مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-02-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دافغانستان لپاره به د سکاټلنډ لوبو ګټل خورا مهم وي

عبدالله دراني

افغان کرکټ ملي لوبډله دوبۍ ته روانه شوې ده چېرته چی دغه لوبډله به راتلونکی اونی کې د سکاټلنډ هېواد سره دوه شل اوریزې، دوه پنځوس اوریزې او همدارنګه یوه څلور ورځینی نړیوالې لوبې ترسره کړي، دغه لوبې چی د لویو وچو کپ (Intercontinental Cup) سیالیو یوه برخه ده د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) لخوا د راتلونکي ۲۰۱۵ نړیوال کپ د دوه غوره لوبډلو غوراوي لپاره پیل شوي دي. په دغو لوبو کې د افغانستان او سکاټلند سربېره د کرکټ دویمې او دریمې کچې ګڼ شمېر نورو هېوادونه هم ګډون کړی چی افغانستان به د سکاټلنډ سره، عربي امارات به د آیرلنډ سره، کینیا به د کاناډا سره او همدارنګه نمیبیا هېواد به د نیدرلنډ هېواد سره لوبې ترسره کړي. تر اوس مهال چی د یاد شویو هېوادونو کومې لوبې ترسره کړي د نومرو جدول په کتار کې لومړی آیرلنډ ۶۷ نومرې، دویم سکاټلنډ ۴۶ نومرې او دریم افغانستان ۴۴ نومرې لري. دغه لوبې ځکه مهمې ګڼل کېږي چی د لوبو په پایله کې دوه غوره لوبډلې به په آسټرالیا کې د ۲۰۱۵ کپ نړیوالو سیالیو ته غوره شي.
 
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په جلال آباد کې تمریني کمپ او بیا وروسته د پاکستان په لاهور ښار کې د پاکستان الف لوبډلې سره ګڼ شمېر تمریني لوبې په ترسره کولو سره بشپړ چمتووالی نیولی ده، د یادولو وړ ده چی پدغو تمریني لوبو کې یوازې یوه لوبه افغانستان وګټله او یو ځل بیا هم مالومه شوه چی د لوبډلې د توپ وهنې په برخه کې یو څه نیمګړتیاوې لیدل کېدی، ځکه زمونږ توپ وهونکي تېزه لوبه کوي چی د ژر سوځېدو لآمل ګرځي، که چېرې لومړني دوه توپ وهونکي کم له کمه تر ۵۰ منډې جوړې کړي نو بیا راتلونکو توپ وهونکو ته ډېره اسانه وي ترڅو منډې جوړې کړي. د پاکستان سره په تمریني لوبو کې محمد شهزاد ښه بیټنګ او همدارنګه د ګلبدین نایب سلیزه د ستایلو وړ ده، پدې کې شک نشته چی د هغوی ښه توپ وهنه (بیټنګ) به هغوي ته ډېر ډاډ ورکړي. نن سبا افغان ملي لوبډلې سره که هر هېواد هر ډول (رسمي او غیر رسمي) لوبه کوي نو د لوبې پایلو ته په ډېر جدیت سره ګوري، لکه زمونږ په وروستیو لوبو کې چی پاکستان سره ترسره شوې که څه هم تمریني وې خو بیا هم هغو مخالفو لوبغاړو چی ښه لوبه کړې نو هغه به هرومرو د پاکستان ملي لوبډلې ته لارومومي ښه بېلګه یې شاهد آفریدي دی چی په راتلونکو لوبو کې به د سویلي افریقا پر وړاندې لوبه وکړي.

د افغان ملي لوبډلې مشري محمد نبي ته سپارل شوې او همدارنګه د ملي لوبډلې په یونیفورم کې هم بدلون راغلی. پدې وروستیو کې یو یا دوه نویو لوبغاړو لکه محب الله پاک او رحمت شاه ملي لوبډلې ته لار موندلې ده. دا چی د نوروز منګل څخه د کپتانی مسؤلیت لرې شو نو اوس به نوموړی وشی کولای چی خپلې توپ وهنې (بېټنګ) ته پوره توجه وکړي چی پدې برخه کې ورته اړتیا لیدل کېږي. تېره ورځ د افغان کرکټ بورډ د فیس بوک په پاڼه وویل چی د ملي لوبډلې دوه لوبغاړي نوروز منګل او شاه پور ځدران د ویزې اخیستو ځڼډ له امله تراوسه دوبۍ ته ندي رسېدلي نو هیله ده چی دوی هم په وخت سره دوبۍ ته ورسېږي. د لوبډلې ترکیب ډېر ښه دي او انشاءالله چی افغان ملي لوبډله به یو ځل بیا د افغانستان بیرق ورپوي. توپ اچونه (بالنګ) کې هیڅ ستونزه نه لیدل کېږي او لوبډلې ته د شاه پور ځدران، دولت ځدران، عزت الله په شمول حمید حسن هم لوبو ته چمتو دی.
 
سکاټلند لوبډلې هم ښه چمتووالی نیولی او یو شمېر لوبغاړي لکه نېل کارتر، ډیویډ مورفي، مټ میچن، راب ټېلر او آین وارډلا یې خپلې لوبډلې ته راوستي دي. دا هغه لوبغاړي دي چی د آسترالیا او انګلستان په کلبونو کې یې د کلونو لپاره لوبې کړي دي، او سکاټلند غواړي چی افغانستان ته په ماتې ورکولو سره راتلونکي نړیوال کپ ته لار پیداکړي.
 
یوه مهمه مسله چی باید یادونه یې وشي هغه دا چی نن سبا مونږ په افغانستان کې تر ۴۰ زیات تلویزیونی چینلونه لرو خو له بده مرخه چی د کرکټ نشرولو ته دومره څوګ پام نکوی چی څومره یې اړتیا ده. ډېر لږ شمېر خلک کولای شي ترڅو د کېبل له لیارې کرکټ وګوري. که څه هم لوبې د بېلابېلا تلویزیوني چینلونو لخوا نشر شوي دي، او پدې وروستیو کې یو نوی سپورتي چینل ۳ سپورت هم په کار پیل کړی او زمونږ د ډېرو ګیلو او هڅونو په پایله کې ځینې لوبې نشر کړی خو بیا هم کله د تخنیکي ستونزو مسله وي کله کومه بله مسله. دا چی افغان کرکټ نن سبا په نړیواله کچه پیژندل شوی دی نو کیدای شي چی دا به د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د کرکټ بورډ د چارواکو کار وي ترڅو اړوند تلویزوني چینلو دې ته اړ کړي چی د افغانستان د کرکټ نړیوالې لوبې نشر کړي. پدې برخه زمونږ خپله تلویزیوني چینلونه هم باید ورته پام کړي او په ګډه سره دې د لوبو نشرولو لپاره کار وکړي.
 
د کرکټ په برخه کې د هر هېواد لوبډله ځانته یو ډول مثبت او منفي خاصیتونه لري لکه د هند لوبډله د نړی ښه پیاوړي توپ وهونکي لري خو د توپ اچونکو یې دومره خوند نشته، پاکستان بیا د نړی ښه بالران (توپ اچونکي) لري خو توپ وهونکي (بټسمنان) ډېر پیاوړي ندي. دا چی هند د نړیوال جام اتل دی دا ټول د نوموړې لوبډلې کپتان مهندرسنګ دهوني د ښې مشرتابه او د طبیعي مشرتابه استعداد کمال دی. همدارنګه زمونږ لوبډله کې هم ځینې خوندورې ښېګنې دي، هغه دا چی لیدونکو ته یې تل د لیدلو لپاره یو څه ورکړي دي لکه زمونږ توپ وهونکي تل شپږيزې او څلوریزې وهي او د لوړو شارتونو هڅه کوي خو دومره هم باید نه وي چی د لوبې د بایلې لآمل شي. اوسمهال افغان ملي لوبډله په بشپړ چمتووالي سره دوبۍ ته تللې او هیله ده چی بریا خپله کړي، راځی چی ټول ورته دعا وکړو ترڅو زمونږ اتلان د دغو لوبو بریا خپله کړي او راتلونکي نړیوال جام ته لارومومي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery