مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-10-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پکتیا ورزشکاران له ستونزو سره مخ دي !

زمری کامران کروړ/پکتیا

کابو دوه اونۍ کیږی چې په پکتیاولایت کې دفوټبال سیالۍ پیل شوي دي ،یادې سیالۍ دپکتیاولایت فوټبال فدراسیون له خوا په لاره اچول شوي دي چې تر شلو زیاتو ټیمونو پکې ګډون کړي ده .
 په پکتیاولایت کې ورزشکاران ډیر دي او په هر برخه کې ښه لاسته رواړنې هم لري، خوستونزه دلته ده چې دپکتیاولایت دولتی چارواکي او په ځانګړی توګه ورزشی امریت دپکتیاولایت ورزشکارانوته پام نکوي او تل یې په دروغو ژمنو غلتوي .
 لومړی خو په پکتیاولایت کې ورزشي ځایونه نشته او یادو مسولینو تراوسه پورې جدی ګامونه ندې پورته کړي،چې ورزشکاران ستونزه یو ه څه حل شي او دي ورزشکارانو لپاره یو څه مناسب ورزشي ځایونه جوړکړی .
 دوي په خپلو کړانوکې پاتی راغلی دی یو ازی په خپلو مزو باندې مشغول دي او تل هڅه کوي چې خپل موقف او چوکۍ په هر قیمت چې وی ساتي یې او د ولس څخه ګټه کوی او تل یې ولس څخه ناوړه ګټه پورته کړي ده .
 دپکتیاولایت چارواکو یوازی یوه ورزشی سټډیم جوړکړي دي هغه هم نیشی توکو په واړندې دمبارزی وزارت ،چې یوه میلیون افغانۍ پکتیا ته انعام په توګه ورکول شوی وه ،هغو روپیو له برکت یاد سټډیم جوړشوي ده ،که دغه روپیو نه وي نو بیا مو په ۴۰۲۳کال کې هم دسټډیم څښتن شوی نه وي ،او سټډیم هم په معیاری توګه نده جوړشوی او زیاتی ستونزی لری .. .
 اوس ستډیم شته خو څوک اجازه ورزشکارانو ته نه ورکوی چې هلته لاړ شی او خپل تمرینات وکړی .
 په سر کې مې یادونه کړی وه چې په پکتیاولایت کې فوټبال سیالۍ پیل شوي دي ،خو چې کله دفوټبال سیالۍ پیل کیدې ،موږ ټول د فوټبال سرټیمان سره یواځی کیناستو چې باید سږکال سیالۍ په سټډیم کې وکړو ،ټول ومنله او دپکتیافوټبال فدارسیون سرپرست وویل چې زه باید اجازه واخلم چې فوټبال سیالۍ په سټډیم کې وشی .
 خو بل لورته ورزشی امریت اجازه نده ورکړی چې سیالۍ په سټډیم کې وشي ،او ځینو بهانو باندې بیرته ورزشکاران رخصت کړل .
 اوس یاد فوټبال ورزشکاران داسې ځای کې سیالۍ کوی چې ګردانو ،غباراو کندی کپر دي او زیات ستونزو سره دفوټبال لوبې مخته بیایې .
 نوموږ له چارواکو څخه غوښتنه کوه چې دي دپکتیا ورزشکارانو سره دي ظالم نکوي! او یادی ورزشی امر چې دولس کاله څخه یې ډير موده کیږی پرچوکۍ ناست او هیڅ نواښت په پکتیا ولایت کې یې نده راستولی او هیڅ دکار سړی نده باید ترې لری ،او همدرانګه ورزشی امر څخه مو غوښتنه داده چې خپلې دندې څخه په عزت سره استفا ورکړي.
 چارواکې باید داسې یو ه تکړه غښتلی ځوان ورزشکار معرفی کړی چې د ورزشکارانو ستونزه ته رسیدګی وکړي .
 ځکه دپکتیا ورزشکاران زیاتی وړتیاوی لري خو څوک نشته چې دوی سره په معناوی او مادي چارو کې کمک وکړی او دوی لپاره مناسب ځایونه جوړکړی ،او ښه ملاتړ ترې وکړي ،چې دهیواد او پکتیا لپاره ښې لاسته رواړنی راوړی .
 همدرانګه موږ ټول دپکتیاورزشکاران له ملی کمیټی څخه غوښتنه کوه چې لږ پکتیا ته هم پام وکړي او دلته هم یو څه ورزشي ځایونه جوړ کړي.
 او دنورو ولایتونو پرڅېر چې هلته کارونه کیږی امکانات ورکول کیږی باید پکتیا ته هم په درنه سترګه وکتل شي او د مور اومیری چلند ونکړي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery