مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-08-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

جرمني: د پيغمبر اسلام د رسمونو اجازه ورکړل سوه

ژباړه: احمد شاغاسي
سرچینه : بي بي سي اردو

http://www.bbc.co.uk/urdu/world/2012/08/120817_germany_caricatures_sa.shtml


د جرمني د پلازمېني برلين يوې محکمې و يوې ښې اړخي ډلې ته اجازه ورکړې ده چي د اسلام د پېغمبر حضرت محمد ص شخړيزه کارټوني رسمونه پر کارډونو چاپ کړي.

«پرو ډويچلانډ» نومي دغه ډله په پام کي لري چي د راتلونکي اونۍ په آخره کي د برلين د مسجدونو دباندي مظاهرې تر سره کړي. نوموړې ډله دغه مظاهرې د « اسلام د جرمني سره اړيکي نه لري، اسلامای زېشن ودروئ» تر عنوان لاندي تر سره کوونکې ده.

د اسلام د پېغمبر حضرت محمد ص دغه شخړيزه رسمونه په ۲۰۰۵ مېلادي کال د ډنمارک په يوه اخبار کي خپاره سوي ول، چي له کبله يې په ټوله نړۍ کي احتجاجي مظاهرې تر سره سوي وې.

د اسلام د ديني اصولو له مخي د حضرت محمد ص انځورونه او رسمونه جوړول منع دي.

د بي بي سي خبريال ظهيرالدين بابر چي کله په جرمني کي د اوسېدونکي ژورنالستي عشرت معين څخه پدې حواله خبري وکړې، نو معين وويل چي په جرمني کي د مسلمانانو سره ناوړه چلن کيږي.

هغې زياته کړل چي نوموړي ښې اړخي ډلې د برلين په بيلو مساجدو کي تخريبي کړنې هم تر سره کړي دي او د دغو دباندي يې د نازيانو سمبول «شواشټکا» هم رسم کړی دی.

محکمې په خپله پرېکړه کي د درو مسجدونو د منتظيمينو هغه عارضه رد کړې ده چي پکښي د اونۍ په آخره کي په تر سره کېدونکو مظاهرو کي د پېغمر اسلام ص د رسمونو په ښودلو د بنديز لګولو غوښتنه سوې وه.

محکمې ويلي ول چي د پېغمبر اسلام ص رسمونه ښودل د هيڅ کومي ډلې پر ضد د کرکي يا تاوتريخوالي د عمل په توګه نه سي ليدل کېدلای.

په عيني حال کي د برلين پوليس پدغو مظاهرو کي د سخت تشنج او تاوتريخوالي د رامنځ ته کېدو د مخنيوي لپاره تياری نيسي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery