مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-08-24   مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ

د ۲۰۰۰ پوځیانو وژنه غلط دلیل دی

نثار احمد صمد
سرچینه : پروګرسیو مجله ( امریکا )

لیکوال : متیو روتشیلډ ( د پروګرَسیو مجلې مسؤل مدیر )
منبع : پروګرسیو مجله ( امریکا )
نېټه : ۲۰۱۲/۸/۲۲
ژباړن : نثار احمد صمد

همدا اوونۍ په افغانستان کی یوه لړزونکې پیښه رامنځته سوه . هغه دا چی هلته دوه زرم امریکایی پوځي ووژل سو . دغو وژنو هله زور واخیست چی د اوباما لخوا هلته « شدید پوځی ډېرښت » د امریکایی پوځیانو همداسی شدید تلفات هم رامنځته کړل . لکه نیویارک ټایمز چی لیکی ، هلته لومړني ۱۰۰۰ امریکایی عسکر او مرین پوځیان په تقریبأ نهو کالو کی وژل سوي دي ، خو متباقی ۱۰۰۰ پوځیان بیا صرف په تقریبأ دوو کالو کی ووژل سول .
فقط همدا تیره هفته نهه امریکایی پوځیان د هغو افغاني امنیتی ځواکونو لخوا ووژل سول چی په ظاهره زموږ ملګری دي .
ولسمشر اوباما باید له ځانه وپوښتی چی زه ډاډه یم چی زموږ ګڼ شمیر پوځیان او د هغوی کورنۍ به د ځانو څخه پوښتی چی « موږ ولی هلته اوسیږو ، چی آن خپل ملګري مو لا هم وژنی ؟ »
همدا نن په افغانستان کی د هغی ورځی څخه تر دوه چنده لا هم زیات امریکایی پوځیان مستقر دي چی جورج بوش خپله دوره پوره کړه . هلته د دغو پوځیانو د شتون ظاهري دلایل نور نو ورځ په ورځ تیاره او مبهم کیږی . ځکه ، اسامه بن لاند نور مړ دی ، او هغه په افغانستان کی نه بلکی په پاکستان کی ووژل سو .
د دې جنګ ملاتړي وایی چی موږ باید ځکه هلته و اوسیږو چی طالبان بیرته واکمن نسی . خو کرزي پخپله هغه مقرره لاسلیک کړه چی د هیواد د اسلامی شورا لخوا تهیه سوې وه چی له مخی یې یو میړه خپله میرمن د اسلامی شریعت سره سم وهلای سی .
امریکا د افغانستان سره د انسان دوستۍ پر اساس نه جنګیږی . بلکی ځکه هلته شتون لری چی افغانستان په لویدیځ کی د ایران سره او په ختیځ کی د چین سره پولی لری : یعنی هغه دوه  هیوادونه چی پنتاګون هدف نیولی دي . او دا هیودا ځکه هلته شتون لری چی افغانستان د پخواني شوروی اتحاد د « ستان ـ ستان » څخه د عربي سمنردرګي پر خوا د تیلو یو انتقالی لورﺉ هم دی .
همدا اصلی هغه دلیل دی چی امریکا د افغانستان سره جنګیږی . خو دا ښه او معقول دلایل نه دي چی لپاره یې باید دوه زره امریکایی پوځیان تباه او ووژل سی . پای

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery