مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-02-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کرکټ بورډ ته پیشنهاد

صداقت غورځنګ

 

نن سبا په هیواد کې د هر افغان په خوله کرکټ دی ماشوم چی سهار د خوبه راپاڅيږې نو خپل  مشر ورور نه پوښتنه کوې چې لالا بیګانئ لوبه چا وکټله زده کړیال په ښوونځي کې د کرکټ خبری کوی او خپل منځو کی به لګیا وې چې ستا کومه لوبډله خوښیږي که چیرته د ملی لوبډلي کوم هیواد سره لوبه وي نو ملا صیب به  چیرته راډيو تر څنګ ناست وی یا چیرته پټ به خپل مقتدی په کور کې ټلویزون ته ناست وی او خپلې لوبډلی ته په ننداره وی
زما په شمول د هر افغان دغه ارمان او ارزو ده چې زمونږ لوبډله دې سر لوړي او تو ټولو وړاندې اوسي او کله چې زمونږ لوبډله کومه لوبه وکټي نو د هر افغان زړه د خوشحالیو څخه ډک وی په شونډو یی مسکا ښکاری زړه یی د خوشحالی نه ټوپونه وهې د خوشحالی د لاسه به په جامو کې نه ځاییږی او د ځینو مینه والو خو به د خوشحالئ د لاسه په لیمو کې یې اوښکې ډنډې شي
څو کلنو راهیسې زمونږ لوبډلي ډيرې  ښې لاسته راوړنې درلودي د ډيرو افغانانو په زړونو کې ځانته ځالی جوړې کړی خو متاسفانه پدې دوه کالو کې یې داسی لوبې وکړې چې د هر افغاني زړه یې د کرکټ نه تور کړ
زمونږ په لوبډله کی ډیرې ستونځې موجودې دی
لومړي: د لوبډلی کوچ کبیر خان
ښاغلی کبیر خان باید ډير په دروند اکثریت سره باید له دندی څخه لری کړای شی ځکه چی کبیر خان اوس دومره وړتیا نلری چی یوه نړیوالې لوبډلی ته لارښونه وکړی هغه پدی خاطر کبیر خان په خپل وخت یعنی کله کبیر خان په پاکستان ملی لوبډله کی وو نو دی یواځی دری ټیسټ لوبی یی کړی وی چی په هغه لوبو کی ښه ونه ځلیدو نو بیا د سلیکشن ټیم نوموړی له لوبی څخه لری کړو کبیر خان چی څومره وړتیا او تجربه لرله هغه یی زمونږ لوبډلی سره شریکه کړه اوس باید د کرکټ بورډ مشر ته زما نه بلکی د هر افغان همدا هیله او غوښتنه ده چی یو باتجربه او استعداد لرونکی کوچ باید لوبډلی ته پيدا کړی کبیر خان ته هره میاشت لس زره ډالره ورکول کیږی او کله چی نورو هیوادونو ته د لوبو پخاطر ځی نو اضافه پیسی نوری هم ورکول کیږی
که چیری د کرکټ بورډ مشر ښاغلی شهزاده معسود یو داسې معیاری کوچ پیدا کړې چي لوبډلي لپاره مهم اوسې تجربه ولري تر څو زمونږ د لوبډلې نیمګرتیاوی  ختمې کړې
دوهم: د لوبدلې سلیګشن مینیحر ریس احمدزی
ریس احمدزی زمونږ د لوبډلي ډير پخوانې او ښه استعداد لرونکې لوبغاړې وو خو ریس احمدزی دومره تجربه او وړتیا نلرې چې هغه دې مقابلې لوبډلي لپاره د خپلې لوبډلي سلیګشن وکړې دومره تجربه هم نلرې چې د مقابلې لوبډلي په خامیو دې پوه اوسې  یو زمونږ لوبډلې ته یو داسی سلیګشن مینیجر پکار دی چې هغه د مقابلې لوبډلې په نیمګړتیاوو باندې اګاه اوسې تر څو مقابلې لوبډلې لپاره یو ښه لوبډله چمتو کړې
      نور بیا.....

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery