مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-09-10   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

په هېواد فاونډيشن کې د کار موقع

 

د ننګرهار د کامې په ولسوالۍ کې نوی تاسيس شوی بنسټ (هېواد) مدير يا چلونکي ته اړتيا لري.

د مدير دنده دا ده چې د بنسټ چارې وچلوي او د بنسټ مديره هیئت ته مياشتني راپورونه چمتو او وسپاري. د مديره هيئت لخوا ورکړ شوی پلان، تګلاره، او پروژي په برياليتوب عملي کړي. مدير دنده لري چې د ټولنې اړتياوي معلومې کړي او په دې موخه د بنسټ سرچينې او مامورين په اغېزمنه توګه وکاروي او په پايله کې يې مديره هيئت ته نوي ابتکارونه وړانديز کړي. همدا راز مدير دنده لري چې د بنسټ مامورين، مالي کارونه، ښوونکي، کتابتون، او ميوزيمونه اداره کړي.

مدير ته مياشتنۍ تنخوا ورکول کېږي او د بنسټ د لايحې له مخې یې د کار ورځې او رخصتيانې تنظيمېږي. د کار ځای په ننګرهار کې د کامې ولسوالۍ ده.

د ګمارنې شرطونه دا دي چې بايد چې د ليسانس تر کچه یې زده کړې کړي وي،  په عامه خدماتو کې لږ تر لږه دوه کاله تجربه ولري او د ټولنې د خدمت مينه وال وي، د نيکو اخلاقو څښتن وي، په کمپيوټر پوهېږي او د بريښناليک له لارې د مديره هيئت او نورو دولتي او غير دولتي اداره سره اړيکي ساتلی شي. په انګليسي پوهېدنه مثبت ټکی دی.

له ټولو نوماندانو هيله کېږي چې خپلې سوانح  د ١٣٩١ لمريز کال د تلې ۱۰ نيټې پورې په لاندې بريښناليک راولېږي:

hewades@gmail.com

د هېواد بنسټ پيژندنه:

هېواد یو غیر نفعی خپلواک خیریه افغاني بنسټ دی چې د ټولو هېوادوالو او په ځانګړي ډول د کلیو اوسیدونکو د هوساینې او هغوی ته د بنسټیزو خدمتونو د وړاندې کولو له لارې غواړي له دوی سره مرسته وکړي. د خپل ولس په هڅو جوړ شوی دا بنسټ غواړي د اړو خلکو او کورنیو ستونزې وڅېړي او د ښه ژوند د لرلو په موخه ورسره د اړتیا سره سم پروګرامونه جوړ او د توان سره سم خدمتونه ورته وړاندې کړي. هېواد په دې باور دی چې ټولنه باید خپلې سرچینې، مهارتونه، او کفایتونه د خپل خدمت ، پرمختګ، او هوساینې په موخه وکاروي. له دې کبله په ټولنه کې د خلکو د پوهې او مهارتونو د کچې په پورته کولو کار کوي او په دې موخه دارالحفاظ، د اسلامي ښوونې او روزنې کورس، د انګليسي او عربي ژبو کورسونه، د رياضي او ساينس کورسونه، د کانکور لپاره د چمتو کېدو کورسونه، عامه کتابتون، او د قرانکریم پېژندنې او کرکټ ميوزيمونه تاسيسوي او تر څنګ یې نور خدمتونه لکه د پلونو جوړول، د يتيمانو سره مرسته کول او د پوهنتون د زده کونکو ډول ډول ملاتړ کول هم په راتلونکي کې په پام کې لري.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery