مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-09-10   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

افغانستان د پاكستان فوټبيال لوبدله ماته كړه

پښتنه اميد

دافغانستان ښځينه فوټبال ملي لوبډلې د يوې په زړه پوري لوبې وروسته خپله سياله پاکستانۍ ښځينه لوبډله په نړيوال ميدان کې دماتې پر  ټغرکښينوله.
په دې سره افغان ښځينه فوټبال ملي لوبډلې په څلورو ګولونو پاکستان ته په ماتې ورکولو سره دوهم پړاو ته لاره هواره کړه.
 دافغانستان لخوا شبنم دلوبې په 8 مه او 30 او  هيلۍ ارغنديوال په 51 مه  دقيقه كې د پاكستان د ګول جاله په توندو بالونو ولړزوله  او مرجان بيا د لوبې په وروستيو کي د څلورم ګول په ترسره کولو د روانو سياليو نيمه پاي لوبو ته درسيدو هيلي ژوندې وساتلې او پاکستان ته يي شرمونكي ماتې ورکړه.
پاكستان په ټوله لوبه كې يو ګول هم ونه كړ او ترې پايه په مړو سترګو صفر پاتي سو .
دا دپاکستان لومړۍ ماتې نه ده  بلکې پاکستان تيره ورځ له نيپال څخه د اتو ګولونو په خوړلو هم  ماتې خوړولې وه.
افغانستان به دليك په وروستۍ سيالۍ کي له نيپال سره هم ولوبيږي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery