مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-05-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

الجزیره: ایا کرزی غواړي چي فساد له منځه یوسي؟

ژباړه: محمد سلطان شریفی


راپور: الجزیره

د الجزیرې تلویزوني شبکې پرون ورځ د افغانستان د اداري فساد په اړه یو راپور خپور کړ، چي له بده مرغه د دغي تلویزوني شبکې څېړنیز راپور افغانستان یوار بیا د شواهيدو لمخي په نړۍ کي پنځم په فساد ککړ هیواد وباله.

افغانستان په اداري فساد کي د نړۍ پنځم هیواد ځکه بلل سوی دی، چي هغه مرسته شوي، پیسې چي افغانستان ته هر کال د مرستي په توګه د بهر نه راځي، په سلګونو میلیونه ډالر بیرته د افغان چارواکو او بهرني قراردادیانو جیبونو ته لویږي. د الجزیرې شبکي لیکلي، چي د افغانانو لپاره رشوت اخستل د ژوندانه یوه وسیله ګرځېدلې ده، دا پداسي حال کي ده، چی افغان چارواکي د هر افغان پر سر د کاله ۱۵۶ امریکايې ډالر په غیري قانوني توګه اخلي.
 
لاکن افغان ولسمشر حامد کرزی وایي، چي د بهرنیانو بې کنټروله مصارف او په هیواد کي د ژوند د اړتیاوو لوړي بیې، د دې سبب شوي، چي چارواکي به فساد لاس پوري کړي. دا پداسي حال کي ده، چي تېر کال ولسمشر کرزي پخپله هغه کس له دندي کوښه کړ، چي د کرزي په کابینه کښي يې اولس ۱۷ وزیران په اداري فساد تورن کړي وه. د الجزیرې تلویزیوني شبکي خبریال برنارډ سمیت د کابل څخه پخپل خپور سوي رپورټ کي ويلې دي، چي افغان دولت باید پر هغه سلګونو میلیونه ډالرو، چي د بهرنی هیوادونو لخوا د افغانانو سره مرسته کیږي، سخت کنټرول ولګول سي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery