مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-12-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دکرکټ بورډ دمالی چارو مشاورداستعفا په هکله!

ن . و
تیر ورځ می په خپل دفتر کی دکار پرمهال دوه ملګری چی زه ورسره له تیریوه کال راهیسی کار کوم زما کاری خونی ته راننوتل دچایو دڅکلو په مینځ کی مو په خپلو کی دتیرپه شان خبری شروع کړلی هر یو په خپل نمبر دورځی حیرانونکی خبر او پیښه ویله چی ددوی په مینځ کی خبره دافغانستان کرکټ بورډ دنوی اجراییوی ریس دازموینی په هکله وله چی ماته تر ډیره بریده خوشحالی ښکاریده چی لمړی ځل دافغانستان کرکټ بورډ په تاریخ کی دازادی سیالی له لوری په بورډ کی لوی چوکی ته یو وړ کس راځی په ددی هکله موخبری روانی ولی چی په دی کی مو یوه ملګری خبره راغبرګه کړه چی ورونو دلاڅه هغه دبورډ پخوانی دمالی چارو مسؤل او اوسنی دمالی چارو سلاکار استعفا کړی ده او په ډیره بدرنګی سر یی په کرکټ بورډ کی داختلاس او غیری معیاری کارونو نه پرده پورته کړی ده چی ددی خبری په اوریدو می ویښتان نیغ او غوږونه څک شول او له هغه نه می وپښتل چی وروره داولی هغه راته په ډیرخواشینی سره په سوړ حوصلی سره داسی خبری شروع کړی چی څه یی کوی بس هر کس چی په افغانستان کی په کوم اداره کی کار کوی او هلته ورته خپلی شخصی کټی په توان کی ښکاره شی بیا نو د اداری او ملی ګټی ورته ټوقی ښکاری او څه یی چی په خوله راځی هغه که حقیقت اویا هم بی بنسټ او له حقیقت نه لری هم وی نو دخپل تاون په لیدو سره به دخپلی ګټی لپاره او یاهم ددبل دبدنامولو لپاره له هرجایز او ناجایزی وسیلی نه کار اخلی ددی خبرو په اوریدو سره می نو هم تلوسه زیاته شوه چی ددی کار په هکله معلومات راټول کړم نو سمدلاسه می دویب پاڼو په خلاصولو پیل وکړه نو په فیسبوک پاڼه کی می دخپل یو ملګری سره چی هغه دسلاکار صاحب ملګری وه دهغه له طریقه می وکولای شو چی دافغانستان کرکټ بورډ دمالی چارو سلاکار ښاغلی علی شینواری استعفا پیداکړم وروسته له لوستلو او په نورو معلوماتوچی یاده شوی استعفا نه افغانستان کرکټ بورډ دبدنامی او ناکامولو بوی راته ډیر زیات خفه اودنوموړی داکار راباندی ډیر راباندی بده ولګیده
 سمدستی می خپل یو ملګری ته چی هغه له کرکټ بورډ سره تقریبآ یو کال کارکړی وه تیلفون وکړه چی وروره دا دعلی په نامه دافغانستان کرکټ بورډ دمالی چارو سلاکار پیژنی هغه راته وویل چی ډیر یی ښه پیژنم دالله ج په ناتوان بندګانو کی یو بی سواده او له اسلامی اخلاقو یو خود غرضه انسان ده چی ترپرون پوری یی ډاکټر حامد شینواری او له هغه نه وړاندی نسیم الله دانش ته ځان په یوه نه یوه طریقه نیژدی کړی وه اوخپل شخصی ګټو لپاره یی په هروخت کی معامله کړی ده حتی هغه که دافغانستان کرکټ بورډ دتباهی او دبدنام سبب هم کیدله نوښاغلی ددی لپاره چی خپل شخصی موخی اواهداف یی له لاسه ولاړ نه شی پری صرفه نه ده کړی وایه کنه وروره ستا خو به ورته کوم کار بند نه وی هغه له وزیر زاخیلوال سرهم پیژنی نو ددی خبرو داوریدو ورسته می ترنه وپښتل چی دوسته داراته ووایه چی دمالیه وزیر سره څه پیژنی ددی پوښتنی په ځواب کی راته وویل چی دښاغلی وزیر خور دعلی شینواری دورور ډاکټر ایمل شینواری چی دافغان ولسمشر له لوری دخپلواکه بورډ منظوری او دښاغلی وزیر زاخیلوال دبورډ دمشری په شروع کی دافغانستان کرکټ بورډ اجر اییوی ریس وه او دعلی له قوله چی یاد وزیر یی دخاله زوی دی خو والله عالم له دی درکه ورسره بلد ده وروره
ګرانه هغه استعفا ورکړی ده اونور نه غواړی چی په افغانستان کرکټ بورډ کی کار وکړی نو ما غوښتل چی ددی په هکله له تانه معلومات واخلم چی څنګه پیاوړی شخص ده او که څنګه او خپله استعفا دفیسبوک له لاری له ټولو سره شریکه کړی ده
 ښه ښه اوس می ذهن کاروکړه وروره ته به هم خبر یی چی له کومی ورځی نه چی وزیر شهزاده مسعود افغانستان کرکټ بورډ مشر په توګه دولسمشر له لوری ګمارل شوی دی نو له لمړی ورځی نه یی دا خبره درسنیو له لاری او هم خپل ټولو کارکونکو ته ویلی چی دافغانستان کرکټ بورډ اجراییوی ریاست چوکی ته به داسی یو وړ کس چی په ټولو مواردو کی دافغانستان کرکټ ته دخدمت نه داچی دبربادی سبب وګرځی انتخابوی او دیاد کس دازموینی لپاره یی دنړیوالی کرکټ شورا ،دکرکټ اسیایی شورا او دچارو د اداری له مسؤلینو سره خبری کړی دی چی یاد شوی ارګانونو ورسره دمرستی پوره پوره ډاډ ورکړی ده چی دهمدی ډاډ په نتیجه کی دروان میلادی کال ۲۰۱۲ دډسمبر میاشتی په ۲۰ نیټه ازموینه واخستل شوه چی پایلی به یی دهمدی میاشتی په ۲۵ نیټه وروسته دیاد شوی کمیټی له لوری په ډاکه شی چی دا لمړی ځل دی دافغانستان کرکټ بورډ په تیر تاریخ کی چی دبورډ یو لوړپوری چارواکی څخه په کورنی او نړیواله کچه ازموینه اخستل کیږی نو دا طبعی خبره ده چی ددی پایلی که سل په سله کی شفافی نه وی خو دتیرو مقرریو ته په کتو سره افغانانو ته دا ډاډ ورکوی چی تر ډیره به سمه او دقانون مطابق وی
 نو له همدی کبله ښاغلی علی شینواری چی له کومی ورځ نه چی دمالیه چارو وزیر دافغانستان کرکټ بورډ دمشری نه لاس په سر شوی دی دهمغه ورځی نه دی لاس په کار شوی ده او غواړی چی په هر طریقه چی وی خپل ځان په رسنیواو دبورډ اړونده اورګانونو کی مطرحه کړی
 دوزیرصاحب مالیه چی دافغانستان کرکټ بورډ مشر ولو دنوموړی له راتګ سرسم چی له کومی ورځی نه دافغانستان کرکټ بورډ دمشر په هیڅ کار شروع کړی وو اوان تر هغه پوری چی نوموړی دیاد بورډ مشری پریخواده جناب علی په دی موده کی دافغانستان کرکټ بورډ په هر مهمه فیصله کی یوخاص رول درلوده اوددی مودی په لړ کی دادلون بدلونونو کی دیومهم او پیاوړی شخص په څیر رول لوبولی وو ملګری می خبره داسی نوره اوږده کړه چی دی ته اړ شو چی دسکایپ له لاری ورسره خبری شروع کړم
 نونوموړی راته خپلی خبر داسی بیرته شروع کړی چی وروه خو نن ورخ ښاغلی علی شینواری دخپل اصلی څیری په لیدو او دهر نوع چل، ارتباطاتو او غیر مشروع اړیکو دختمیدو زنګ په اوریدو ورته خپل رول ډیرکمزوری ښکاره شو اودخپل ټولو شته او پخوانی شخصی امتیازونه چی به ښاغلی وزیر دمالیه جناب زاخیلوال له لوری دته او یا هم دهغه له نوم نه داستفادی او یاهم دهغه په غیری مستقیمه مرسته چی دهر بدلون په بدل کی به یی له نوی راغلی اجراییوی ریس نه امتیازات په یو نه یو نوم ترلاسه کوله نور په خطر کی ولیدل ،خپل تللی برم دبیرته لاسته راوړو لپاره یی له هری لاری کار اخستو ته ادامه ورکړه ځکه چی اوس نه هم دکرکټ بورډ مشر دعلی دورور دښځی ورور ده او نه هم نوی راتلونکی اجراییوی ریس دکومی معاملی او یا هم غیری شفافی لاری نه او نه هم راتلونکی ریس ددی دکورنی او یاهم دوخت دمالیه وزیر دفشار لاندی به وی او نه هم دیاد وزیر له لوری دپیسو دنه ورکولو او یاهم دکومی معاملی ترسره کولو لپاره له اجراییوی ریس نه کار اخستل او یا همداسی کوم بل کار نو ددی لپاره چی اغلی په خپلو پخوانیو او یا هم راتلونکو غیر مسلکی او غلط کارونو باندی پرده واچوی نو په داسی وخت کی قدم پورته کړه چی غواړی هغه دپښتو متل ده چی تیر په هیرکړی نو دهمدی فارمولی په کارولو سره خپل ټول غلط کارونه چی ددی په وخت کی شوی دی او یا هم دی په کی مستقیمه توګه پړ ده دځان خلاصولو لپاره داسی یواقدام کوی چی هغه له دی لاری خلاص کړی نودا ورته یو ډیر ښه فرصت ده چی دخپل بام واوری دبل پر بام ور واچوی نو دهمدی لپاره یی خپله استعفا ورکړه اوخپله استعفا یی دافغانستان مروجو او نړیوالونورمونو پرخلاف یی دافغانستان کرکټ دبدنامولو یوناکامه هڅه وکړه هغه یی له اسیایی او نړیوالی شورا سره یی هم شریکه کړی ترڅو هغوی ته داښکاره کړی چی دا هرڅه غلط روان دی اود ښاغلی ته یادی شوی شورا غړی هم لیونیان ښکاری که څنګه ؟؟؟
 داسی راته بحث راړنغاړه چی زه دغه علی ته وایم چی لږ دی داسر په خپل دی ګریوان کی ښکته کړه او له خپل ضمیر نه داپوښتنه وکړه چی دا کوم کار چی نن تا دخپل دځان دپاک ښودلو او له هرڅه نه دخلاصون په هیله کړی دی ایا دا سم ده او کنه ،ایا تر پرون پوری په هر بدلون کی ستا لاس نه وه،دهر نوی رالیږل شوی اجراییوی ریس په لمړیو کاری ورځو کی دلوبی دلوبولوفکر او مشوره ستا نه وله،دهریو رالیږل شوی ریس دبورډ کارمندانو ګمارل او له دندو لری کولو کی ستا لاس نه و،دافغانستان کرکټ بورډ دبربادی داصلی لاملینو نه یو هم ته نه یی،دهر یوی خطرناکی معاملی شاته ستا لاس نه وه،دهر مسلګی شخص کمارل په مالی څانګه کی ستا له کلک مخالفت لاڅه چی ستا په مشوره له هغوی ته مرګ تر بریده کواښ کی ستا لاس نه وه، په هرهغه کار کی چی هغه ددی لامل شوی وی چی له بورډ نه پیسی غلا شی په هغه کی ستا لاس نه وه،دملی لوبغاړو هرنوع مالی لکښتونو او حتی دا چی ددوی په معاشاتو کی لاسوهنه په دی معنی چی دیادو لوبغاړومعاشونه په وخت نه ورکول او بیا وروسته له میاشتو نه دهغوی ته داسی سندونه ښودل چی ګواګی تاسو له ماسره ( دکرکټ بورډ ) لږو میاشتو معاش او لګښت پاتی په دی کی ستا لاس نه وه،دافغانستان کرکټ بورډ په روزمره مصاروف کی دبدعنوانی ( غلا ) کی ستا لاس نه وه،خلکو ته بی اسنادو په زرونو ډالره ورکول او بیا ورسته له میاشتو میاشتو نه له هغوی سره حساب نه کول چی په اخیر کی به ډیر ځله له تانه هیرول چی ما چا ته پیسی ورکړی دی ،په هرځل کی دمحاسبه کوونکو ته ډالر ورکولو په مستقیمه او یاهم غیری مستقیمه توګه ستا لاس نه و،دډیرو کارمندانو چی وروسته له ډیرومیاشتو نه خپل معاشات اخستل او دویوه کار داجرا لپاره دوه دری کرته له یوه نه ډیروکارمندانو ته پیسی ورکولو کی ستا لاس نه وه او داسی نور کارونه چی یادول یی دافغانستان کرکټ بورډ لپاره دشرم خبره ده خو ددی لپاره چی افغان زوریدلی ملت اوخصوصآ هغه افغانانو ته چی له کرکټ سره مینه لری او دایی نه لوریږی چی په داتیر لس دولسو کالو کی چی دلته افغانستان ته دافغانستان دابادی په نامه بهرنیان دورانی لپاره راغلی دی دکرکټ په لوبه کی خپلی خوښی پیداکړی او غواړی چی نور هم دخپلو خوښی او خوشحالی لپاره لټه وکړی له لاسه ورکړی نو په دی پوهیدل پکاردی چی دافغانستان دکرکټ په بربادی کی دچاڅومره کردار ده نو ښاغلی علی دغه پورته یادی شوی خبری چی نه غوښتلو سرسر بیا هم ما ستا په اړه ولیکلی ستا په بی غوری ،بی اعتمادی،ناپوهی،غیرمسلګیتوب،سیاسی چاروکی لاسوهنه،دملی ګټو خرصول دلالت نه کوی که داخبری کی کومه یوه غلطه وی ددی لپاره نه چی په دی کی ستا دتوهین شوی وی رد یی کړی ستا دی په هغه الله ج قسم وی چی ته به دروغ وایی په دی خبرو کی کوم یوه یی درواغ دی او بله داچی که داسی نه وی نو الله ج لپاره دافغانستان کرکټ بورډ تیر ټول مالی لګښتونو اسناد خو به په اداره کی موجودی وی له هغه ورځ نه چی ته راغلی یی او یاهم دتیرو دوه دری تیرشوی کلونو دهغو په سالمه اوشفافه توګه محاسبه وشی خو په دی شرط چی دا محاسبه به دهغه کمپنی په لاس نه کوی په کومو چی تا مخکی محاسبه کړی وی او دهغه راپور دی نړیوالی شورا ته لیږلی وی .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery