مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-05-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ډنمارکی څارګره اداره د افغانستان په هکله

پوهنمل حاجی محمد نوزادی
سرچینه : پولیټکین

په ۲۰۱۴ کال کی د افغانستان څخه د خارجی جګړه ایزو قوتونو وتل اوس هغه څه دی چی نړیوال او افغانان یی په هکله تر ډیره بریده شک او تردید نلری . دامریکا او د ناټو د نورو غړو سره د ستراتیژیکو همکاریو د تړونونو یو په بل پسی لاس لیک کول هم پخپله دداسی شکونو دلیری کولو مانا لری . ددی سره سم په سیمه او نړۍ کی استخبارات سخت لګیا دی چی د نوموړو قوتونو د وتلو وروسته دحالاتو جاج واخلی او د عواقبو دتصویر وړاندوینی یی ولری . پدی لړ کی ډنمارکی استخباراتو هم خپل دنده هیره کړی نده او دحالاتو ارزونه یی دخپلو مالوماتو له مخی تر سره کړیده .
د POLITEKEN پنامه ډنمارکی ورځپاڼی په ۲۵ / ۵ / ۲۰۱۲ نیټه دافغانستان او په ځانګړی توګه د هلمند ولایت د راتلونکی په تړاو چی ډنمارکی قوتونه هلته میشت دی ، د ډنمارکی نظامی کشفی ارګانو د یوه نشر شوی راپور په اړوند یوه لیکنه نشرته سپارلی ده . پدی راپور کی د خارجی قوتونو تر وتلو وروسته د افغانستان حالات د اندیښنی وړ ښودل سویدی چی خورا تشویش هڅونکی ښکاری . غواړم په لاندی کرښو کی ددغی لیکنی پښتو بڼه تر مینه والو لوستونکو پوری ورسوم :
د هغو څرګندو پرمختګونو سره سره چی افغان اردو ترلاسه کړیدی بیا هم نوموړی اردو ددی کار جوګه نه ښکاری چی یو لړ پیچلی نظامی عملیات دی د اوږدی مودی دپاره په مستقل ډول پرمخ بوزی . افغان پولیس بیا دومره په فساد ککړ دی چی خپل موثریت یی بیخی دلاسه ورکړیدی . د ډنمارک نظامی کشفی اداری په خپل دغه نوی راپور کی تر ۲۰۱۴ کال وروسته کلونوکی د افغانستان دحالاتو د پرمختیاوو په هکله د هر ډول اپتیمیزم ( خوشبینی ) امکان رد کړیدی . راپور ښئی چی د ناټو د جګړه ایزو قوتونو تر وتلو وروسته ددی دپاره چی د افغانستان مرکزی اداره وکولای شی پرلویو ښارونو او لویو لارو باندی خپل کنترول وساتی ، پکارده چی ناټو پدی کار کی مرسته ورسره وکړی، کنه نو دا به یی له توانه وتلی کار وی .
نژدی دری هفتی مخکی افغانانو ته د امنیتی مسئولیت سپارلو د دریم پړاو سیمی په ګوته شوی . دلومړیو دوو پړاونو په پرتله به دا ځل افغانان مجبور وی د ډیرو بحرانی سیمو د امنیت ساتنه پرخپله غاړه واخلی چیری چی ښورښیان ، د نشه ای توکو کاروباریان او سیمه ایز زورواکان ستر چلنجونه رامنځته کوی . د سوداګریز ښار ګرشک سیمی چی پخوا یی ډنمارکی قواوو د امنیت مسئولیت پرغاړه درلود ، په هلمند ولایت کی یو له دغه ډول سیمو څخه ګڼل کیږی . دغه سیمه د امریکایانو د ارزونی سره سم د هیواد په کچه تر ټولو خطرناکه او د تشدد نه ډکه سیمه ګڼل شویده .
دکشفی ارګانو په یاد شوی راپور کی راغلی : « افغان امنیتی ځواکونه به د امنیت ساتلو په اړوند د دریم پړاو په سیمو کی دسختو چالشونوسره مخامخ شی » او په ځانګړی توګه د هلمند په اړوند زیاتوی : « پدی سیمه کی به افغان حکومت او امنیتی قوتونه به یی ددی توان ونلری څو د نړیوال ائتلاف د ملکی او نظامی مرستو پرته د تیرو اوږدو کلونو لاسته راوړنی پسله دی هم وساتی » . دغه کشفی ارګان پخپل راپور کی خبرداری ورکوی چی په داسی سیمو لکه هلمند کی د امنیت او پرمختګ چاری په ځانګړو کوښښونو پوری تړلی دی او افغانی اداره به دلته په مادی تامیناتو او دښورښیانو د امکاناتو په پام کی نیولو سره د سیاسی ټیکاو په راوستلو کی پاته راشی .
د ډنمارک دنظامی اکاډمی دستراتیژیکو چارو د انستیتوت مشر Ole Kvaerno لا تراوسه نوموړی راپور په بشپړه توګه ندی لوستی مګر د راپور پیسیمیستی ( مایوس کونکی ) لهجی هیښ کړیدی . دی وایی : « داهغه څه ندی چی ما دخارجی چارو د وزارت او دفاع وزارت دهغو کارکونکو څخه ارویدلی کوم چی تازه له سیمی نه ډنمارک ته راګرځیدلی دی ، ښکاره خبره ده چی دا یوه له هغو موضوعګانو څخه ده چی باید په اړه یی د احتیاط نه کارواخیستل شی . هغه څه چی دنوموړو کسانو څخه ارویدل کیږی ، دادی چی هلته کارونه په ښه توګه پرمخ روان دی ، ځکه نو د استخباراتی څانګی دغه راپور ماته د حیرانتیا وړ دی . دلته تر هغه چی موږ لیدلی دی ، ډیر څه په منفی ډول ښودل سوی » .
Ole Kvaerno دامنی چی په کلیوالو سیمو کی د طالبانو دلاسبریو خطر په لوړه پیمانه شتون لری مګر زیاتوی چی ناټو دمګړۍ پدی لګیا ده چی په نوموړو سیمو کی د اړوندو اوسیدونکو څخه د محلی پولیسو ډلی جوړی او سمبالی کړی . خو د ډنمارک دنظامی استخباراتو د راپور له مخی داسی بیړنۍ خطر سته چی افغان مرکزی دولت به د کابل دباندی په تدریجی ډول خپل واک دلاسه ورکړی او کلیوالی سیمی به کورنی جنګ ته ورته په داسی حالاتو کی راګیر شی لکه تر طالبانو مخکی چی یی شتون درلود او و قدرت ته یی دطالبانو درسیدلو لاره هواره کړه . راپور زیاتوی چی محلی زورواکان به د مرکزی دولت دکمزورتیا نه ګټه پورته او دخپلو منافعو دتامین پخاطر به په هر راز روا او ناروا کارونو لاس پوری کړی .
د ډنمارک د دفاع وزیر Nick Hækkerup بیا پدی اند دی چی د عادی وګړو د ژوند په شرایطو کی دخرابوالی دخطر په پام کی نیولو سره دا اړینه نده چی یوازی ټول پام نظامی مرستو ته واړول شی . دی وایی : « افغانستان به یوازنی هیواد وی چی په یوازی توګه به د ډنمارک دخارجی مرستو ستره برخه ترلاسه کړی داځکه چی افغانستان دخپلو دموکراتیکو جوړښتونو په رغونه او پرمختیا کی اړتیا ورته لری . دکشفی اداری راپور ښئی چی دهیواد دژوندانه دغه اړخ خورا ډیر د پام وړ دی . له همدی کبله ده چی په راتلونکی څو کالو کی به د ډنمارک پام د نورو جګړه ایزو چارو په پرتله و دغی اړخ ته ډیر واوړی » .
پروفیسور Mikkel Vedby Rasmussen هم د دفاع د وزیر پشان د استخباراتو د راپور په څرګندونوکی سپینوالی ستایی او مخ په وړاندی یو کار یی بولی . دی وایی : « ددغو ارزونو د واقعیت په اړه باید دخپله ځانه پوښتنه وشی او دی کار ته پام واړول شی چی ډنمارک او ناټو ته پکار ده څو په افغانستان کی تر ډاډمن ټیکاو پوری خپلی نظامی هلی ځلی و غځوی . ډاډمن ټیکاو داهغه څه دی چی تر اوسه پوری پدی لسو کلونو کی د زیاتو قربانیو سره سره ترلاسه شوی ندی . دا ډار هم شته چی پسله دی نه به هم دی موخی ته و نه رسیږو » . نوموړی دخپلو څرګندونو په دوام زیاتوی : « دا هم باید له ځانو و پوښتو چی ناټو باید نور هم څوکاله پدی هیواد کی دخپلو جنګی قوتونو سره پاته شی ؟ دوه ، دری یا څلور کاله به خدای خبر چی کفایت وکړی او دا به په پوره ډول یو ریالستیک سیاسی نظر نه وی ».
دنظامی کشفی اداری راپور د افغانستان ګاونډیانو په ځانګړی ډول ایران او پاکستان ته هم ګوته نیسی او وایی چی دناټو دوتلو سره به سم دوی هم خپلی لاسوهنی په افغانستان کی زیاتی کړی . پاکستان به د وسله والو مخالفو ښورښی ګروپونو وملاتړ ته لا نور هم زیات دوام ورکړی . په راپور کی راغلی دی : « په افغانستان کی دسیمی د بازی کوونکو ترمنځ د ګټو سخت تفاوت د یوه داسی ګډ ابتکار مخنیوی کوی چی له مخی یی د نړیوالو په مرسته دسولی چاری بریالی کیدلای شی » .

د ژباړی پای

د ژباړونکی یادوونه :
دا راپور دهغو کسانو لخوا لیکل شوی څوک چی دیوی خوا دافغانی ټولنی دخپلمنځی باریکو او پیچلو اړیکو سره بشپړ بلدیت نلری او دبلی خوا یی دسیمی دهیوادونو لخوا راپیښی شوی ناخوالی تر لویه بریده یوازی دلیکنو دلاری تر نظر تیری کړی دی . سره لدی هم دوی هغو ترخو واقعیتونو ته پام اړولی دی چی هیواد او اولس په نژدیو راتلونکو کلونو کی ورسره مخامخ کیدونکی دی . راپور دهیواد ملی اردو د بی شمیرو لګښتونو سره سره چی ورباندی شوی او لاهم کیدونکی دی ، د امنیت راوستلو په موخه یوه داډمنه قوه نه بولی او ملی پولیس یی سر تر پایه په فساد ککړ ګنلی دی . زما سره داتشویش سته چی په راتلونکو نژدی کلنو کی د افغانانو دستونزو مور همدغه ناتوانه په اصطلاح ملی اردو او ملی پولیس وی . ددی اردو او پولیسو دواړو ډیره برخه هغه اجیری او تطمیع شوی ډلی دی چی دخپلو شخصی ګتو پخاطر دهر چا ترڅنګ دریدلای شی . دبلی خوا نه دغه اجیری ډلی تر لویه بریده د څو محدودو جنګی تنظیمونو بی بندوباره کسان دی چی د وطن تر ګټو دخپل تنظیم ګټی ورته ډیری مهمی او مقدسی ښکاری . لکه څنګه چی یی پخپلو تنظیمونو کی د چورچپاول او دخلګو پرمال او ناموس باندی دتیری کولو سره عادت نیولی وو ، دلږ فرصت په تر لاسه کولو سره به بیرته بیا په هم هغو کارونو لاس پوری کړی ( ترک عادت موجب مرض است ) . ددغو وسله والو ډیره برخه دی ته اماده ده څو داړتیا له مخی هرکله چی اړینه وګڼل شی دوی به یونیفورم وغورځوی او بیرته به پکول پر سر کړی .
هغه کسان چی مسلکی روزل شوی صاحب منصبان او د پولیسو کارکونکی وه ، په لوی لاس او قصدی ډول د صحنی نه و ایستل شول . دا ټول کارونه دیوه منظم پلان له مخی سرته رسیدلی دی . بیځایه نده چی دراپور لیکونکی د راتلونکی وړاندوینه دداسی یو حالت په تصویر سره کوی لکه تر طالبانو دمخه چی وو، یانی تنظیمی انارشی ، پاټک بازی ، دغنیمت پنامه د هرڅه چورول ، دخلګو پرمال او ناموس تیری ، د وینو رودونه . . .
زما په اند که چیری څوک نه غواړی چی په راتلونکی کی طالبان یوار بیا د ورته کرغیړن حالت و له منځه وړلو ته پښی لوڅی کړی نو پکار ده سر د اوس نه دسولی دټنګیدو چارو ته ټینګ پام واړول شی او دهری لاری چی کیدلای شی د طالبانو سره یوی نتیجی ته ورسیږی . پداسی حال کی چی همدا اوس دطالبانو مخالفی ډلی د هر ډول جایزو او ناجایزو امتیازونو درلودونکی دی ، بیانو طالبان هم باید ددی ټولنی برابر او متساوی الحقوق غړی وګڼل شی او دهیواد په ټیکاو کی ددوی ستر پوټڼشیال په پام کی ونیول شی . د همدی کبله که طالبانو ته د دوی دمخالفو تنظیمونو پشان مادی او معنوی امتیازونه ورکړل شی ، دی کار ته باید دسولی داړینو چارو په توګه وکتل شی ، نه داچی په وړاندی یی دخنډونو دلایل وتراشل شی .
پای

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery