مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-11-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

:لوگر ولایت د طالبانو لاسونو ته لويږي

خالد احسان
سرچینه : گلوبل پوسټ

گلوبل پوسټ امريکايي وېبپاڼې په یوه رپورټ کې اندېښنه ښودلې ده د کابل دغه ګاونډی ولايت (لوگر) چې ډېر ستراتيژيک ارزښت لري ښايي ډېر زر د طالبانو لاسو ته ورولوېږي. گلوبل پوسټ  ليکلي دي چې د طالبانو د قوت ستره نښه ددغه ولایت په لویه لار په پوځي کاروانونو بمي چاودنې او چريکي بريدونه دي. د لوگر په لوی سرک زیاتره پوستې داسې ښکاري لکه  سوځول شوي چې وي.
گلوبل پوسټ ليکلي دي چې  د خبریالانو سره ډیر کم خلک مرکه کوي ولی ډیر خلک له مرکو تېريږي، په مرکه کوونکو کې زیاتره هغه کسان دي چې د طالبانو ستاینه او ملاتړ کوي.
گلوبل پوسټ د یو تن دکاندار محمد رفيق له خولې ليکي:
« که سيميزو خلکو د طالبانو ملاتړ نه کولای نو دا څنگه کیدای شو چې طالبان په سيمه کې دومره قوت پیدا کړي»
د لوگر ولایت د کابل جنوب ته واقع دی چې په نېږدې کلونو کې د افغانستان د خطرناکو ولایتونو څخه گرځېدلی.
د رپورټ له مخې په لوگر ولایت کې ډیری شمیر بهرني ځواکونه دیره دي، خو د ولسوالیو بهر د طالبانو واکمني چليږي.
رپورټ زیاتوي چې د لوگر حالت تر مخکې ډیر کړکېچن دی، د استخبارتو زیات شمېر په موادو بار موټر د دغه ولایت په مرکز پل علم کې ولاړ دي او نشي کولای چې له مرکزه بهر ووځي. د موټرو ډیرښت له کبله ځايي خلک له ستونزو سره مخامخ دي او د ددې هر څه مسؤولين دولت گڼي.
سید عبدالوهاب د لیسې زده کوونکی دی نوموړی وايي:
« نور خو پرېږده، ښوونکو مو هم د مبایل په زنگونو د طالبانو ترانې پريښي»
سیدعبدالوهاب په قوم تاجک دی، نوموړی په زغرده د طالبانو ستاینه او ملاتړ کولو او په امريکایانو يې دا تور لگولو چې قصدا ملکي وگړي په نښه کوي.
عبدالوهاب په پای کې وویل:
« دا جنگ جهاد دی او هر څوک په دې پوهېږي او ملاتړ يې کوي، بهرني ځواکونه ظالم دي او زموږ دښمنان دي، دوی موږ ژوندي او خوښ نه پريږدي»
گلوبل پوسټ د رپورټ په یوه برخه کې ليکلي دي چې طالبان په سيمه کې محکمې لري چې له دولتي محکمو زر او په شفافه توگه د خلکو دعوې حل کوي.
 حاجي حبيب الله قومي مشر دی نوموړی وايي چې دوی د طالبانو پوره ملاتړ کوي، هغوی ته ډوډۍ ورکوي، د اوسېدو ځای ورته برابروي او دعاءگانې ورته کوي.
نوموړي زیاته کړه: «په دولت کې به ښه سړی پیدا نه کړې ټول له یوې مخې فاسد دي»
د حسینیار په نوم یو تن په دخپلو څرگندونو کې وویل:
«امریکایان یو ځل په یوه کلي کې گزمه کوله، دوی له سيمييزو خلکو وپوښتل چې ولی له دوی نفرت کوي؟ کليوالو ورته وویل: که په ريښتیا له موږ سره کومک کوئ نو خپلو کورونو ته ولاړ شئ او  د ټانگونو، طیارو او توپونو په ځای ډاکتران، انجينران او ښوونکي راولېږئ».
لوگر ولایت د میلیونونو ډالرو په قیمت مس لري چې تر ډیری اندازې د افغانستان اقتصاد ښه کولای شي.
په پای کې گلوبل پوسټ د یو ټکسي ډریور له خولې ليکي:
«طالبان د لوگر ولایت د مرکز پل علم په شمول په ټولو سيمو کې فعال دي»
گلوبل پوسټ د افغان ځواکونو د گزمو په اړه ليکي:
« افغان ځواکونه د مازدېگر څلور بجو وروسته   د لوگر لویه لار پريږدي او خپلو پوستو ته ځي، که په قرآن ورته قسم وخوری، کومک ته به دې راونه وځي».
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery