مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-12-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کرکټ چا خراب کړ؟

پاڅون

آیا په ریښتیا هم کرکټ ، د کرکټ بورډ چارواکو خراب کړ او که د دې ترشاه د یو شمیر ‌ډلو ټپلو لاسونه دي چې خپلو شخصي موخو ته د رسیدو لپاره هلې ځلې کوي؟
 لکه څنګه چې ټولو ته مالومه ده کرکټ په افغانستان کې یو له هغو لوبو څخه ده چې په کم وخت کې یې خورا زیات بریالیتوبونه له ځان سره لرل او همدا بریالیتوبونه ددې لامل شول چې په کور دننه او بهر یې د ګڼ شمیر هیوادوالو ملاتړ ترلاسه کړ، نه یوآځې کرکټ بلکې هره لوبه چې په پرله پسې ډول بریالیتوبونه او پرمختګونه ولري نو بې له شکه چې د خلکو په زړونو کې ځای خپلوی.
 د افغان کرکټ په ودې او پرمختګ کې رسنیو او ژورنالستانو هم رغنده رول لوبولی ، که افغان لوبغاړو لوبې ګتلي نو رسنیو بیا دغه زیري د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسولي او آن ځینو رسنیو خو بیا د افغان لوبغاړو لوبې په ژوندۍ بڼه خپرې کړي چې واقعآ هڅې او فعالیتونه یې د ستایلو وړ دي
 که څه هم چې کرکټ په افغانستان کې نوې او ځوانه لوبه ده خو افغان ځوانانو هیڅ چا ته کمه نه دی ویلې او په هر ډګر کې یې د خپلو سیالانو په وړاندې په پوره میړانې او جرات سره لوبه ترسره کړې خو دغه ځوانان او دغه لوبه په دې وروستیو کې د یو شمیر ډلو ټپلو د اختلافاتو له امله د پرمختګ په ځای شاته تګ کوي آیا پوهیږۍ دلیل یې څه ده ؟
 د هیواد ټولې ادارې له نیمګړتیاوو خالي نه دي خو د دغو خالیګاوو او نیمګړتیاوو ډکول په وخت او شرایطو پورې تړلي دي ، د افغانستان کرکټ بورډ هم یو له هغو آدارو څخه ده چې بې له شکه نیمګړتیاووې پکې لیدل کیږي خو دا په دې مانا نه ده چې زمونږ یو شمیر ورونه خپلو شخصي آهدافو ته د رسیدو لپاره له دغو نیمګړتیاوو څخه ناوړه ګټه پورته کړي او په دې اړه د خپلو لیکنو له لارې ناوړه تبلیغات ترسره کړي .
 حقیقت دا ده چې دا د ګوت څنډنې او انتقاد وخت نه دی بلکې دا مهال د افغانستان کرکټ او کرکټ بورډ هڅونې او سالمو مشورو ته اړتیا لري خو متاسفانه چې اوس هر څه سمتی شوي او په دې وروستیو کې یوې ډلې ژورنالستانو آن له کرکټ بورډ سره بای کاټ اعلان کړی .
 دغې ډلې ژورنالستانو نه یوآځې دا چې کرکټ بورډ ته ویلي چې د غونډو خبرونه به یې نه نشروي بلکې د کرکټ په اړه ناسمې لیکنی هم کوي چې دا تبلیغات د یوه ښه بدلون پرځای په کرکټ او کرکټ بورډ د خلکو د بې باورۍ د زیاتو لامل هم ګرځیدلی شي .
 دا ناندرۍ او بابولالې هغه مهال پیل شوې چې کله د کرکټ بورډ پخواني اجرایوي رییس حامد شینواري استعفا ورکړه ، دغه کسان چې له کرکټ بورډ سره یې بای کټ اعلان کړی په یوه سمت پورې تړلي خلک دي چې متاسفانه دا په خپله د ژورنالیزم د اصول تر پښو لاندې کول او له دغې مقدسې دندې څخه ناوړه ګټه اخیستل دي .
 که څه هم چې د ډاکټر حامد شینواری د اجرایوي ریاست پرمهال دغې ډلې ژورنالستانو په پرله پسې ډول له حامد شنیواري سره ناستې لرلي او ورسره ژمنه شوې وه چې د کرکټ بورډ په لګښت به له لوبډلې سره بهرنیو هیوادونو ته واستول شي . حامد په خپلې مخې پسې لاړ او دوۍ خوران هم په میدان پاتې شول نوځکه اوس کرکټ بورډ خلکو ته یوه ضعیفه او بې کفایته اداره وروپیژني
 په اصل کې د افغانستان کرکټ لوی مخربین همدا کسان دي ، ځیني یې په کرکټ بورډ کې د دندو د ترلاسه کولو او یو شمیر نور بیا د سفرونو په اړه فکر کوي .
 دا سمه ده چې انتقاد د اصلاح لامل ګرځي خو په دې شرط چې انتقاد سالم وي او شخصي ګټې پکې نه وي نغښتې ، د کرکټ بورډ مشرانو هم باید دا له یاده ونه باسي چې هر څه حساب کتاب لري، پخوانیو ریښتیا ویلي لمر په دوه ګوتو نه پټیږي او نه هم اوس هغه وخت دی چې د خلکو په سترګو کې دې خدای مه کړه خاوري وشیندل شي .
 زه د افغانستان کرکټ د یوه مینه وال په توګه چې له ډیرې مودې را هیسې دغه ببولالې څارم له دغو محترمو او مسلکی ژورنالستانو ورورنو او خویندو څخه هیله لرم چې د کرکټ په اړه د تخریبي او بې باوري لیکنو پر ځای د کرکټ د پرمختګ او مثبت بدلون په اړه فکر وکړي او له دې لارې د خپلو لوبغاړو روحیه نور هم پیاوړې شي.
 د یوه موټي او سر لوړي افغانستان په هیله.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery