مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-02-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

استاد صمد بېساری اثر (اخلاقي کنایې) چاپ شو

محمدالله احساس

 

د هیواد نامتو څېړونکي،برلاسي ژباړن،ریالیسټ ژورنالیست او لیکوال استاد ډاکتر نثار احمد صمد دا ځل خپلو درنو هیوادوالو او پتمن افغاني کهول ته یوه ستره او بې ساري تحفه (اخلاقي کنایې-لومړی ټوک) وړاندې کړه.
کتاب ټولټال (۳۲۸) مخه لري،په ښکلې پښتۍ او معیاري کاغذ په کندهار  کي د علامه رشاد (رح) خپرندویه ټولنې له لوري د زر ټوکه په تېراژ له چاپه راوتلی.
 ښاغلی صمد صاحب له هغو څو ګوتو په شمېر پردېسو افغان لیکوالو څخه دی چي تل له ځمکني حقایقو او د مهال له اړتیاوو سره سمې لیکنې کوي او خپروي، چي له ورایه پکي د دوی ادبي شجاعت،قلبي محبت،ملي احساس،فکري نوښت، له ولس سره اخلاص او خواخوږي محسوسېږي.
د ښاغلي صمد صاحب له وروستیو دوو آثارو لکه (د پند او عبرت قصې) او (اخلاقي کنایې) څخه جوتېږي چي نوموړی خپل رنځور ولس ته د نورواوږدمهالو او غمېدونیکو درملو پر ځای د ولس د فوري درملنې اړخ یانې ځان جوړوني او ځان روزني خواږه او لږ درمل هم تلقینولای شي.
ما چي د لومړي ځل لپاره د ښاغلي صمد بې ساری او له نوښته ډک څېړنیز کتاب (قرآني ریاضي) ولوست،د ده لیکنيز سبک او علمي عُمق دَرَک را کړ چي واقعاً علمي سټه ده او که د ژوند وفا او د یارانو دعا وه؛نو ډېر ژر ده چي پر علمي کارنامو به یې ګرد ولس سورمخئ او ویاړمن اوسي.
زه په داسي حال کي چي خپل درانه او مشفق استاد صمد صاحب ته د دې تازه اثر د چاپېدا مبارکۍ وایم د نورو ورته لورېینو لار یې څارم.
راځئ! د لوی خدای (ج) ستر دربار ته د خپل دغه مستعد لیکوال لپاره د اوږده،  سوکاله، مُثمِر، سرلوړي او بریالي ژوندانه د دعا لاسونه لپه کړو.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery