مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-11-18   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د نشه یي توکو سوداګري د سي آی اې سازمان پیل کړې

ژباړونکی : عزیزاحمد خوارمل
سرچینه : وټرنز ټودې
په افغانستان کې د نشه ی توکو« هیروئینو » سوداګری دسی آ اي سازمان پیل کړې،په امریکاکې په سلو کې تر پینځوس زیات اوسیدونکی په نشه ی توکو« هیروئینو » اخته او متعادسویدی : دفارس نیوزخپرونۍ : د«وټرنز ټودی» سایټ ولیکل . امریکا په خپلو څیړنوکې د«حامدکرزی » په دولت کې دفسادپه اړه و دې ټکی ته پاملرنه نه ده کړی چې په دې هیوادکې دولتی فساد د سی آی اې دسازمان دخوا جوړ او رامنځته سوی دی . دفارس نیوزخپرونۍ دیوه رپوټ پربنسټ، د«وټرنز ټودې» دخپرونۍ په سايټ کې «دین هنډرسون»په یوه مقاله کې یې لیکلی دی ،دغه لیکوونکی دافغانستان دپيښلیک «تاریخ» یوه برخه یې څیړلی ده او اشوا«افشا» کړې چې دافغانستان او دپاکستان په دولتونوکې دسی آی ای سازمان دخپل ګټو اوموخو دلاسته راوړلو دپاره دنشه یی اومخدره ټوکو سوداګری یې په خپل لاس کې نیولی اوپه دی کاریې پیل کړی یدی . په دی مقاله کې لولو اووینو چې واشنګټن دشوروی دراپاریدلو دپاره چې په افغانستان کې نظامی لاسوهنی وکړی ، په دی هیوادکې دناامنیو په پراخیدو سره لمن وواهه اوبیا یې وروسته په افغانستان او پاکستان کې تروریسټی ډلی اوګروپونه یې راجوړ او رامنځته کړ. * په افغانستان کې دنشه یی ټوکو کرهڼه او سوداګری دسی آ ای د سازمان په لاس پیل سو: دافغانستان جمهور ریس «حامد کرزی» په خپل دولت کې دفساد په هکله دامریکا دڅیړنووپای ته رسولو ته یې کاملآ پرځای دلیلونه درلود. دافغانستان اشرافی حکومت په دی هیواد کې تل دنشه یی ټوکو سوداګری یې اداره کړی ،مګردغه سوداګری دسی آ ای د سازمان لخوا پیل سویدی . لاندنی متن د«سترنفت او دهغه دپانګه والو دکتاب « داتمی ۸ می برخی : دفرانکنشتاین افغانستان پروژی » څخه اخیستل سویدی . * دافغانستان فیودالی پيښلیک اودیوڅو دکوتوپه شمیرو کورنیو واکداری پرکرهڼیزو مځکو باندی : «محمد ظاهرشاه» په ۱۹۳۳زیږدیز کال کې دافغانستان دولتی واک یې په خپل لاس کې ونیول او دغه هیواد یې په فیوډالی اداری سیسټم باندی اداره کول ،تر هغه وخته پوری چې داکا زوی یې«محمد داوود» په ۱۹۷۳ زیږیدیز کال کې شاه یې دواک څخه لیری کړ . دا اوس مهال په دغه وخت کې یو څو کورنۍ دهغه جملی څخه «کرزی» او «خلیل‌زاد»(«زلمی خلیل‌زاد» دامریکا سفیر په افغانستان کې) کابودنشه ی ټوکودکرهڼی او کښت وړ مځکۍ یې په خپل واک کې درلودل په داسی حال کې چې دافغانانو لویه برخه په لوږه او دپقرپه ډېر ویجاړ حالت کې ژوند کول او له دغی مځکو څخه خپل ژوند ترسره کول تر څو چې ددی وضعی څخه ډېر په تنګ راغلی وه. د«نورمحمد تره کی » اصلاحات پسله د ۱۹۷۸ زیږیدیز انقلاب څخه په افغانستان کې : سردار محمد داود د ۱۹۷۸ لویدیز کال انقلاب په بهیر کې ووژل سو او نورمحمد تره کی دافغانستان جمهور ریس سو . تره کی دیوی کړنلاری له مخی دمځکو دویش اصلاحات یې رامنحته کړ تر څو دخوار،غریبو او پقرو بزګرانوسره مرسته وکړی چې مخکی تر دی اړایستلی سوی وه د باچا او دهغه د دوستانوپرمځکو باند ی کار وکړی او د کار دترلاسه سوی ګټه څخه یوه برخه هم دوي ته ورکړی ،په شاهی نظام کې ښځۍ دزده کړی څخه بی برخی وي ،مګر دانقلابی دولت لخوا ښوونځۍ جوړی سوی دښوونځیو او پوهنتونونو ورونه دخوارو اوپقرو افغانانو پرمخ خلاص سول او روغتیایی چاری وریا بیله دپیسو دخرڅولو څخه دوي ته وړاندی سول او وریا ترسره کیدل . *دامریکایی جګپوړو چارواکو مرسته دافغانستان دیوشمیرقومندانانواومفسدو چارواکو سره دتره کی د دولت د رانسکوه ولو دپاره ګډ پلان : کوم وخت چې دانقلاب ضدنوکرانو دپوهنتونو د ښځینو دښوونځیوپه سوزه ولو پیل وکړاوډېری افغانانو دسي آ ای د سازمان لاس درلودل یې په دی کار کې ولیدل . د۱۹۷۹ زیږیدیز کال داپریل ترمیاشتی پوری ، اوپر افغانستان د شوروی تر یرغل اوه ۷میاشتی مخکې ، هماغه امریکایی جګپوړی چارواکی چې را وروسته دغه یرغل یې غندل، په خپله دوي دافغان د قومندانانو اوفاسدو چارواکو سره لیدنه او کتنه یې کول تر څو وکولای سی چې تره کی دواکه څخه لیری او دولت یې رانسکوره کړی . *دامریکایی جګپوړو چارواکو زیار اوهڅی په افغانستان کې وروسته دیوی کودتادرامنځته کولوڅخه اوهمدارنګه د روسانو را پاره ول دیوی نظامی یرغل دپاره پر دی هیواد باندی : د د ولت رانسکورولوپه لوړه کچه صورت وموند، دکابل انقلابیانو دشوروی دمشر«لئونیډ بریژینیف» څخه غوښتنه وکړ چې خپل ځواکونه د دولت دمخالیفینودمخنیوی او شا ټومبولو دپاره و افغانستان ته را ولیږی. بریژینیف ددی غوښتنی سره خورا زیات مخالفت وښود. اودافغانستان امنیتی وضعیت هم ډېر ویجاړ حالت ته راغی . دتره کی نظامی پلویان نور په دی ډادمن سوی وه چې د سي آ ای سازمان په دی هڅه کې دی چې افغانستان ناامنه کړی نو دغه نظامیان را ولاړ سو ل او په کابل کې یې د سي آ ای د سازمان دقرار ګاه مشر «اسپایک دابز» یې و وژل . جیمی کارتر د۱۹۷۹زیږدیز کال د ژوئیه ی د میاشتی پر دریمه ۳ نیټه باندی دملی امنیت لمړنی حکم یې دافغانستان دفاسدو قومندانانوسره د پټی مرستی دپاره لاسلیک او صادر کړ. «زیبیګنیو برژینسکی» دامریکا دملی امنیت سلاکار را وروسته ویلی وو ، پرکارترباندی مې منلی وو چې دغه مرسته ترسره کړی او « دغه مرسته به شوروی وهڅوی او را وپاره وی چې په افغانستان کې نظامی لاس وهنه ترسره کړی .» برژینسکی د «دیوید راکفلر» سره یو ځای یو دری اړخیزه کمیسیون یې راجوړ او رامنځته کړاو زیار یې ایستل تر څو شوروی اړباسی چې پرافغانستان باندی یرغل وکړی . *دتره کی تیر وتنه د«حفیظ الله امین» په ټاکنی کې دمځکو داصلاحاتو د مسئول په توګه : تره کی تر یرغل لاندی راغلی وو،«حفیظ الله امین» یې دکابینی دوزیر په توګه دمځکو داصلاحاتو مسئول هم وټاکل. امین دتاوتریخوالی کمپاین یې پیل کړ اوخپل سیاسی مخالفین یې ترور کړاو دنړی لړلید یې چې دتره کی دولت په خلکو کې د اتوریتی څخه برخمن وو اوافغان ولس چې ددی دولت څخه یې خوښی څرګنده ول هغه ته یې بدلون ورکړ. دکاجی بی پخوانی ریس «یوری آندروپوف» په دی باور وو چې حفیظ الله امین دسی آ ای ،د«سیا سازمان» یو لاس پوڅی او پټ غړی دی او غواړي چې دکابل په دولت کې نفوذ وکړی او د دولت پیل سوی اصلاحات بدنامه کړی . وروسته دکودتا ترانځورکیدل دسی آ ای دسازمان په ملاتړ سره ،او په افغانستان کې ددولتی چارواکو وژل ،بلاخره شوروی دی ته اړایستل سو چې لاس وهنه وکړی : تره کی هم په دی باور وو او د شوروی دجګپوړو چارواکو سره د مشوری اوخبراترو دپاره اود یوی لاری د حل د لاسته راوړلو په هکله چې امین دصحنی څخه لیری کړی مسکو ته په سفر ولاړ، مګر کله چې دمسکو څخه راغی دامین په دستور او لارښودنه باندی تروراوو وژل سو . امین دافغانستان د دولت واک یې په لاس کې واخیست او څو اونی وروسته ، افغان قومندانان دسی آ اي په ملاتړ دهرات په ښار کې په لس ګونی دولتی چارواکی یې تروراوقتل عام کړ . دغه کړنی ددی سبب وګرځيدی ترڅو بریژینیف ددی پيښو دمخنیوی دپاره هم په دی کار لاس پوری کړی . *په افغانستان کې دشوروی او امریکا دمخامخ کیدواومقابلی رسمی پيل دضد انقلابیون وسله وال کیدل د برژینسکی په وسیله وو : د۱۹۷۹ زیږدیز کال د ډسامبرمیاشت وو چې روسیی زرهی ټانکونه د« پنج‌ شیر دری » او دکابل ښارته ورننوتل او دکا جی بی پټ کارکوونکی پر شاهی قصر باندی یې یرغل وکړ. روسی کارکوونکی حفیظ الله امین یې و وژل او دهغه پر ځای ببرک کارمل دافغانستان جمهور ریس اعلان سو. برژینسکی اوسمهال توجیهی کوی چې ډېر پخوا په دی پسی ګرځیدی او په پایلی کې ضد انقلابی ډلی یې په افغانستان کې وسله وال کړ . که څه هم په افغانستان کې یوه لسیزه جنګ جګړی د دوو ۲ میلیون افغانانو د وژل کیدو سبب وګرځیدی ،مګر برژینسکی په وروستی وختونو کې پردی ویاړیدل چې « (دجیمی کارتر پټ دستور او لارښودنه ) ډېر ښه پيل وو. او ددی سبب سو چې روسان د افغانستان په تلکه کې ولویږی .» * د شوروی سره دجګړی دتیاری دپاره ،سی آ اي سازمان په پاکستان کې دافغان کډوالو په منځ کې دټروریسټانو پسی ګرځیدی : دسی آ اي دسازمان کارکوونکی په ګړندیتوب سره دپاکستان شمال لویدیز سیمی دپښاور ایالت ته راغلل . دغه ښار د« خیبر دری » وکښته خواته پروت دی چې وافغانستان ته دننوتلو ور (دروازه ) ګڼل کیږی . په لس ګونی زره کډوال دافغانستان څخه وپښاور ته راتلل چې دراتلوونکی کیدونکی جګړی څخه ځان وساتی . دسی آ‎ ای سازمان دپاکستان دنړیوال اطلاعاتی اواستخبارات جاسوسی دستګاه (ISI) په مرسته دافغان کډوالو په کمپونوکې دننه داسلامیسټانوپسی ګرځیدل چې وکولای سی د ټروریسټ رول ولوبوی او ودی چاروته ځانونه سم کړي تر څو دکابل دسوسیالیست دولت په وړاندی اودهغه پرضد وجنګیږی او د شوروی ځواکونه دافغانستان څخه وباسی . دسی آ ای دسازمان مرستی د« اسلامی ګوند» د ډلی سره چې اوس مهال دطالبانو سره دامریکایی ځواکونو پرضد عملیاتونه تر سره کوی : دسی آ اي سازمان هغه څه چې یې غوښت او هغه موخی یې چې پلان کړی وو د« اسلامی ګوند» په چوکات کې یې وموندل ،اسلامیسټی جګړه ایزی ډلی چې دفیوډالی عقایدو سره مل وو دپاکستان داردو تر لارښودنی یې زده کړی کول او دسي آ ای د سازمان تر څارنی لاندی جوړ اورامنځته سو. ددی ډلی مشر«گلبدین حکمتیار» وو . د حکمتیارځواکونه په ۱۹۹۶ زیږدیز کال کې دیوی کودتا په ترڅ کې د «برهان‌الدین ربانی» د دولت پرضد را وپاریدی دکابل ښار یې تر خپل ولکی لاندی ونیو او بیادکابل ښار یې وطالبانوته ورسپارل . وروستنی اسناد چې دویکی لیکس دخوا خپور سویدی داسی بربنډه کوی چې حکمتیار دا اوس مهال دطالبانو دخوا پر امریکایی ځواکونو باندی په یرغل کی دطالبانوسره مرسته کوی . دسی آ ای دسازمان نفوذ په پاکستان کې دافغانستان په چاروکې دلاس وهنی په سبب واسلامی ګوند ته یې نظامی زده کړی پیل کړ : امریکاییانو دغه ډلی یې دشوروی په وسلیو باندی سمبالول ،هغه وسلی چې د مصر، چین او چکسلواکی څخه یې رانیول او ترلاسه کول . «محمد ضیاءالحق» دپاکستان نظامی ډیکټاتور دسي آ ای سازمان ته یې اجازه ورکړ تر څو په دی هیواد کې یوه اطلاعاتی اواستخباراتی اډه دشوروی سره دمقابلی اومخامخ کیدو په خاطر جوړ کړی او دپاکستان دنظامی هوایی اډو څخه دپلټنی پروازونه دافغانستان په هوایی فضا کې ترسره کړی اوپه دی اړه کار ورڅخه واخلی . له دغو اډو څخه دپرمخ تللی غیر نظامی زدوکړو دپاره دحکمتیار وځواکونوته هم کار اخیستل کیدل، هغه ځواکونه چې دریګن د دولت دبهرنیوچارو وزارت وهغوی ته یې ډېر ژر «مجاهدینو» وویل اودغه کلیمه یې دوي ته استعمال کړ. دامریکا نظامی مرستی وپاکستان ته چې دافغانستان مځکی دخاشخاشو دکرهڼی او کښت دپاره ترخپل واک لاندی را ولی : پاکستان د ضیاءالحق په وخت کې ، وروسته تر اسرائیل اود مصردهیوادونو څخه ، په نړی کې دامریکا دنظامی مرستو دکبله په دریم هیواد واوښت چې دامریکا نظامی مرستی یې ترلاسه کول . ددی نظامی مرستو لويه برخه دافغان مجاهدینو لاس ته ور رسیدل تر څو په نظامی عملیاتونو کې کار ورڅخه واخلی او په همدی ډول سره په افغانستان کې ډېری مځکی یې تر خپل ولکه او واک لاندی به را وستل او سمدلاسه به یې په هغه کې خاشخاش وکرل . د ۱۹۸۲ زیږدیز کاله بیا تر ۱۹۸۳ زیږدیز کال پوری د تریاکو کرهڼه او کښت دافغانستان او پاکستان په پولو کې دوه ځلی زیات ،دو چنده سول او تر ۱۹۸۴ زیږدیز کال پوری دپاکستان هیواد په سلو کې اوویا فیصده ۷۰٪ دټول نړی دهیروئینو دلیږولو اوصادره ولو واک یې په خپل لاس کې نیولی وو . دسی آ ای سازمان ډېر ژر و افغانستان او پاکستان ته دننوتو وروسته ددی دوو هیوادونو څخه دهیروئینو لیږل اوصادره ول یې دوه ځلی زیات ،دوچنده کړ : په همدی وخت کې ، دسي آ اي دسازمان اډه ،دپاکستان په پلازمنی اسلام آباد کې دنړی دجاسوسی دیوی لوی اډی په توګه واوښت او دا داسی کوم څه نه وو چې سم دلاسه پسله د یوستر علمیاتو دپیل څخه دسي آ ای سازمان وروسته دویټنام څخه را منځته سو، د «هلال طلایی» هیوادونه د«مثلث طلایی» دهیوادونو څخه چې هیروئین یې لیږل اودغه کار اوبار یې ترسره کول د دغوهیوادونوڅخه را مځته سو. په داسی حال کې چې دحکمتیار ځواکونه دخاشخاشو په کر کلی اوکرهڼی بوخت وودمجاهدینو دمشرانو څخه یوبل مشر «سید احمد ګیلانی» ، دترکیی دهیوادداتحادیی «ګرګ‌های خاکستری» «دایرو ښرموښان » چې دپټان دقوم څخه په افغانستان کې یې تریاک تیاره ول او آماده کول ،ګیلانی دافغانستان داشرافو بډایانواوشتمنود ډلی څخه یو څوک وو چې دمحمد ظاهر شاه سره یې اړیکی درلود ګیلانی په کابل کې دیو سوداګری شرکت خاوند وو او دنشه ی توکو چاقاق هم دسعودی عربستان دچارواکو دخوا منل کیدی اووروسته تر منلودغه چاری ترسره کیدی . همدارنګه په خپله حکمتیار شپږ۶ د هروئینود دامتحانولو دستګاوی یې دپاکستان دبلوچستان په ایالت کې تر خپل مدیریت لاندی درلودل .اما حکمتیاراو ګیلانی یوازی خپل د پښو پلونه یې دسي آ ای د سازمان دنشه ی ټوکو او دهیروئینو دقوماندانانولکه «پائو وانګ»، «فومی نوساوان» او د«خون سا» دپښو پرپلونو باندی دمثلث طلایی هیوادونو په چوکات کې يې ایښودل . *دسي آ ای سازمان ډېرکلونه دپاکستان داردو او نظامی ځواکونو دلویوبار وړونکو موټرانو څخه دوسلیو او مخدره (نشه ی ) توکو په انتقالوکې کار اخیستل : د۱۹۸۰ دنولس سوه اتیاوم زیږدیز کالونو په لسمه کې پاکستان په نړی کې دفساددیوی سیاسی څیری په توګه واوښت .ددی فساد دملاتړ ریښه بیله کوم قید اوشرطه داسلام آباددکودتاچی حکومت دمجاهدینویووالی دریګن څخه جوړسوی وو. دامریکا دجګپوړو چارواکوڅخه یو نامتوکس به ویل : «دحکمتیار یو اصلی قومندان چې دافغانستان دنړیوال استخباراتی او اطلاعاتی شبکی سره نږدی اړیکی لرلی ، او دپاکستان په سویل لویدیز سیمه کې یې دهیروئینو دامتحانولو دستګاه یې ترخپل نظر او اداری لاندی درلود. او په خپله دغه استخباراتی او اطلاعاتی شبکه هم دهیروئینوپه عملیاتی چارو کې لاس درلود.» د«پاکستان هرالد» مجله د۱۹۸۵زیږدیز کال دسپټامبر دمیاشتی په یو رپوټ کې یې خپور کړ او وی لیکل : دسي آ ای سازمان دپاکستان د فوځ دلوجسټیکی موټرانوڅخه دوسلیو دځای پرځای کولو اودلیږلو په خاطر دکراچی دبندره څخه بیا تر پښاور پوری ور څخه کار اخلی دغه دپاکستان د فوځ لوجسټیکی موټران بیا دپاکستان دفوځی چارواکو دخوا مهر،لاک او ورباندی لاسلیک کیدل اوبیا دپښاور څخه په هیروئینو سره بیرته ډکیدل او دکراچی وبندر ته لیږل کیدل . ددی مجلی دلیکلو پربڼسټ ، دغه چاری اوکړنی د۱۹۸۱ نولس سوه یواتیاوم زیږدیز کاله څخه په ژوره توګه دخاشخاشوکرهڼه اوکښت دحکمتیار دځواکونو دخوا پيل سوی وو. * دافغانستان او پاکستان څخه دهیروئینولیږل او صادره ولووامریکا ته ،اوپه دی هیوادکې په هیروئینو دمعتادینو شمیر په سلوکې د پينځوس فیصده ۵۰ ٪ څخه زیاتوالی ښهیی : پاکستانی دوه جګپوړی لوړ رتبه نظامی چارواکی د دوه سوه شل ۲۲۰ کیلوګرام هیروئینو سره ونیول سول ،مګر هیڅکله هم تر پوښنتواوګړویږونولاندی را نغلل اومحاکمه هم نسول . دهلال طلایی ډلی ترلاسه سوی هیروئین یې دامریکا په بازارونوکې په سلو کې شپيته ۶۰ یې تر خپل واک لاندې درلود او د نشه ی ټوکو پرکارتونونو او پربستوباندی نخښی دامریکا په بازارونو کې ښکاره او بربنډه به سول چې هغه ددوه میله کلاشنیکف په شان وه او دهغه پرشا اوخوا باندی لیکل سوی وه « د لوګی (دود) سره به شورویان دپټن ځایونوڅخه وباسی .» د۱۹۸۲ زیږدیز کال څخه بیا تر ۱۹۹۲ زیږدیز کال پوری د افغانستان په چاروکې دامریکا دلاس وهنی په دی موده کې ،په خپله امریکا کې په نشه ی توکو معتادینواوداخته کسانو شمیر پينځوس۵۰ ٪په سلو کې زیاتوالی یې وموند او په دغه موده کې «نانسی ریګن» په نظر کې لرل چې دامریکا وخلکوته به یې داسی ور زده کول : « یوازی ووایاست چې نه .» کرزی داشرافیانو او دسی آ اي دسازمان دنوکرانوپه پرتله یو څه ښه دی ،نو همدارنګه کولای سی چې په دی اړه په افغانستان کې دامریکا دڅیړنو څخه مخ نیوی وکړی ،ځکه نوپه افغانستان کې په همدی شان نور ډېر پټ او اشدمحرم اسرار سته دی چې خدای مګړه هغه افغانی ټولنی را ووځې اونړیوالوته اشوا سی . اخیځلیک دفارس نیوز څخه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery