مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-07-08   مخپرونکئ : 041 - دبېنوا خبریال - کابل

د توکیو کنفرانس د ۱۶ میلیارده ډالرو مرستی ژمنه

benawa afghanistan
علیزی
سرچینه : ګارډین

نیټه: ۸ جولای ۲۰۱۲

څنګه چی ولسمشر کرزی د نړیوالو څخه په خپلو خبرو کی وغوښتل چی هیواد یی یواځی پری نه ږدی، نړیوالو مرستندویه هیوادونو د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د ۱۶ ملیاردو امریکایی ډالرو په اندازه افغانستان ته د بیړنی مرستی د اړتیا په موخه ژمنه وکړل.

د توکیو د تمویل کوونکو هیوادونو په کنفرانس کی، چی پکښی شاوخوا ۷۰ هیوادونو او سازمانونو برخه اخیستی ده، موخه یی په دغه حساسه موقع کی تر ۲۰۱۴ او تر هغه وروسته چی توقع کیږی د ناټو په مشری ډیری فوځونه ووځی او جنګ ځپلی افغانستان ته به د امنیت ډير مسؤلیت ور په غاړه سی، د افغانستان سره د مرستی د کچی ټاکل دی.
ولسمشر کرزی په خپله پرانیستونکی وینا کی وویل چی " زه د افغانستان د دوستانو او همکارانو څخه غواړم چی د افغانستان ولس ته یو ځل بیا ډاډګیرنه ورکړی چی تاسی به زموږ سره یاست". د جاپان خارجه وزیر او هغه چارواکو چی د متحده ایالاتو د خارجه وزیری هیلری کلنټن سره یی سفر کاوه وویل چی مرستندویه هیوادونه به تر ۲۰۱۵ کال پوری ۱۶ ملیارده ډالره موجودی کړی چی د کاله به تقریبا ۴ ملیارده کیږی او دوی وویل چی دا هغه څه وه چی دوی یی په دی کنفرانس کی د لاسته راوړنی طمع درلودل. جاپان چی دوهم ستر مرستندویه هیواد دی، وویل چی دوی به تر ۲۰۱۶ کال پوری تر دریو ۳ ملیاردو پوری مرسته وکړی او همدارنګه جرمنی اعلان وکړ چی د بیا رغوونی او پراختیا په برخه کی به د پخوا په شان هر کال ۵۳۶ ملیونه ډالره تر ۲۰۱۶م کال پوری ولګوی.

د مرستندویانو څخه همدرانګه توقع کیږی چی د نظارت اقدامات هم په نظر کی ونیسی تر څو مرستی د فساد او کمزوری مدیریت څخه پرته پر ځای او اغیزمنی ولګیږی. د جاپان لمړی وزیر یاشیهکو نودا وویل چی”موږ باید دی ته اماده اوسو چی د سختو واقعاتو سره مخامخ سو په کومو کی چی ستونزی هم رانغښتی وی" د ۲۰۰۲ کال راهیسی، افغانستان تقریبا ۶۰ ملیارده ډالره مرسته په ملکی برخه کی تر لاسه کړی ده. نړیوال بانک وایی چی دا مقدار تقریبا د افغانستان د ټول داخلی عاید د مقدار سره معادل دی. د امریکا تر حملی وروسته په تیره یوه لسیزه کی د ۲۰۰۱ کال راهیسی، بهرنی مرستی د بهتره تعلیم، ښه روغتیا، او ۸ ملیونه ماشومانو چی ۳ ملیونه یی یواځی انجونی دی و ښوونځیو د تلو باعث سویدی. دا د هغه وخت سره مقایسه کیدلای سی چی تقریبا یو ملیون ماشومان ښوونځی ته تلل او د انجونو پر مخ بیخی ښوونځی تړلی وی د طالبانو په دوره کی.
د مترقی روغتیایی اسناتیاو پواسطه د ماشومانو د مړینی کچه نیمایی ته را کښته سویده او د افغانستان نیژدی ۶۰٪ سلنه نفوس چی تر ۲۵ ملیونه ډیریږی، د لمړنیو روغتیایی خدمتونو څخه برخمن دی چی د۲۰۰۱ کال په مقایسه تر ۱۰٪ دا سلنه کمه وه. لیکن داسی ښکاری چی د بهرنیو مرستو جریان به د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره په چټکی سره کم سی، پداسی حال کی چی افغانستان په اوسنی حالت کی د طالبانو او نورو جنګیالیو له ګواښ سره مخ دی. د امنیتی مسایلو تر څنګ، مرستندویه هیوادونه د پراخه فساد او د پروژو د ضعیفه مدیریت په هکله هم احتیاط کوی. تر کنفرانس دمخه، جاپانی چارواکو وویل چی دوی پر یو میکانیزم په لټه کی دی چی په منظم ډول د پیسو پر مصرف باندی څار وکړی او د کابل څخه دا تضمین تر لاسه کړی چی مرستی به بی ځایه نه لګیږی. د امریکا د متحده ایالاتونو څخه د ۱ او ۱.۳ ملیاردو تر منځ توقع کیږی ددی کال دپاره، چی دهری راتلونکی لسیزی لپاره به یی ورکوی.
امریکایی چارواکو انکار کړیدی چی د متحده ایالاتونو د اینده مرستی مقدار څرګند کړی، لیکن د اوباما اداری د راتلونکی کال لپاره د ډیری مرستی غوښتنه کړیده لکه څنګه چی د امریکا ځواکونه کمیږی او اختیارات افغان فوځونو ته سپارل کیږی. د نړیوالی غیر نظامی مرستی مجموعی مقدار د فعلی کلنی مرستی چی تقریبا ۵ ملیارده کیږی په نسبت یوڅه کم دی، دا هغه ۵ ملیارده هغه مقدار دی چی د متحده ایالاتونو د هڅو په نتیجه کی د غیر نظامی پروژو لپاره ټینګار باندی سوی و. دا د بارک اوباما د هغی فیصلی عکس دی چی په ۲۰۰۹ کال کی یی د طالبانو له منځه وړلو په موخه د فوځ په تعداد کی زیاتوالی راوستی و.
مرستی به مشروطی وی، په دی معنی چی انتظار کیږی چی دا ژمنی به د حساب ورکونی په موخه یوه پلان جوړ کړی تر څو اطمینانی کړی چی افغانستان د حکومتداری د تقویی، مالی چارو د مدریریت، د دموکراسی د تامینولو، د قانون نقش او بشری حقونو – خصوصا د ښځو حقوقو په برخو کی د پام وړ بهبود راولی. کرزی وعده وکړل چی د فساد سره په مبارزه کی یی عزم ډیر قوی دی. لیکن دی تر اوسه هم د نړیوالو د مایوسی سره مخامخ دی چی د فساد په له منځه وړلو کی پاته راغلی دی. کلینټن چی په یوه ناڅاپی سفر کی د شنبی په ورځ توکیو ته تر تګ وړاندی کابل ته راغلی وه، د ولسمشر کرزی سره یی د سهار چای چښلو پر مهال هغه ته یادونه وکړل چی فساد یوه لویه ستونزه ده.
په ملکی برخه کی دغه څلور ملیارډه کلنی مرسته د هغه ۴.۱ ملیارد کلنی مرستی سربیره ده چی په تیره می میاشت کی یی د شیکاګو د ناټو په کنفرانس کی ئې ژمنه سوې وه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery