مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-10-02   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

د ميوند اتلانو په لمړي پړاو كې لمړى مقام خپل كړ

پښتنه اميد

په پلازمينه كابل كې د افغانستان د غوره ليك د سياليو د رواني لړۍ په لمړي پړاوكې  د لوى كندهار فوټبال  لوبډلي  ( د ميوند اتلانو) په خپل (الف)ګروپ كې لمړى مقام خپل كړ .
دا سيالۍ چې څه موده مخكي د روشن مخابراتي شركت له لوري د هيواد د اتو زونونو تر منځ پيل سوي دي دويم پړاو ته ولاړي .
د لمړي پړاو په وروستيو كې نن سه شنبه د ميوند اتلانو د سپين د غر د بازانو سره لوبه وكړه .
د لوبي په لمړۍ نيمايې كي لمړى د سپين غر بازانو ګول وكړ او په همدې نيمايې كې  د ميوند اتلانو خپل غچ واخست او د يوه ګول په لګولو سره يې لوبه مساوي كړه .
لوبه تر پايه همداسي مساوي روانه وه .
په لوبه كې د سپين غر بازانو  ته درې ژړ كارتونه  هم ور ښكاره كړل سوه .
د دې پړاو غوره لوبغاړى د ميوند اتلانو تكړه فوټبالر عبدالواحد نورزى  اعلان سو  .
د يادي لوبډلې لارښوونكى عبدالسميع غيرتمل وايې  ، دا چې د ميوند اتلانو نمري زياتي دي نو د لومړي پړاو لمړى مقام يې تر لاسه كړ او دوهم پړاو يعني سيمي فاينل ته يې لاره پيدا كړه .
په سيمي فاينل كې د ميوند اتلان لوبه كوي  ، كه يې وګټل په وروستي فاينل كې د سياليو د لمړي مقام ګټلو دپاره لوبه كوي او كه يې وبايلل د دريم او څلورم مقام دپاره لوبيږي .
د ميوند اتلانو لوبډله په دې سياليو كې تر ټولو لوړي نمرې او ښه نوم لري .
د ميوند اتلانو راتلونكي لوبه د شمال زون د فوټبال لوبډلې سره ده .
د دې لوبډلي سره  چې د لوبي ميدان   ته هره لوبډله راځي نو زړه يې په سخت لړزان كې وي خو د سپين غر بازان هم په دې سياليو كې ښه ځليدلي دي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery