پاته سی.

(موږ د ۳۲ کسانو ژوند په ډيره غمګینه توګه له لاسه ورکړیدی، نو موږ اړتیا لرو تر څو ځان مطمین کړو چی خپله دنده مو تر سره کړیده)
(زه په دی عقیده یم چی د ځانګړو ځواکونو (سپیښل فورس) پرته به افغان ځواکونو ته ډيره مشکله وی چی زموږ لاسته راوړنی وساتی).

په درنښت

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery