مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-05-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

CNN : طالبان پر افغان ښوونځيو خپله ولکه ټينګوي

ژباړونکی: محمد سميع صادق


د سي اين اين ويب پاڼي څخه ژباړه

د ۲۰۱۲ ز کال د می ۲۳
د  افغانستان په بعضي اطرافي برخو کي د دې هيواد ددولت او طالبانو تر منځ خونړي جګړه روانه ده. او داسي بريښي چي قربانيان يې د ښوونځيو کوچنيان دي. په دې ورستیو کي طالبانو په ختيځ ولايتونو کي د مکتبونو د بندولومطالبه وکړه. په غزني کي دا غوښتنه د  دولت  د موټرسېکلو د بنديز د پريکړي پر ضد وه. د وردک په ولايت کي ځايي خلک وايي چي طالبان تر نورو ځايو هلته يو څه ډېرنرم دي او د په تعليمي نصاب کي يې د بدلون راوستولو وروسته بعضو ښوونځيو ته د فعاليت اجازه ورکړې ده.
 يوه ښوونکي په دې اړه وويل:« که يې موږ به خوله وکړو نو طالبان زموږ سره ښه دي. دوی موږ ته لارښوونه کوي چي څه بايد تدريس سي او څه نه. ددوي يو نماينده هر وخت موږ څاري . دوی په هفته کي د مذهبي مضمونو ساعتونه اضافه کړي او د انګليسي په څېر د نورو مضامينو وختونه يې را کم کړی دي. که موږ دا پلې نه کړو دوی موږ ته ګواښونه کوي او ډېر احتمال يې سته چي ښوونځی وتړي.»
په ټولګيو کي د واک دغه هلي ځلي په راتلونکي کي د پراخو انديښنو علامې دي. څرنګه چي د متحده ايالاتو په مشري د ايتلافي قواوو نظامي هڅي د بښپړېدو به درشل کي دي آيا طالبان به د هیواد پر روزمره ژوند خپل واک ټينګ کړی؟ د وردګو په يوې ټولګۍ کي د  سي این اين و کامرو ته اجازه ورکړل سوه تر څود خلکو مرکې ثبت کړي خو خلکو د امنيتي ستونزو له کبله خپل د هويت له څرګندولو ډډه وکړه.
په دې ټولګۍ کي د تدريس اجازه سته خو د طالبانو يو نماينده درسي نصاب کنټرولوي. په صنف کي يو شاګرد وايي دی په دا خبره نه دی خفه، دی وايي:« طالبانو فقط ديني مضامين زموږ په روزمره نصاب کي را اضافه کړي دي کوم چي ډېره ښه خبره ده ځکه چی خلک بايد ديني مضامين زده کړي.»

د معارف مرستيال وزير محمد صديق پتمن وايي که دولت غواړي چي ښوونځي خلاص وساتي نو بايد نرم دريځ خپل کړي. په کومو سيمو کي چي طالبان ډېر واکمن دي هلته بعضي وخت دولت دوی پريږدي چي د مضمونو د انتخاب چاري په لاس کي ولري او حتی کولای سي د شاګردانو حاضري وګوري.
 ده وويل:« د دولت او طالبانو تر منځ کوم تړون نه دی سوی مګر فقط د ښوونځيو د جاري ساتلو په نیت د معارف وزارت دغې مسألې ته نرمي ښودلې ده.»
 د ښوونځيو دپاره د طالبانو يو نماينده چي و کامري ته يې د مخ ښکاره کولو څخه ډډه وکړه تر څو و نه پېژندل سي داسي وويل:« د کال په سر کي موږ و مکتبو ته د خلاصېدو اجازه ور نه کړه ځکه چي موږ غوښتل دوی بدلون ومومي، بيا مو د ښوونځيو د چارواکو سره يوه لويه غونده را وبلل او دې پايلي ته ورسېدو چی په دې شرط د خلاصېدو اجازه ورکوو چي درسونه يې بايد زموږ او د اسلام د اصولو سره برابر وي. دوی هم راسره ومنل. موږ يواځي اسلامي مضامين اضافه کړي دي په دي خاطر چي که حتی پو انجينر هم فارغه کيږي هغه باید کافي اسلامي پوهه ولري.» ده وويل چي په ټوله اففانستان کي د نورو په څېر دی د طالبانو د مشر ملا عمر امر تطبيق کوي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery