مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-01-08   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

محمود مرهون له لسو کتابونو سره

محمود مرهون
  تېره اونى د هيواد په مرکز کابل کي د پښتو د ځوان ليکوال،ژباړن او څېړونکي ښاغلي محمود مرهون له خوا د کوچنيانو لپاره لس ټوکه رنګه کتابونه چاپ او د درنو مينوالو تر لاسونو ور و رسېدل دا کتابونه چي د نړۍ بېلابيلي مشهور کيسې له رنګه انځوورنو سره د لس زره جلده په اندازه چاپ سوي چي څه له باندي نيمايي برخه به يې له هيواده بهر و مهاجر افغانانو ته لېږل کيږي د يوې اوږدې سلسلې چي تقريباً پنځوس جلده بېلابېل اثار دي لومړى پيل دى چي په لنډ راتلونکي کي به يې لس نور يعني دوهمه برخه هم خپاره سي.

دا کتابونه نړۍ والي کيسې دي چي له بېلابيلو ژبو څخه ژباړل سوي دي داچي دا کتابونه فلکوريک اثار دي کوم خاص ليکوال نه لري په کابل کي د علمي خپرندويه ټولنه او مستقبل خپرندويه ټولني څخه تر لاسه کولاى سي دا کتابونه د بامبي،بېرندوکى شوپرک،درې نانۍ پيشوګياني،دوه هوښياران خور او ورور، د ځنګله د ماڼۍ راز،علاالدين څراغ،وحشي خرس او هوښيار هلک،مهربانه سپى او چرګي ژړ چيچان،او لويشتکي په نوم دي.
د زياتو مالوماتو لپاره پر دې پته اړيکه ونيسئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery