مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-09-08   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ختیځ ادبي بهیر خپله اتمه اونیزه غونډه ترسره کړه

لیکوال:ایمل مړوند


د تېر په څېر دا ځل هم ختیځ ادبي بهیر خپله پرله پسې اتمه اونیزه غونډه  ( ۱۳۹۱) کال د وږي پر ۱۷مه د جلال اباد ښار د میدوتیک په انګړ کې ترسره کړه.
د غونډې پیل خاورې منت بار د قران پاک د څو مبارکو ایاتونو پر تلاوت وکړ. او په دوربابا ولسوالۍ کې د شوې پېښې په اړه بهیروالو خپله خواشیني ښکاره کړه او قربانیانو او د هغوی کورنیو ته يې د پاک خدای له درباره د دعا لاسونه لپه کړل.
ورپسې د دود سره سم د غونډې مشر او میلمه د ویاند لخوا ګدونوالو ته وروپېژندل شول، د غونډې مشر ستار شاه نجات مل او مېلمه يې نصرت الله الهام وو.
ورپسې د تل په شان د تېرې اونې د ګزارش اوریدولو ته وار ورکړل شو ، چې د ګزارش لیکونکي د نه شتون له امله ګزارش محمود خزان ولوستلو.
د ګزارش ترلوستلو ورسته محمود خزان وویل ، چې پخوانی ګزارش لیکونکي  فرهاد الله حسیب غوښتنه کړې ، چې بهیروال دې د ګزارش لیکلو لپاره بل څو وټاکې  بهیروالو هم د ښاعلي اسیب غوښتنه ومنله اود ټولو ناستو ملګرو په خوښه ایمل مړوند د ګزارش لیکلو لپاره وټاکل شو.
تر دې ورسته پر ګزارش د ګډونوالو لخوا خبرې پېل شوې ، همت مل وویل که د کسانو د شمېر پرځای د لسګونو تنو کلیمه وکارول شي دا به ښه وي.
نصرت الهام وویل: که په ګزارش کې د ټولو ګډنوالو او هغه کسانو  چې شعرونه يې په غونډه کې ویلي د هغوی نومونه ولیکل  شي دا به نور هم ښه راشي او د نورو غونډو لپاره به وهڅول شي.
پر ګزارش ډېرې خبرې له دې امله ونه شوې چې خپله ګزارش لیکونکی نه و راغلی.
د ژمنې سره سم ایمل مړوند د خپلې نثرې ټوټې لپاره دریځ ته وروبلل شو ، چې د باران شپه  تر سرلیک لاندې يې خپله لیکنه ګډونوالو ته واروله.
په لیکنه د خبرو پیل غزت الله ځواب وکړ نوموړي وویل : د مړوند د باران شپه تر سرلیک لاندې لیکنې  ته موږ د کیسې نوم نه شو ورکولی، ولې ادبي ټوټه یا نثري ټوټه ورته ویلی شو د ځواب په وینا په کیسه کې موږ پیل ، پای او اوج لرو ، چې دا توکي په دې لیکنه کې نه وو.
ځواب وویل دا یوه ښه نثري ټوټه یادولی شو.
خاورې منت بار بیا په لیکنه کې د لفظونو د تکراري راتلو خبره وکړه او ويې ویل: په ځينو ځایونو کې ځينې کلمې تکراري راغلې دي.

صفت الله رښتین وویل: زما په نظر دا یوه ښه خوږه خاطره وه په خبره يې که چېرته د کړنګ پرځای ټک یاد شوی وو، نو ښه به راغلی و.
هغه وویل د باران څاڅکي ډېر واړه وي او کله چې په یو پتیلچه کې د چت څخه راپرېوزې، نو غږ يې دومره ډېر نه وي چې کړنګ وکړي په وینا يې کړنګ موږ هغه غږ ته ویلو شو چې اواز يې ډېر لوړ وي.
بازمحمد عابد د ځواب په تاید وویل چې دا یوه ادبي یانثري لیکنه وه، خودا چې هره لیکنه له ځان سره یو پیغام لږدوي په دې لیکنه کې کې ورته داسې څرګند پیغام ښکاره نه شو اوکوم پیغام يې دلوستونکو لپاره هم نه درلودو.
نوموړي وویل: که چېرته يې په همدې تصور کې د خپلې مرحومې مور سره ګېلې او خبرې غزولې وې او د دنیا د ځينې پېښو  یا د خلکو د کړنو یادونه يې کړې وه، یايې  د دور بابا پېښه یاده کړې وه، چې زما په وطن کې خلک داسې یوبل وژني، نو زما په نظر یو پیغام به يې  لرلی و، خو ولې نثر يې ډېر لوړ او هنري نثر لیکلی دی.
د عابد په وینا په لیکنه کې په یو ځای کې راغلي چې شپې خپله خاموشي خوره کړې وه زما په نظره خاموشي نه وه ځکه ، چې  له باران سره باد او زوږ ملګری وي چې دا خپله د شپې خاموشي ماتوي.
محمد نادر دانش  لیکنه د بارن د شپې يو ښه انځورکشي وبلله وویل د باراني شپې ډېر ښه انځور يې په ډېرو خوږو الفاظو کې وړاندې کړی دی. دانش د کړنګ لفظ ته په اشارې سره وویل: کله چې په یو تش لوښي کې څاڅکي د پاسه نه راتویږي هغه ټک نه کوي بلکې کړنګ کوي او دا کلیمه يې پرځای ووبلله.
بازمحمد بیا د د لیکني په هنري برخه وګړیدو وویل: یو ښه ادبي یانثري ټوټه ده، چې په نثر کې يې شاعري کړې که چېرته ایمل مړوند همداسې نثر ولیکي نو باور لرمه چې یو وخت به ډېر ښه نثر لیکونکی وي، ډېر ښه قلم لري او زه ورته دوعاګانې کومه چې همداسې پرمخ لاړ شي.
خالد ټکان وویل:  په نثر کې الفاط ډېر مهم رول لري او نثر ته ښکلا ورکوي چې دا کار مړوند کړی دی او په هرڅه کې موږ باید پیغام ونه ګورو او نه اړینه ده چې په هره لیکنه کې دې د جګړې په اړه پېعام خپور شي دا یوه ښه نثري ټوټه وه چې په خوږو الفاظو لیکل شوې وه.
نادر دانش وویل: ځينې پیغامونه ډېر څرګند او ښکاره نه وي ماته په دې لیکنه کې د مړوند هدف او پیغام د مور سره د مینې ښکاري، چې په داسې یوه بادي او باراني شپه کې هم  ورته یاده ده او د هغې په خیالونو کې ډوب دی.
د دانش په وینا د (مور په څنګ مې ناست یم ) او د( مور په غېږ مې سر ایښی و) فکر کومه د مور په څنګ مې ناست ومه دې جملې ته پکې اړتیا نه وه او ماته تکراري ښکاري.
صفت الله رښتین په لیکنه کې د پیغام په اړه وویل ماته پکې تر ټولو لوی پیغام د غریبۍ او بې وسۍ ښکاري چې د باران په شپه هم دی په يوه داسې کوټه کې ناست دی چې پرې د پاسه څاڅي.
نصرت الهام وویل مړوند ښه قلم لري او باید ځانته پام نور هم زیات کړي زما په نظر په لیکنه کې په یو ځای کې راغلي (شپې خپله خاموشي خپره کړې وه ) چې دا یوه اضافي جمله ماته ښکاري.
د الهام په وینا دا یو ښه شاعرانه نثر بللی شو ځکه باران کلیمه یوه شاعرانه کلیمه ده او دلته څو ځله په ډېر هنري ډول یاده شوې ده.
همت مل وویل ماته يې هم دا تر ټولو لوی پیغام ښکاري، چې دی په خپلو ټولو ملګرو بې باوره دی او بل هیچاته هم زړه نه شي تشوالی او یوازي خپلې مور سره د زړه غوټې سپړي.
بختیار ساحل وویل: د مړوند دې لیکنې ماته یو بل فکر راکړ،  ده کمال کړی دی او د باران شپه يې ډېره ښه تشریح کړې ده، چې په دې پرمختللې نړۍ کې اوس هم موږ د باران د شپې سره څومره ستونزې لرو دا یو ښه پرتله ده د نورې دنیا سره په نوره دنیا کې که بارانونه اوري، خو وګړي يې ورسره هیڅ نه تنګیږي ځکه هغوی ورته وسایل لري، خو موږ لاهم د باران په شپه هیڅ نه لرو چې ځان د بارانه وساتو.
نجات مل وویل زما په نظر د ټک نه کړنګ سم دی.
عابد  بیا د نصرت الهام په ځواب کې وویل زما په اند (د مور سره مې په څنګ کې ناست ومه ) دا جمله د بلې راتلونکې کړۍ لپاره یو ښه لینک دی او دلته پرځای راغلې ده.
په نثري ټوټه له کرکتنې ورسته يوه ازاده مشاعره وشوه ، چې لسګونو تنو شاعرانو په کې خپل شعرونه ګډونوالو ته وارول.
د مشاعري په پای کې د غونډې مشر مېلمه ستار شاه نجات مل ته وار ورکړل شو، چې ګډونوالو ته د غونډې په اړه خپل نظر څرګند کړي، ښاعلي نجات مل د ختیځ ادبي ناستو پر پیلیدو ډېره خوښي ښکاره کړه او دایې يو ښه او پرځای ګام وباله. نوموړي د کوټ ادبی کاروان په استازولۍ د ختیځ ادبي بهیر نه خپل ملاتړ اعلان کړ او په ناستو کې يې د ګډون ژمنه وکړه بهیروالو هم د کوټ ادبي کاروان په غونډو کې د ګډون او همکارۍ لاسونه ورکړل.
د غونډې په پای کې وټاکل شوه ، چې راتلونکي اوونۍ به د ختیځ ادبي بهیر اونیزه ناسته د جعفرهاند په کتاب (نوره دې نه  یادوم ) مخکتنې ته ځانګړې وي.
غونډه غرمه ناوخته پای ته ورسیده .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery