مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-05-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اکزماينر :د ولسمشر كرزي وروڼه غواړي د افغانستان نظام..

نور جان

د ولسمشر كرزي وروڼه غواړي د افغانستان نظام ميراثي كړي
 سرچينه: اکزماينر
ليکوال: مايکل هوګز

 د افغان ولسمشر حامد كرزي ورور قيوم كرزى د هغو كسانو له ډلې څخه دى چې "مافيايي"  فلمونه ګوري، خو د تفريح لپاره نه، بلكې له هغو څخه د نوي تخنيكونو د زدكړې لپاره يې ګوري. له همدې امله د اندېښنې خبره دا ده چې د ځينو په باور ولسمشر كرزى هڅې كوي تر څو خپل ورور قيوم د افغانستان د راتلونكي ولسمشر په توګه وټاكي. كه چېري داسي وشي، نو د زياتو افغانانو لپاره به دغه اوسنى بد ژوند بدتره شي.

 ما ته هر څه تېره اوونۍ د جمعې د ورځې په ماځيګر هله معلوم شول كله چې مې د نسيم پښتون شريفي سره د يوې ځانګړې موضوع په اړه بحث وكړ. نيسم پښتون د افغان ولسمشر حامد كرزي د وروڼو هغه كاروباري سيال دى چې د هيواد پرېښېدو او بېرته د امريكا تګ ته  هله اړ شو كله چې د قيوم كرزي او د هغه وروڼو له خوا په وار-وار د نوموړي وژلو هڅې وشوې.
 
نسيم پښتون په كندهار كې د سورغر اوونيزې او اراكوزيا افغان اعلاناتو د شركت مشري كوي. د هغو زياتو كاروبارونو له ډلې څخه چې قيوم كرزي په خپل انحصار كې نيولي دي، دغه دوه كاروبارونه دي چې په کلي توګه قيوم كرزي په خپل انحصار كې اخيستي دي. دا په داسي حال كې چې د افغانستان اساسي قانون انحصار غيرقانوني ګڼلى دى. قيوم كرزي چې د ژوند ډېر كلونه د امريكا متحده ايالتونو په (ميريلينډ) ايالت كې تير كړي، د افغانستان په سوېل كې نور كاروبارونه لكه رغنيز (ساختماني)، لوجيستيكي، او امنيتي سكټورونه هم په خپله ولكه كې اخيستي دي. د قيوم كرزي نه پرتله كېدونكي سياسي واك او په دولتي ادارو كې پراخ نفوذ چې په اساس يې نوموړى د افغانستان د کابينې وزيران، ولايتي واليان، ښاروالان، او قوماندانان ټاكي، له امله هيڅ څوك هم نه شي كولاى په وړاندي يې ودرېږي.
 
د قيوم كرزي دوې مهمې كمپنۍ لكه (ټيكنالوجيسټ انكارپوريټيډ) (Technologist Inc.) او دامان كانسټركشن دي، چې هر دولتي قرارداد د آزاد بازار د قوانينو خلاف ګټي. د همدې لارې قيوم زياتې پيسې تر لاسه كوي. د مثال په توګه، د كندهار د صنعتي پارك او ولسواليو لپاره د (۴) ميليونو ډالرو جنرېټران د كندهار پر والي په (۵۰) ميليونه ډالره پلوري. بل خوا پر رسنيو باندي د قيوم كرزي واك سوېلي افغانستان په يو (ټولواكي) ايالت بدل كړى. هيواد ټلوېزيون او افغان آزاده راډيو چې لګښت يې د ناټو له خوا وركول كېږي، قيوم كرزى يې يوازي لس سلنه (۱۰%) مصرفوي او نورې په خپل شخصي جېب كې اچوي. دغه رسنۍ هيڅ كله هم د ولسمشر كرزي د نظام په اړه منفي راپورونه نه خپروي. هغه سيمه ييز ليكوالان او خبريالان چې حتى د باوري نړيوالو رسنيو  لپاره لكه، بي بي سي، د امريكا ږغ آشنا راډيو، او ريوټرز خبري اژانس ته كار كوي، خپل راپورونه او مضمونونه د ولايتي ادارې تر سانسور تېروي.
 
نسيم ته ورته كسان چې مخالفت كوي او د قيوم كرزي د سانسور او ټولواكي په وړاندي درېږي، هغه نه يوازي په مالي توګه د پښو غورځول كېږي، بلكې ځاني تهديدونه هم ورته كېږي. قيوم كرزي د خپلو جنايتكاره کارګرو په مرسته د ويلډينګ د ماشينونو څخه په استفاده د اراكوزيا د اعلاناتو لوحې پرې كړې. په داسي حال كې چې نوموړى په دې ښه خبر و چې د اعلاناتو له خوا د لاس ته راغلو پيسو په مرسته نسيم د سورغر اخبار چلوي. قيوم كرزي د نسيم د اعلاناتي شركت پر ځينو لوحو باندي د (X) نښې هم لګولې وې، تر څو دا په ډاګه كړي چې دا ويجاړوونكى كار د نوموړي د ګومارل شوې ډلې له خوا شوى دى. دا څرګنده خبره ده چې پړ څوك دي، ولسمشر كرزى او وروڼه يې او كه هغه څوك چې دوى ته يې واك په لاس كې وركړى دى.
 
په (۲۰۰۲) كال كې د امريكا د پخواني ولسمشر بوش د ادارې له خوا ځيني محافظه كارانو چې مشري يې زلمي خليلزاد كوله، نوې ايډيالوژي په كار واچوله، تر څو غرب خوښوونكي حامد كرزى واك ته ورسوي. خو كله چې په (۲۰۰۳) كال كې امريكا عراق ونيو، نو يې په افغانستان كې د "سولې ساتلو" په موخه جهادي قوماندانان د پيسو او وسلې په زور نور هم پياوړي كړل. 
 
تكړه ژورناليسټ، ډوګلز ويسسينګ په خپل يو كتاب كې چې د (دښمن تميولو) په نوم يادېږي، ليكي: كله چې دغه ناپاكه او بې خيره خلك چې ځان يې د امريكا او غرب ملګري ګڼل، د كرزي پر وروڼو، جهادي قوماندانانو، او د ګډو مليتونو څخه جوړو شركتونو ووېشل شول، نو د امريكا پيسو نور هم اداري فساد رامنځ ته كړ چې پايله يې د طالبانو نور پياوړي كېدل وو. د دې يادونه ډېره په زړه پوري ده چې د ولسمشر كرزي واك ته تر رسېدو وړاندي د نوموړي وروڼه تر ډېرې كچې د كوچنيو او وړو كاروبارونو درلودونكي وو او له هغه څخه يې په اوسط توګه ګټې تر لاسه كولې، خو له هغه څخه يوازي يوه لسيزه وروسته په حيرانوونكې توګه د كاله په بيليونونو ډالره تاوبالا كوي او حتى په دوبۍ كې ماڼۍ رانيسي او يا يې جوړوي. دغه بې زياره ګټل شوې او پرېمانه پيسې د امريكا د ولس دي چې زياته برخه يې تر خپلو حقدارانو پوري نه دي رسېدلې. د ولسمشر د وروڼو بې شرمي هله نوره هم څرګندېږي، كه چېري د ملګرو ملتونو د بشري پياوړتيا فهرست ته كتنه وشي چې په اساس يې (۴۲) سلنه افغانان د ورځې په يو ډالر ژوند كوي. په (۲۰۰۵) كال كې د طالبانو بيرته پاڅېدل داسي څه نه وو چې چا يې توقع درلوده، بلكې لامل يې دا و چې افغان کروندګرو په داسي حال كې زغم له لاسه وركړ او د طالبانو سره يو ځاى شول چې د ولسمشر كرزي وروڼه ورځ تر بلې شتمن كېدل او دوى له لوږې سره مخ وو.
 
 نسيم وايي: ((ټولنيزه بې عدالتي، اداري فساد، د جنايتكارانو او ټوپكسالارانو څخه ملاتړ، او وژنې هغه څه دي چې پر اساس يې افغان ځوانان د طالبانو سره يو ځاى شول. تر بلې هرې ايډيالوژي زيات شمېر خلك د ولسمشر كرزي د دولت د ظلمونو څخه د طالبانو سره يو ځاى شوي دي.)) پر دې سربېره نسيم هيلمن دى چې نړيواله ټولنه به خپل كړنلاره بدله كړي، ځكه سپينه ماڼۍ او د امريكا دفاع وزارت لپاره هم بله حللاره شتون نه لري. د دغه ډول اشخاصو له خوا دغه ډول كړنو په ټوله كې د افغاني ټولنې كلتوري، اقتصادي او سياسي ارزښتونه زيانمن كړي دي. نسيم غواړي عام نړيوال په دې وپوهوي چې افغانان ډېر سپېڅلي دي، او دا يوازي يو فيصد خلك دي چې د هيواد ښه نوم يې خراب كړى دى.
 
هغه څه چې نور هم ځوروونكي دي، هغه دا چې دغه يو فيصد خلك د امريكا د نظامي ځواك له خوا حمايه كېږي. نيسم باور لري چې كه چېري امريكا په راتلونكې كې هم د ولسمشر كرزي د وروڼو ملاتړ وكړي او قيوم كرزى حمايه كړي، افغانستان به هيڅ كله هم سوله ونه ويني. دى وايي چې نړيوال بايد په ډېره ساده توګه په افغانستان كې د راتلونكي ولسمشر لپاره معيار وټاكي. د مثال په توګه: هغه نوماندان بايد له ليست څخه وايستل شي چې يو له لاندي تورنو كسانو له ډلې څخه وي، چې په فساد ككړ وي، په قتل تورن وي، حريص او بې باوره وي او يا هم په ټولنه كې مطرح نه وي. د نوموړي په باور، هغه كسان لكه توپكسالاران، تعصب لرونكي كسان او همدا راز جنګي جنايتكاران هم بايد پرېنښودل شي.   افغانستان يو داسي مشر ته اړتيا لري چې رښتينى وي، په فساد نه وي ككړ او تر خپلو شخصي ګټو ورته د ملت او خلكو ګټې زيات اهميت ولري. افغانان يو داسي ولسمشر ته اړتيا لري چې لاسونه يې په وينو نه وي رنګ او د اقتصادي او سياسي موسساتو په جوړولو كې ماهر وي، او داسي يو كس وي چې د افغانستان د بېلابېلو ډلو، قومونو ملاتړ خپل كړي، او تر خپلو شخصي ګټو د وطن او خلكو ګټې  ورته ارزښتمنې وي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery