مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-10-25   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

فيضي : د ډيورند د رسميت په اړه د امريکا نظر بې ‌ارزښته دی

پښتنه اميد

د ډيورند د کرښې په اړه د امریکایي دېپلوماتونو څرګندونې به د افغانستان د خلکو او حکومت پر دریځ باندې هېڅ ډول اغېز ونه لري.
د ولسمشر ویاند اېمل فیضي، چې  پرون  یې د حکومت د رسنیو په مرکز کې خبرې کولې، د ډیورند د کرښې په اړه د امریکایي دېپلوماتانو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل: «د ډیورند د کرښې په اړه د امریکایي چارواکو څرګندونې د دغه هېواد همېشنی دریځ دی؛ خو د هغوی دا څرګندونې د افغانستان د خلکو او حکومت پر دریځ باندې هېڅ ډول اغېز نه لري.»
د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د متحده ايالتونو ځانګړي استازي مارک گروسمن د يکشنبې په ورځ په کابل کې له يوه خصوصي ټلوېزيون سره په مرکه کې ويلي وو، چې واشنګټن د ډېورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي نړيواله پوله بولي. چې تر هغه وروسته د افغانستان لپاره د امريكا د متحده ايالتونو سفير، د مارک ګروسمن هغه څرګندونې، چې وايي د امريکا متحده ايالتونه د ډېورنډ کرښه په رسميت پېژنې، په رسمي ډول تاييد كړې.
د امريکا سفير جيمز بي کنينګهام په کندهار کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې هېواد يې د ډېورنډ ګرښه د پاکستان او افغانستان تر منځ د رسمي پولې په توګه په رسميت پېژني.
خو ایمل فیضي وویل، چې د ډیورند مسله یوه ملي، تاریخي او حقوقي موضوع ده، چې حکومتونه او بهرني هېوادونه یې په اړه پرېکړه نه شي کولای؛ بلکې دا د افغانستان خلک دي، چې په دې اړه به تصمیم نیسي.
همدا راز د ولسمشر ویاند په ۲۰۱۴ زېږدي کال کې د ولسمشرۍ د ټاکنو په ترسره کېدلو باندې ټینګار وکړ او ويې ویل، چې د افغانستان دولت هوډمن دی، چې ولسمشريزې ټاکنې باید په خپل وخت، رڼې او په عادلانه ډول ترسره شي.
د ولسمشر وياند، د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدلو په کميسيون کې، د دوو بهرنیانو غړیتوب د افغانستان له اساسي قانون او ملي واکمنۍ سره په تضاد کې وباله او ويې ویل: «انتخابات د افغانستان خپله کورنۍ موضوع ده او افغانستان اوس هغه د لس کاله پخوا افغانستان نه دی؛ بلکې نننی افغانستان د دې توان او وړتيا لري، چې په خپله انتخابات ترسره کړي.»
د نوموړي دغه اندېښنې، چې ګویا د افغانستان حکومت به په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي، بې ځایه وبللې او ويې ویل، چې افغانستان ډېموکراسۍ ته ژمن او ولسواک هېواد دی، د بیان آزادي، مدني ټولنې، ډله يیزې رسنۍ او ملي شورا لري، چې د دوی هر یو کولای شي پر ټاکنو څارنه وکړي او په هغو کې کورنۍ او بهرنۍ لاسوهنۍ بربنډې کړي.
ایمل فیضي همدا راز په دغه خبري ناسته کې په بهرنیو هېوادونو کې د افغان محصلینو لپاره په ځانګړې شوې بوديجه کې د زیاتوالي خبر هم ورکړ او ويې ویل: «د افغانستان حکومت هغه لس میلیونه ډالره، چې پخوا یې په بهرنیو هېوادونو کې د افغان محصلینو د لوړو زده کړو لپاره له ملي بوديجې څخه بېل کړي وو، پېنځلس میلیونو ته لوړ کړل، چې له دې وروسته به هر کال پېنځلس میلیونه ډالره، په بهرنیو هېوادونوکې د افغان ځوانانو د لوړ زده کړو لپاره ځانګړي شي.»
د ډېورڼډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ تر ټولو ناندريزه موضوع ده او ډېرې افغانان په دې اند دي، چې په افغانستان کې روانه ناامني او په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې د همدغې کرښې له امله دي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery