مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-11-14   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

يوه ښځه د مېړه د وهلو ډبولو له امله مړه شوه

پښتنه اميد

د خپل مېړه د وهلو ډبولو له امله، له سرپل ولايت څخه د باميانو ولايتي روغتون ته راوړل شوې مېرمن مړه شوه.
دغه دېرش کلنه مېرمن د سرپل ولايت د کوهستاناتو ولسوالۍ د شينيه اسپي ميندان کلي اوسېدونکې وه، چې د باميانو ولايت د يکاولنګ ولسوالۍ په ګاونډ کې پرته سيمه ده.
دغه مېرمن تر وهلو ډبولو وروسته په باميانو ولايت کې د عامې روغتيا ولايتي روغتون ته د درملنې لپاره راوړل شوې وه، چې د ډاکترانو په وينا، د سختو وهلو ډبولو له امله يې بدن تور اوښتی و.
د باميانو په ولايتي روغتون کې جراح ډاکتر نعيم احمديار وايې ، چې د روغتون د جراحي ډلې د سترګو ليدلي حال له مخې، دغه مېرمن له ورمېږه نيولې تر پوندو پورې توره اوښتې وه.
د ده په وينا، دغه ښځه دوې ورځې مخکې د کوما په حالت کې دغه روغتون ته رالېږدول شوې، چې تر څو ساعتونو وروسته تېر ماسپښين مړه شوه.
د ده په وينا، د ښځو پر وړاندې د مخ پر زياتېدونکي تاوتريخوالي تر ټولو ستر لامل، د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا د دا ډول پېښو مجرمينو ته سزا نه ورکول دي.
بلخوا د باميانو د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر ډګرمن محمد علي لګزی وايي، کله چې دغه ښځه د درملنې لپاره روغتون ته راوړل شوې وه، ويل شوي وو چې د خپل مېړه د وهلو ډبولو له امله دغه حالت ته رسېدلې ده.
ده زياته کړه، چې د باميانو پوليسو د دغې مېرمنې مېړه "میراحمد"، خواښې او لېور، د نوموړې د وژنې په تور نيولي دي او دا مهال په څارنوالۍ کې تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي.
د لګزي په وينا، د وژل شوې مېرمنې مړی تر اوسه د روغتون په سړخونه کې دی او تر اوسه يې د پلرګنۍ له خوا څوک د مړي ترلاسه کولو لپاره نه دي راغلي.
دا په داسې حال کې دي، چې په دغه ولايت کې تر اوسه د دا ډول پېښو مجرمينو ته سزا نه ده ورکړل شوې او په دې وروستيو کې دغه راز پېښې په بې ساري ډول زياتې شوې هم دي.
د يادولو وړ ده، چې په هېواد کې له ښځو او ماشومانو سره د مخ پر زياتېدونکي تاوتريخوالي تر ټولو ستر لامل د اسلام په سپېڅلي دين کې د ښځو او ماشومانو له حقونو ناخبري او په دې اړه د عامه پوهاوي کموالی دی، چې ډېری هېوادوال په دې اړه ديني عالمان هم ګرم بولي، چې ګواکې په خپلو وعظونو کې يې د ټولنې د دغه قشر د حقونو په اړه تبليغ نه دی کړی.
هېره دې نه وي، چې نژدې هره ورځ په هېواد کې له ښځو او ماشومانو سره د تاوتريخوالي د پېښو خبرونه خپرېږي، چې اقتصادي ستونزې، کورني تاوتريخوالي او ناوړه دودونه يې هم مهم لاملونه دي، چې د له منځه وړلو لپاره يې تر اوسه کوم د پام وړ کار نه دی شوی.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery