مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-09-15   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې ته ماتې ورکړه


 


د ۲۰۱۲ کال نړیوالو شل اوریزو سیالیو ته د چمتوالي په موخه په یوې دوستانه تمریناتي لوبې کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د دغې شل اوریزې لوبې ټاس د سریلانکا الف لوبډلې وګاټه خو افغانستان ته یې د توپ وهنې (بیټینګ ) کولو بلنه ورکړه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۰۹ منډې جوړې کړې او خپلې سیالې لوبډلې ته یې د ۲۱۰ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له لوري محمد نبی عیسی خیل نن هم په زړه پورې لوبه وکړه په ۲۴ بالونو یې ۵۱ منډې جوړې کړې ۵ شپږیزې او دوه څلوریزې یې ووهلې. همدا راز محمد اصغر ستانکزي ۵۰ منډې ، محمد شهزاد محمدي ۴۸ منډې، شفیق الله شفق ۲۶ منډې او ګلبدین نایب په خپل اور سره ۲۳ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا الف لوبډلې په ۱۸.۲ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۵۸ منډې جوړې کړې او وایې نشو کولای د افغانستان له لوري ورکړل شوي هدف ته ځان ورسوي افغانستان د ۵۱ منډو په توپیر سره لوبه د ځان په ګته پای ته ورسوله.

د افغانستان له لوري دولت ځدران د خپلې سیالې لوبډلې درې لوبغاړي ، محمد نبی عیسی خیل ، سمیع الله شینواری او نسیم بړیڅ دوه دوه لوبغاړي او شاپور ځدران یوه لوبغاړی وسوځاوه.

د دغې لوبې غوره لوبغاړی محمد نبی عیسی خیل ونومول شو.

ټاکل شوې ده چې افغانستان د دوشنبې په ورځ خپله دوهمه شل اوریزه تمریناتي لوبه د ویسټ اینډیز هیواد په وړاندې ترسره کړي.

د ۲۰۱۲ کال نړیوالې شل اوریزې لوبې د سپتمبر میاشتې په ۱۸ مه نیټه، په سریلانکا کې پیلیږي ، په دغو لوبو کې د افغانستان په ګډون د دولسو هیوادونو لوبډلې ګډون کوي.

افغانستان به خپله لومړنۍ لوبه د سپټمبر میاشتې په نولسمه نیټه، د هندوستان هیواد په وړاندې ترسره کړي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery