مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-02-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ا یران کې د واک شخړه په ژوندی بڼه د راډیو له لارې خپره شوه

ژباړڼ : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
سرچینه : فرانکفورته الګمینه څیتونګ


اوس داحمدي  نژاد او دده  دګوتنیوونکو ترمنځ  دخولي  شخړې اوسیاسي سیالې په عامه توګه بهرته راووتلې . تر اوسه قاعده داسي وه، سیاسي اختلافونه  او سیالېو  ته اجازه وه  چې یواځې د تړلو ډړو یا دروازو او پردو تر شا تر سره شي .د راډیو له لارې په ژوندی بڼه د سیاسي کړکیچونو خپریدلو سره  اوس دغه قاعده بدله شوه .

 

د شخړو او لانجو هیواد ایران ، ولسمشر محمود احمدي  نژاد او د ولسي جرګې مشر علی لاریجاني 

تراوسه د شیعه دولت  په ۳۴  کلن تاریخ کې د خولي  یوه داسي خپلمنځي  سیاسي شخړه لیدل شوي نه وه .

عامو خلکود سړک پرسر ویلو چې د ولسي جرګې مشر لاریجاني پر ولسمشر لفظي بریداوسپک کړي دی چې  دی  دې  خوله وتړي او دی دې  نور  ورک  شي .

 دا خبرې د اسلامي انقلاب د څلوردیرشمي کلیزې څخه دوه ورځې مخکې رابرسیره  شوي  .
که څه هم علی لاریجاني په مستقیم ډول داسي نه دي ویلي، خو پیغام یي ښه  جوت او څرګند و،تاسوهیچ حق نه لري په دې برخه کې نوره خبرې وکړي ،تاسو د یو ولسمشر  دکچي څخه ډیرې ټیتي خبرې  وکړي . هیله کوم ، هیله کوم چې ولاړشۍ، په مخه مو ښه .

ولسمشر محمود احمدي نژاد ته بله لاره پاتي نه شوه،دی  چوپه خوله او غلي دپارلمان څخه په تیښته بریالي شو.
د ایران ولسي جرګې د جنوري په دریمه نیټه یوځلې بیا د احمدي نژاد یوبل  وزیر داستیضاح   لپاره  ولسي جرګې ته ورغوښتوو،احمدي نژاد د وزیرانو د استیضاح  سره ښه  بلد دی ،دی  د دې پر ځای  چې د خپل وزیر څخه دتل پشان  دفاع وکړي ،دی ولسي جرګه پړه او ګرمه  بولي ، دی  وایي چې ولسي جرګې د ده دحکومت  ټولې چارې سپوټاژ وي . سربیره پردې ده  ولسي جرګې ته یوه ویډیو ورښکاره کړه ، ده  په  دغه پټه ثبت شوي ویډیو کې  هڅه وکړه  چې  دولسي جرګې مشر علی لاریجاني د  ورور  دنا قانونه  کړو وړو څخه پرده پورته کړي .
له همدې امله لاریجاني احمدي  نژاد ته ډیر قهر جن کیږي ،دی هڅي  هم له ډیر پخوا  څخه د ولسمشر له پیژندل شويو سیالانواو ګوتنیوونکو څخه ګڼل کیږي . لاریجاني  احمدي  نژاد  يي په ٬٬ مافیایي میټودونو٬٬ باندې تورن  کړو. دی  زیاتوي ، احمدي نژاد دیو ولسمشر له کچې څخه  ډیر ټیټ عملونه ترسره  کوي . د دې سربیره دی  وایي چې احمدي  نژاد د ولسمشري ددندی لیاقت او  اخلاق هم نه لري . دی بیا زیاتوي څنګه  چې زموږ  ولس نن سبا  له دومره سترو کړونو اوکړکیچونو سره مخامخ او کړیږي ، یولامل يي همدغه  ولسمشر  دی .
دا ټولي خبرې دتړلو ډړو تر شا  نه دي تر سره  شوي بلکې په میلیونونوایرانیانو دغه نندریزه  لفظي شخړه د راډيو له لارې په ژوندی بڼه اوریدله . په ایراني  ټولنه کې دواک پرسره شخړې اومبارزې تل یوه جوته پټه خبر وه .  دغه  شخړې په دغه کچه  باندې پیلدل ،دا ښیي چې د لوبې  د ټولو لوبغاړو اعصاب يي هک پک اوحیران  کړي دي  . یو ایراني خبریال وايي .
له همدې شخړو سره جوخت  ډیر ناوخته دایرانیانو مشر  ایت الله علی خامنه ای   دوی  دواړو ته  ددې ګواښ وکړو  چې د داسي شخړو په پیلولو سره تاسو د لویدیځ په لاسونو کې لوبې کوی .
 د واک پرسر دجګړواو مبارزو  پراخیدلویو لامل په هیواد کې داقتصادي رکود  او اقتصادي  ستونزې دي .  اصلأ دا اقتصادي ستونزې  د اټومي پروګرام دنړیوالې  شخړي  له  امله  دلګول شویو بندیزونو سره تړو لري . 
دغه هیواد اټکل له یو کال څخه په  ډیر ژور اقتصادي کړکیچ کې راګیردی . ایراني رژیم هڅه کوي  خلکو ته  اقتصادي وضیعت سم وښيي . 

دایراني کرانسۍ  ریال بيه  دیو دم  راولویدلو سره حالات نوره هم  کړکیچن شوي دي .  د تیر کال په پرتله ریال  د امریکايي ډالرو په پرتله  ۵۵ سلنۍ خپل ارزښت له لاسه وکړي دی . د ولسي جرګې غړي او د مالي برخې مسوول احمدتووکلي وايي . دی د احمدي  نژاد دمخ په غوړیدلي اقتصادي احصائیه  په کلکه  ردوي .
ګوتنیوونکې احمدي  نژاد د هیواد په ټولو کړکیچنو برخو کې ګرم او ناکام بولي .
څنګه چې دی په ۲۰۰۵ کال کې  دخپلي دندی  په پیل کې د غلواو غریبانو بادشا یا ٬٬ رابین هووډ٬٬ په نامه یادیده ،ده دخپلو اقتصادي ریفورمونو سره لاره  دبي کچې انفلاسیون  یا د پيسو پړسوب ته هواره کړه . له همدي سره غریبان  نوره  هم غریب او بیوځلې شول .
ایراني ولس د حکومت داټومي پراګرام  په بدل کې  پرته له بندیزونو او سیاسي انزوا څخه  نور څه ونه لیدل . کله چې ولس په جیب کې یوه روپۍو نه لري . همداسي دایرانیانوسره  پوځ او د هوانوردي تکنالوجۍ هم هیچ مرسته  نشي کولاي  .
دغه هیواد د اقتصادي بندیزونو په  وجهه  د لویدیځ سره بانکې اړیکې هم نه لري ،ترڅو سوداګريزه تړونونه ورسره لاسلیک کړي . دغه هیواد ان  په اسلامي او عربي نړۍ کې دومره ملګرې نه لري لکه چې دښمنانان لري . ځکه دغه هیواد د سوریه  له رژیم سره مرسته کوي .
اټومي انرجي، توغندې او بي پیلوټه یا د دروڼ الوتکې  ښکلي او ښې دي . بیزو  فضا ته لیږل هم  او. کی .  دي .  دا ټولي خبرې به  یوې خواته پریږدو  اوس د ی  په خپله غواړي  چې د بیزو په ځای  فضانورد شي .  

 احمدي نژاد باید تر دې مخکې خپل ولس ته یو څه وکړي  او فضا ته دختلي انفلاسیون  یا د پیسو پړسوب په وړاندې دې یو څه وکړي . یو سیاستپوه له تهران څخه د ټیلفون پر لیکه  وویل .
د ولسمشر ګوتنیوونکې یو پرابلم لري :  نه پوهیږي چې  دوی څه  شي  بل ډول کولي شي او څه باید  وکړي ؟
د اټومي پروګرام  دګټې اخیستني  واک اواختیار  اخیستل ناشوني دی، ځکه اساسي قانون په دې برخه کې د ورستي پریکړي صلایت   خامنه ای  ته  په لاس کې ورکړي دی .
پرته له د اټومي پروګرام  د ګټي اخیستني واک ورکولو څخه  د بندیزونو لیري کول ناشوني دي . که اقتصاد همداسي مخ  په خرابیدو ولاړ  شي . خلک به د ریالونو څخه ډک بکس د سړک پر سر غله  او چور کړي ،پیسې به پر ځای پریږدي  او یواځې   بکس به  له ځانه سره یوسي . یو بل ایراني سیاستپوه وویل .


پای

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery