مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-02-03   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

پر پښتو شعر د جنګ اغېزې کتاب چاپ شو

عاشق الله رحیمي

    

پر پښتو شاعرۍ د جنګ اغېزې کتاب د ځوان شاعر او لیکوال عزت الله شمسزي له خوا لیکل شوی، چې په کې د معاصرو په ځانګړي ډول د لر او بر د ځوانو شاعرانو د شعرونو ډېرې بېلګې را اخیستل شوي او د ښاغلي شمسزي له خوا پرې تبصرې شوي. په دې کتاب کې د څه کم سلو شاعرانو شعرونه را اخیستل شوي چې زیاتره د ۳۵ کلن جنګ د ناخوالو نه شکایتونه دي چې د شعر په هنري ژبه د افغانستان په جنګ کې ښکېلو ډلو او نړیوالو ته د افغانانو درد بیانوي.

دی په خپله په یو ځای کې لیکي: د افغانستان په ادبیاتو کې له پخوا راهیسې حماسه موجوده وه، خو حماسي شعرونه د یو ضرورت له مخې ویل شوي په غالب ګومان هغه وخت چې هېواد د پردیو یرغلګرو له یرغلونو او تاړاکونو سره مخ شوی. خو د یادونې وړ ده چې زموږ نه پخوانیو جنګونو دومره ډېر دوام کاوه او نه هم د حماسه ویونکو سندرې دومره ترخې کېدلې چې ان عشقي موضوعات هم په جنګي خبرو بدل کړي. اوسمهال چې د افغانستان خلکو ۳۵ کلن جنګ تجربه کړ په دې وروستیو کلونو کې پوی شوي چې جنګ پرته له بدمرغۍ، تاوتریخوالي، د انسانانو له قرباني کېدلو او د ودانیو له ورانېدلو پرته بل څه نه دی. ددې مسئلې په درک کولو سره اوس د ځوانو شاعرانو په شعرونو کې جنګ ته د هڅولو پر ځای د جنګ د ناخوالو، بدمرغیو، دردونو او راتلونکو عواقبو هنري تصویرونه لیدل کېږي. په دغو شعرونو کې پرته له دې چې د کوم حزب، تنظیم او یا شخص نوم یاد شي، یوازې او یوازې د ولس دردونه او د جنګ د ناخوالو بېلابېل اړخونه لکه انساني تلفات، د ښوونځیو سوځېدل، د کلیو او کورونو ورانېدل او په شعر کې د جنګي اصطلاحاتو ننوتل څېړل شوي دي. هېڅ یوه ډله او یا شخص په کې مسئول نه دی ګڼل شوی. په دې کتاب کې بحث یوازې پردې را څرخي چې جنګ څنګه موږ قرباني کوي، څنګه مو کورونه ورانوي، څنګه مو مهاجرتونو او بې کوره کېدلو ته اړ باسي او څه ډول نور تکلیفونه را رسوي.

کتاب د فصلونو په شکل بېل شوی، چې لومړی په کې د جنګ پر څرنګوالي بحث شوی، بیا د جنګ پر ضد شعرونه له کله او کومه ځایه پٍيل شوي یو لنډ بحث دی او وروسته نو لیکوال ګام په ګام د هېواد د روانو ناخوالو په اړه د یو یو شاعر په شعر کې د انساني تلفاتو، چاپیریال ته د رسېدلو زیانونو، د ښوونځيو د سوځېدلو، په شعر کې د جنګي اصطلاحاتو د ور ننوتلو او په پای کې د سولې د اړتیا په اړه شعرونه وړاندې کړي او خپلې تبصرې یې پرې کړي. د کتاب په پای کې نتیجه اخیستل شوي او ویل شوي چې نور نو افغانان له جنګه ستړي دي، ځوان شاعران باید د مینې او ورورګلوۍ سندرې ووايي. په شعر کې دې له وچو ویاړونو او پردیو جنګونو ته د هڅونې پر ځای خپل رښتینی حالت په هنري ژبه بیان کړي چې د سخت زړو جنګیاليو رهبرانو په او نړیوالو په زړونو کې مینه او عاطفه ژوندۍ کړي. دا کتاب په افغانستان کې د بشر دحقونو خپلواک کمیسیون چاپ کړی چې په ټول افغانستان کې د همدې کمیسیون په ساحوي دفترونو کې وېشل کېږي. دکتاب لیکوال ښاغلي شمسزي ته مبارکي وایم او هیله لرم چې دا کتاب د جنګي ډلو په سترګو کې اوښکې وبهوي او دې ته یې تیار کړي چې نور نو ټوپک پر ځمکه کېږدي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery