مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-03-07   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

په کندهار کې ٥٠٠ جريبه مځکه له کوکنارو پاکه شوه

لودين
په کندهار کې ٥٠٠ جريبه مځکه له کوکنارو پاکه شوه د کندهار په ژړۍ او ميوند ولسواليو کې د کوکنارو کښتونو پر ضد د پيل شوي کمپاين پرمهال تېره ورځ ٥٠٠ جريبه مځکه چې ترياک پرې کرل شوي وه واړول شوه او له دغه ناوړه بوټي څخه پاکه شوه. د کندهآر د مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوي خبرپاڼه وايې چې ، د کوکنارو اړولو ياد شوى کمپاين تېره ورځ د ژړۍ ولسوالۍ په ماکوانو، دېوار، کاريز او د سنګسار سيمي د ملا عمر په کليو کي شوى چي پکښي ٢٦٣ جريبه مځکه له کوکنارو پاکه شوې او پرمهال يې کمپاين کوونکي له کوم ډول امنيتي ستونزي سره نه دي مخامخ شوي. سرچينه وايې چې ، د ژړۍ ترڅنګ تېره ورځ په ميوند ولسوالي کې هم د ترياکو څخه د مځکو پاکولو لړۍ دوام درلود او د تيري ورځي د کمپاين په نتيجه کي ٢٣٧ جريبه مځکه پاکه شوې او پکښي د کوکنارو ټول کښتونه اړول شوي دي. د خبرپاڼي په حواله چې ، د ميوند ولسوالۍ د تيري ورځي کمپاين هلته د سنبرګ په نامه، په يوې ليري پرتې ساحې کي شوى چي په ترڅ کي يې يو شمېر مافيايي ډلو پر کمپاين کوونکو وسلوال بريد هم کړى او يو ملي پوليس يې زخمي کړى دى. ميوند ولسوالي د کندهار ښار لويديځ خواته د هرات-کندهار پر لويه لاره په ٧٠ کيلو ميترۍ کې موقعيت لري چې د هلمند ولايت سره سرحد لري .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery